له ډاکتر صيب ابراهيم شينواري سره د خوشال بابا فکري بهير ۱۵۹ غونډه

 
درنو دوستانو السلام عليکم!
سبا (پنجشنبه) د لړم ۲۲مه،  د خوشال بابا فکري بهير ۱۵۹ اوونيزه غونډه ده. پدې غونډه کې د قران پاک تر تلاوت او د حديث شريف تر ژباړې وروسته مهمو ملي او نړيوالو پېښو ته کتنه  کېږي.
 ورپسې ښاغلی لطف الله لطف د (د هېلري رودهام کلېنټن ژوند ليک) تر سرليک لاندې د خپلې وروستۍ ژباړې مهم ټکي او لنډيز له تاسو سره شريکوي، چې دوې ورځې وړاندې د امريکې د ولسمشريزو ټاکنو په درشل کې له چاپه راوتلې. 
او د غونډې په پای کې د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو مرستيال ښاغلی ډاکتر ابراهيم شينواری په افغانستان کې د پوهنې پر اوسني وضعيت، ننګونو، حل لارو او لرليد خپل پرېزنټېشن وړاندې کوي. 
هيله ده چې پر ټاکلي وخت (14:30) تشريف راوړئ او نور دوستان هم درسره خبر کړئ، چې له ډېرو ګټور مالوماتو برخمن شي. 
په ډېر درنښت
د خوشال بابا فکري بهير کار ډله