
لیکوال: محمدرحیم سکندر
عقیده
شریف خپل ورور زرګر ته وویل : زه به خپله لور شریفه ستا زوی کبیر ته ورکړم ، زرکر په موسکا وویل : هو ! دا خو ډېره ښادمنه پریکړه ده، بهر ته یې نه باسو!؟ د شریف میرمن پورته شوه په پټه یې غرمه مهال د زرګر زوی کبیر ته تی (شیدې) ورکړې.
هوټلي
(کیسه ګۍ)
څو ببر سري لوفر هوټل ته راغلل، شاګرد ته یې سترګګ وواهه، شاګرد ورته وویل: تاسې د لوط ع د قوم څخه یئ؟ د هوټل څښتن شاګرد ته کلکه څپېړه ورکړه او ورته ویې ویل: ته شاګردي کوې او که بحثونه؟ ووځه ! زمونږ ګاک مه خرابه وه.
۲۰۱۶- ۱ – ۲۰
اوو یتیمان مرغان
(کیسه ګۍ)
سحر چې د کراچۍ چلولو ته راوځي؛ ټول اووه واړه بچیان په کور کې بندیان کړي، خدایه ته خو یې د دغو مرغانو د بندولو په ګناه ومه نیسې، ځکه مور یې مړه ده.
د سوال چل
(کیسه ګۍ)
په ستر جامع جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال د ملا صیب د سلام اړولو سره سم، سوالګرې په خپل ویده ماشوم نوکاره ولګوله.
خپل بد
غوړ سری ځوان څو ځلې په پارک کې د ښځو په ټولي تېر راتېر شو او په چادري کې یې ناستې ښځې ته سترګګ وواهه، کله چې کور ته لاړ مېرمنې چادري واغوسته او خاوند ته یې وویل: تاته خو په چادري کې ډېره ښه ښکارم ، یو سترګک خو راته ووهه.
۲۰۱۶- ۲- ۵
عدالت
د سپین ږیري زوی یې په چرسو ونیو، سبا چې پلار لیدنې ته ورتلو، نو د تلاشۍ د هر عسکر له خولې د شرابو بوی تلو او هیل ژاولې یې پسې ژولې.
۲۰۱۶- ۹