تاسو ښه پیژنو

 بریال نایاب

زموږ له ښاره رڼا مه وړئ تاسو ښه پیژنو
مونږ ددې کور خلک یو تاسو میلمانه پیژنو
راوړئ وحشت او دهشت مونږه لره
مونږسوله پال یو دا وحشت او دهشت نه پیژنو
خپل کورکې بله ډيوه غواړۍ زموږ ډیوه مړه کوئ
مونږ ستاسو وروڼه مسلمان یو ترور نه پیژنو
زمونږ پرسر مو له پردیو سره ډېرې معاملی کړیدی
راڅه نوربس کړه خپل حق راکړه خپل حق ښه پیژنو
ته یی د فیل په غوږ کې پروت دنیا بدلون موندلی
نړۍ نن مونږ ته حق راکړی چې حق وپیژنو
ته دې د خپل بچی ښوونځی سمسوروې مونږله اورونه راوړې
دا انسانیت دا اسلامیت که وی همدا مونږه نورنه پیژنو
د نایاب درد دخپل وطن درد ده
زه په جاروایم خپل غدار او اغیار ښه پیژنو

///////////////////////////////////////////////////////////////////
اوس راپه غاړه دئ دا ستړی ژوندون
اوس کړوی مې دا زوی مړی ژوندون
لکه په غرونو کې چې لار اوباسی
اوس راته سخت شو دا راکړي ژوندون
کله خندا کله ژړا باندې تیریږی آشنا
هره لمحه کې ربړوی مې ربړولی ژوندون
ته خو هم رحم او هم قهر لرې
خالقه خدایه ژړوی مې ژړولی ژوندون
له بابا دمه تردې دمه چې انسان پیداشی
ورسره مل وی واړه ستړی ژوندون
پدې دنیا مې یو خوشحال ونه لید
وایې چې ستړی یو ده ستړی ژوندون
نو زه نایاب پدې هیڅ نه پوهیږم
چې ورکوی هرچاته ستړی ژوندون


/////////////////////////////////////////
زما دزړه د درد آرامه وایه چیرته لاړې       درپسی ژاړم ترماښامه وایه چیرته لاړې
دازړه سکون غواړی ارام غواړی له تا جانانه .       ته هم اوس ښکارې بې
وفا شوی وایه چیرته لاړې
زما د تن وینه له تا قربان چې ته خوشحال وې       ته په خندا خندا به
درومې وایه چیرته لاړې
زما دزړه دننه اور بل دی لوګي ترې خیژی      ته لکه ګل سر په خندایی وایه
چیرته لاړې
د زړه او زړه ترمنځ تړون وی هغه تا مات کړو      څنکه به داتړون پرې کیږی
وایه چیرته لاړې
زه لکه اوسپنه تا نرم کړمه اوردی راکړو        په څیر د اوسپنې سوځیږم
وایه چیرته لاړې
زه د جانان او د جنون په منځ کې                   حیران چې تاکه جنون
خپل کړم وایه چیرته لاړې
نایاب په تا بارو بایللی ګرانې څه وکړی اوس                 ته شوې پناه
په بیابانه وایه چیرته لاړې
بریال نایاب
۱۲-۰۳-۲۰۱۳


////////////////////////////////////////
شپه کړمه تیره ستا تصویر ته په ژړا مورې
رایادوم چې ستا تکلیف بی انتها مورې
زه دی په وږی نس په وچه ډوډی
چې تا خوړله  او روزلم بدی
هره لحظه دی ژړوی می په رښتیا مورې
 ته هم انسان وی سترې هیلې دی وې
ژوند دی خپل تیر کړو زما په طمعه د سبا مورې
تاراته هره شیبه هره ګړی
 ډاډ راکولو د بریا مورې
نایاب دی ستایی اوس د شعر په ژبه
خدای دی  سرلوړی لره تا مورې



//////////////////////////////////////////////////
ما په کلدارو پلوری !
زما ټول عمر دخپل کور په چوپړ
ثمر یی دا چې اوس مې بل ځای پلوری
وایی بابا چې ته په ښه ولور
باید واده شی داچې هرڅنګه وی
د کورنی ارزښت اوس هسی هم پیسو کې نغښتی
موږ پښتانه یو زلمی نشو کتی
زموږ رواج نده داننګ ده مونږ ته
چې د وواده لپاره
مونږه هلک وګورو
کلی او قام راپورې خاندې او ملنډی وهی
داخو د خدای خوښه چې څنګه به وی
که لیونی وی او که ګوډ او که شل
د خدای رضا ده ستا نصیب به داوی
ته دې د خپل بخت سره
خپله ژړاکوه مونږ څه کوی شو
خو داچې نن سبا پیسې لری
شخصیت هم لری
داسړیتوب نن له پیسو سره ده
دی چې زمونږ ډبل ولور پرې کوی
دا مالومیږی د ابرو او دعزت خاوند ده
نو بیا کتل او پښتل څه معنی وی
ما ورکوی زما ژوندون پلوری
مانه داحق اخلی چې څه ووایم
د ژوند ملګری راته دوی ټاکي
د خپل ولور لپاره ما په هر چا، پلوری
زما دمرګ او ژوندون په اړه
یوه لحظه هم فکر نکوی ، اهمیت نه ورکوی
ماپه کلدارو پلوری
د لوست نالوست موضوع ارزښت نلری
بس چې پیسې لری سړی به وی نو
زما کوژده کې بل څه نه وی
د ولور موضوع وی
زما د ژوند په مرۍ
غدی کړی خښې
زما آواز بندوی
زه پښتنه یم غږ کولای نشم
وایی کم اصله ده آواز یې لوړ شو
خودا انصاف هم راته نښکاری
چې خپل راتلونکی ژوندون
زه د پیسو په بدل وپلورم واده وکړمه
زه هم انسان یم ډیرې، هېلې لرم
د ژوند راتلونکی لرم
اتلس کاله مې دپلار په کور کې
درانه کارونه وکړل ستړې یمه
زما په آند واده آرام وی او سکون لپاره
چې زه  هم ناوې شم آرام ووینم
 لږڅه سکون وکړمه
د ژوند راتلونکی مې د مینې او الفت په غیږ کې
د خپل خاوند سره هوسا ووینم
د ژوند ملګری مې زه وګورم او ماوګوری
مونږ څه څاروی خونه یو
چې پلورل کیږو بیا راتلونکی لرو
د دوه جوړوو چې هم فکره نه وی
یوبل ونه پیژنی درک ونکړی
نوڅه راتلونکی او څه ژوند به لری
نو زه لدې ویرې نه
غواړم آواز اوچت کړم
چې زما په شان پدې وطن کې ډېرې
چې پلورل کیږی او خرڅلاو روان ده
آواز اوچت کړم او ددې ستر ناورین
مخه کړم ډبه آزادی خپله کړو
لږه شانتې ساه واخلو آرام وکړو
خوزما په څير ډیرې شوی خرڅې
او ماهم پلوري
بریال نایاب