د خبریال په وژنه د بیان ازادۍ چوپه نه پاتي کیږي

 
هلمندمدني ټولنه : د اریانا تلویزیون خبریال نعمت الله زهیر په ماین چاودنه کی شهید سو
قالو انالاالله واناالیه راجیعون
هلمندمدني ټولنه دشهیدسوی خبریال نعمت الله زهیر کورنۍ ته دتسلیت مراتب وړاندي کوی او دلوی الله ج له درباره د فردوس جنت غوښتنه کوي.
دهلمند مدنی ټولنی مشر سردارمحمد همدرد وايي:- هلمندیو له هغوولایتونونه دي چی خبریالان پکي دسرپه بیه راپورونه جوړوي او ټولني ته حقایق وړاندي کوي.
  هلمندمدني ټولنه له افغان حکومته او ددولت وسلوالو مخالفو ډلو  غواړي چی پدي ولایت کی دژورنالستانو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي ترڅو پدي ولایت کي دژورنالستانو دخوندیتوب سره سره دهغوي کورني هم خوندي وه اوسي.
نعمت الله زهیر یو له هغو خبریالانوڅخه وو چي پدي ولایت کي یی له تیرو لسو کلونوراهیسي دحقایقو پربنیاد او دژورنالیزم په اساساتو ولاړ راپورونه چمتوکول
  دهلمندمدني ټولنه په هلمندکی دخبریالانو ټولنواو کورنۍ ته د تسلیت مراتب په وړاندي کولو سره دهغوي دخوندیتوب او دبیان ازادۍ په پلي کولواو دي برخي کی رامنځ ته سوو ستونزودحل کیدوپه برخه کي نه ستړي کیدونکي هلي ځلي پورته کړي او اوږه په اوږه به له خپلي ټولني هرغړي سره په زغرده وه دریږی.
 
هلمندمدني ټولنه په هیوادکي ددولت وسلوالو مخالفینو باندي ږغ کوي چي دملکي تلفاتو د مخنیوي ترڅنګ په کلیو بانډو او لویو لارو کي ځمکني ماینونه ځاي پرځاي نه کړي ترڅو د ملکي خلګو دمرګ ژوبلي سبب ونه ګرځي.