
سهار اذان وشو، پاڅيد او لمونځ يې وکړ، په بيړه يې يوه پياله چای وڅکو
د سپين سرې مور لاسونه يې ښکل کړل او د سر سلامتۍ دعا يې واخيستله. مور جانې په دواړه مخه ښکل کړ:
مور: زوی جانه په ځان پام کوه، حالات ښه نه دي، ابله ورځ د ميرو کاکا ننګور ناجوړه وه، ښار ته په لاره يې موټر په ماين وربرابر شو، د ميرو اکا پښه پرې شوه، ننګور يې ځای پر ځای ساه ورکړه، بیچاره تی رودی زوی يې پاتې شو.
زوی: مور جانې ستا دعا زما سپر دی، تا چې لرم د نړۍ هيڅ قدرت مې یو ويښته هم نشي کمولی، زه یو ژورناليست یم، زه د چا پلوی نه یم، ما سره د چا څه کار دی، زه خو د دريدلي ولس حال اخلم، ځم چې هغه وسلوالۍ نوې له وسله والو پاکه شوې ده، د هغوی احوال اخلم.
دا يې وويل او د دروازې په لور روان شو، مخامخ له خپلې خونې يې وړکۍ لورکۍ راووته، پلار يې له غټې ګوتې ونيو، په معصومه څېره مخ واړو، په نازکه ژبه پلار ته وايې: لالا جانه ما ته به نکليجي (نکريزې) لاولې (راوړې). دا وګوله (وګوره) زما لاشونه (لاسونه) سپين سپین دي، ببو لاته نکليجي نه وهي.
لور يې په لاسو يې ښکل کړل، په تندي يې مچي کړه او ورسره يي د نکريزو راوړلو ژمنه هم وکړه
له کوره ووت د باندې يې موټروان د سفر لپاره چمتو و، موټر ته پورته شو او خبر جوړولو لپاره روان شو، تر ټاکلې ساحې لا نه و رسيدلی چې یو دروند بوږنوونکی غږ پورته شو، لوخړې شوې او سپین موټر يې په تورو خاورو او سرو وینو رنګ شو.
غږ شو دا څوک و، ماین په چا وچاودید؟ ابل پرې غبرګه کړه چې د خبریال موټر و، نعمت الله زهیر و، د اريانا نیوز خبریال
څو شيبې ورسته يې د کور دروازه وټکول شوه، لور يې رامنډه کړه چې ګويا پلار يې ورله نکريزې راوړې، خو نکريزې نه وې، د پلار په وينو يې لاسونه سره شول
--------------
د خپل همکار شهيد نعمت الله زهير په وير کې
#اجمل_درمان