په داسې حال کې چې اشرف غني يواځې پنځوس سلنه په حکومت کې ونډه لري، بيا هم د ولس لپاره يې دومره کارونه کړي چې په تېرو ۳۰ کلونو کې د افغانستان پخوانيو ولسمشرانو نه دي ترسره کړي.
۱ـ محمد اشرف غني يواځینی ولسمشر دی چې غله او داړه ماران چې د جهاد له نومه په استفادې يې له حکومته باج اخيست؛ له صحنې ليرې او حکومت او ولس يې د هغوی له بېځايه خرڅ خلاص کړ.
۲ـ محمد اشرف غني يواځينی ولسمشر دی چې هغه غله چې د کرزي د واکمنۍ پر مهال د واک او قدرت اوج ته رسيدلي و او بيت المال يې چور کولو؛ له څوکيو ليرې او په کور کېنول.
۳ـ محمد اشرف غني يواځينی ولسمشر دی چې هغوی چې دولتي څوکۍ يې خپل ميراثي حق ګڼلو له څوکۍ شړلي او پر ځای يې تر يوې کچې سالم خلک وګمارلږ
۴ـ محمد اشرف غني يواځينی ولسمشر دی چې هغه امپراطوران چې ځانونه به يې په ولايت کې خپلواک ولسمشران بلل؛ د سياست له صحنې داسې ورک کړل چې اصلي څېرې يې هم ولس ته معلومې شولې.
۵ـ محمد اشرف غني يواځينی ولسمشر دی چې هغه جنايتکاران چې په خپلو دروغجنو او مکارو څېرو يې ولس دوکه کړی او د خلکو په منځ کې يې ځای پيدا کړی و؛ اصلي څېرې يې ولس ته په ډاګه او ولس يې د دوی له انحصاره خلاص کړلو.
۶ـ محمد اشرف غني يواځينی ولسمشر دی چې د حامد کرزي د واکمني او ځيني اوسني وزيران، معينان او رييسان يې د فساد په تور محاکمه او د قانون منګولو ته وسپارل.
۷ـ محمد اشرف غني يواځینی ولسمشر دی چې د افغانستان اصلي دښمن (پاکستان) يې په نړۍ کې مُنزوي او اصلي ترهګره څېره يې نړيوالو ته په ډاګه کړه.
۸ـ محمد اشرف غني يواځينی ولسمشر دی چې افغانستان ته يې د پاکستان له اقتصادي مجبوريته خلاصون ورکړ او د افغان صادراتو پر مخ يې د نړۍ اقتصادي دروازې پرانيستلې.
۹ـ محمد اشرف غني يواځينی ولسمشر دی چې د وسله والو طالبانو څخه يې هغه حربه واخيستله او بېرته يې د طالبانو پر ضد استعمال کړه چې کلونه کيږي د طالب په لاس کې وه او له ولس نه يې قرباني اخيستله.
۱۰ـ محمد اشرف غني يواځينی ولسمشر دی چې سيمه ايز زورواکي او د ملېشو قوماندان يې لاس تړلي د پلچرخي زندان ته راوستل او لا هم دغه لړۍ دوام لري.
#يادونه: ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې پورته ياد شوي کارونه ترسره کړي چې په حکومت کې يواځې پنځوس سلنه ونډه لري، که چيري سل په سلو حکومت د دغه ستر شخصيت په لاس کې وای نو نن به افغانستان په کوچنۍ اروپا بدل شوی و.
ليکوال اجمل درمان
وروستي