غزل



ته وايه درته اور کړم او که سْور کړم خــــــــپل غزل
درته ورو شانتې سلګۍ او که شور کړم خپل غزل

ته   چې   د  وصال  او مرهم  ستم  په  ما کوې
توبه له  تا خپل ځان ته به ټکور  کړم  خپل غزل

زما  د  غزل  توري خــــو  ستا  د سترګو   تور  و
بی  له  تا اوس د چا د سترګو تور کړم  خپل غزل

ته چې بهانه  به  دې  اظهار  کــــــوي  ريبار  ته
بدل  کی  بې  زه  درته  پیغور  کړم  خپل  غزل

پوهيږم  چې  لار راځينې  ورکه  ده  ( پردیسه )
خو ژوند ته بې ګرانه د زړه  زور کړم خـــپل غزل



هلمند پرديس
اديسه ښار