
ليکوال اوژورناليست: ايمل افغان
درنوهېوادوالودا چې له ډېرځنډ اوفکر کولونه وروسته ولسمشرکرزي صیب له خپلو وفاداره وزیرصایبانو نه یوځل بیا یوه کابینه جوړه کړه او هغه یې مظلومو هېوادوالو او د هېواد پارلمان ته وړاندې کړه پدې معنی چې د پارلمان وکیل صایبان نه د ملت په خوښه ټاکل شوي وکیلان چې وکولای شي یوځل بیا دغو وفاداره او په کارپوه وزیرانو ته رایه ورکړي.
زما دلیکنې موخه د هېواد پارلمان دی چې په میډیا اورسنیو کې هروکیل چېغې او نارې وهي نو اوس رښتینو وکیل صایبانو لره پکاره ده چې دغسې بې کفایته اوپه کار ناپوهه وزیرصایبانو ته رایه ورنکړي او یو مطلق انکار ترینه وکړي هغه ځکه چې د دغو وزیرانو خوند او د کارنتیجه ټولو هېوادوالو او نړیوالو په دا اتو کلونو کې ولیدله چې څوک په خپلو کارونو کې وروسته پاتې راغلو او څوک په اداري فساد تورن دي نو بیا ددې لپاره څه ضروریت ده چې یوځل بیا ورته دا پاکه رایه ورکړي او هېوادوالو ته یوځل بیا ځان مجریم ثابت کړي.
څرنګه چې پوره یوه میاشت هېوادوال په دې طمه ناست وو او خپلې شپې او ورځې یې شمارلې چې نوې څیرې د کارڅېرې به په نوي حکومت کې راڅرګندې شي نوله دې معلومه شوه چې ټولې هماغه پخوانې څېرې دي یعنې هماغه زوړ سندر غاړی ده او زړې سندرې دي یعنې کومه نوي څېره را څرګنده نه شوه چې د هېوادوالو سترګې ورباندې روښانه شي.
نواوس د هېواد پارلمان او د ملت نماینده ګان یعنی وکیل صایبان دې مهربانې وکړي چې دوي له دغسې زړو او پخوانیو وزیرانو سره یوډول عکس العمل وښیي هغه په دې معنی چې په هېواد کې نورې د کارڅېرې هم شته باید هغوي ته دغه ځای پریښودل شوی وای نه چې دوي یوځل بیا په هېوادوالو خپل منترپوخ او خپل جیبونه ډک کړي.
زما په لنډ فکر سره په افغانستان کې عمل په کار ده نه د درغو وعدې دلته باید کار وشي د هېوادوالو لپاره او همدارنګه دولس پښتنو او غوښتنو ته یو مثبت ځواب ورکړل شي.
اوهمدارنګه ترټولو چارواکونه چې غټه اودرنه چوکۍ په واک کې لري او مسولیت یې له ټولو مشرانو نه ډېر ده چې هغه خپله ولسمشرصیب دی نو د ده لپاره اوس پکارده چې دغو وزیرانو ته چې د همده په لاس په خپله وزیران شوي یوه جدي پاملرنه وکړي او له دوي نه په خپله د مثبتوکارونو د غوښتلو طمه وکړي نه دا چې لکه څنګه چې دا اته کاله تېر شول او کومه نتیجه یې ورته په لاس ورنکړه او په هېواد کې روزمره خلک د کار له نشتوالي او د امنیت د نشتوالي له ستونزو سره مخ کېږي او هېوادوال په خپلو وینو لمبیږي.
اوبله خبره زما په نظرسره داده چې له دغو وزیرانو نه باید ولسمشر صیب یولیکلی کاغذ واخلي او له ده سره د کار د کولو پوره پوره ژمنه وکړي چې موږ وزیران به کار کوو ترڅوپورې دوي په خپلو کارونو کې مثبتې پایلې ولري او که چېرته څوک وروسته پاتې راغلو په ورکړل شوو دندو کې اویا په اداري فساد کې ښکیل شول لکه څنګه چې موږ په موجوده حالت کې ولیدل نوبیا ولسمشر او هېوادوالو ته پکارده چې د داسې بې کفایته او دغټې چوکۍ وزیرته د مرګ سزا ورکړل شي ترڅو پورې د افغانستان تاریخ ورباندې ښکلی شي او همدارنګه د نورو وزیرانو لپاره هم په اینده کې د عبرت یوه لاره شي.ځکه چې ترڅو پورې به هېوادوال له داسې فسادونو ، ستونزواو په نوم وزیرانوسره مخ وي.
د دې ترڅنګ د هېواد مشرانو او د پارلمان وکیلانو ته پکار ده چې د امنیت په راوستو کې له حکومت نه غوښتنه وکړي او له هغوي سره پوره پوره کار وکړي او هغه ډلې چې له حکومت نه د باندې دي او تل هېوادوالو ته د مرګ ګواښونه کوي هغوي ته باید په موجوده اداره کې برخه ورکړل شوې وایی او د دې ترڅنګ ورته د سولې غیږه خلاصه وایی ترڅو د نورو هېوادوالو د بې ځایه وینو له تویولونه لاس په سر شي نو که چېرته موږ په جدې توګه په هېواد کې کار ونکړو نو فکر نه کوم چې دا کومه لوبه چې دغو کارپوهانو د خپل ځان د مړولو لپاره روانه کړې نه د غریبو هېوادوالو دمړولو لپاره چې دابه نتیجه ورکړي نو وزیران به په خپله مخه تښتي او هېواد وال به یو ځل بیا د اور د لمبو ښکارشي.