د خوشال بابا فکري بهير د غونډې خبرتیا

 
د #خوشال‌بابا‌فکري‌بهير د نن ورځې غونډه اطلاعاتو ته د لاسرسي پر قانون د ځانګړي پريزنټېشن وړاندې کولو او وينا کولو لپاره ځانګړې شوې. د پژواک خبري آژانس مشر او د هېواد تکړه ژورنالست دانش کړوخيل د غونډې مېلمه او ويناوال دی. 
په غونډه کې نور په زړه پورې معلومات هم شته. 
د عمومي پوهاوي او موضوع اړوند ټولو مينه‌والو، خبريالانو او د بېلابېلو برخو له فعالانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکول کېږي. 
ځای: شش درک، له پل‌محمودخان څخه د شش‌درک پلو ته ښي لاس کې لومړۍ کوڅه، درېیم کور. 
وخت: پنج‌شنبې، له غرمې وروسته دوه نيمې بجې
يادونه: د خوشال بابا فکري بهير په غونډو کې ټول علاقمندان له بلنې پرته ګډون کولی کولی شي.