
۱۴/۸/۱۳۹۵
ورځ جمعه
بسم الله الرحمن الرحیم
« وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ یُقْتَلُ فِی سَبیلِ اللّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْیَاء وَلَكِن لاَّ تَشْعُرُونَ»
خواشینی یم، چې د افغانستان د خاورې او خلکو دښمنانو د ماین چاودنې له امله د اریانا ټلویزیون خبریال په شهادت ورسید.
ارواښاد نعمت الله زهیر یومسلکي او د خبریالۍ په اخلاقو سمبال زړه ور ژورنالیست وو، چې د مطبوعاتو له لارې یې د خپل ځوریدلي ولس هوساینې لپاره هلې ځلې کولې.
شهید خبریال نن په داسې حال کې د وسلوالو طالبانو د ماین چاودنې ښکار شو، چې د جګړې په کرښه کې یې د خپلو نورو همسنګرو ملګرو سره یوځای خپله دنده ترسره کوله.
په دې پیښه غمجن یم ارواښاد ته د الله تعالی له دربار څخه د جنت الفردوس دعا کورنۍ سره یې ځان په دې غم کې شریک بولم او ټولو خبریالانو ته ددې دردونکې پیښې له امله د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم.
په دې پیښه کې د خاور ټلویزیون ټپي شوي موټر چلوونکي ته د الله تعالی له دربار څخه د بیړنۍ روغتیا دعا کوم.
درنو هیوادوالو!
راځئ د انسان دښمنه او شر اچوونکو اشخاصو« طالبانو» له لورې په عامه ځایونو، سړکونو او د خلکو کورونو کې د ماینونو ایښودلو مخنیوي او د هغوی د داسې شومو موخو شنډولو لپاره په شریکه هلې ځلې وکړو، څو زموږ د بې ګناه ولسي خلکو د مرګ ژوبلې مخه ونیول شي.
په درنښت
د هلمند والي حیات الله حیات