د ګودر په غاړه غم دئ

 
د ګودر په غاړه غم دئ
اوس چا ایښی هلته بم دئ
هلته نجونې راتلی نشي
د جګړو اور او ستم دئ
د پردیو په لمسون یې
سوځولی خپل ګیلم دئ
د خپل ورور مرګ ته تیار دئ
چا ورکړی ورته نن په لاس کې بم دئ
خپل جومات به پرې را ړنګ کړي
له باروتو یې جوړ غم دئ
د شنې ونې وچیدا ته یې تکل وي
پیداشوی بس په ورځه د ماتم دئ
رغونه یې په سرکې نه چورلیږي
نړولو ته ولاړ بس دم په دم دئ
بدبختي یې په تندي له ورایه ښکاري
سوځولو ته یې ښه یاد کړی چم دئ
د رحمان بابا خبره په ځای چورلي
بې غیرته یې رټلی دم په دم دئ
دا غیرت ندئ چې خپل کور مو ویجاړ کړو
رغول د خپلې مېنې ښایسته چم دئ
د بل اوښکې پاکول قهرماني ده
بل ته غم پیداکول خو لوی ماتم دئ
خپله توره د هنر په زیب ښایسته کړه
بې هنره ژوند له آره یو لوی غم دئ
له سیالانو سره ځان سیال په تحصیل کړه
یو انسان له بل انسانه څه کې کم دئ
زما درې کرښې وینا وه ستا لپاره
ستا چې ټول عمر همداسې وي په غم دئ
بریالی (بریال نایاب)
۲/۱۱/۲۰۱۶