
د ډاکتر د دې خبرې په اوريدو د عرفان په همت کې سا رالنډه شوه، چې ته ډيفرېشن ( د ژور خفګان ) ناروغي لرې، بايد پېښور ته لاړشې او د ځان تداوي هلته وکړې. بيا هم د عرفان د زړه جونګړې ته نورو غمونو کډې وکړې او هر يو غم پکې په خپل ځاى کېږدۍ ووهلې.
عرفان د ډاکــټرمخې ته ناست ؤ، خو په فکر او خيال کې د ښکلا خواته ولاړ، چې ډاکــټـر نسخه ناڅاپه د عرفان پر لاسو وروغورځوله، عرفان داسې ټکان وخوړ، چې ته به وايې چا ورله برقی جټکه ورکړه. دا وخت عرفان له حپل خوږ تصور نه رابهر شوى و او د ډاکــټر مشورې يې اوريدې، ډاکټر وويل:
عرفان جانه! دغه نسخه (دارو)خوره، ترڅو چې د پېښور لپاره ځان تياروې، عرفان د نااميدۍ په تورو تيارو کې د ډاکـټرله کتنځي نه راووت اويو ځل بيا د اندېښنو نړۍ ته ور دننه شو، په همدې فکر کې شو، چې څنګه پېښور ته لاړشي او پيسې له کومه کړي، فکر يې وکړ چې پيسې له خپل خوږ ملګري انور نه پور کړي، په همدې موخه يې جيب ته لاس کړ،چې موبايل راوخلي او انور ته د پيسو ووايي،زړه ته يې دا خبره راغله چي زه خو پاسپورت نه لرم چې په جلال اباد کې ويزه واخلم او بيا پېښور ته لاړشم.
عرفان په همدې فکرونو کې د ځان يوه لار خلاصوله او بله بندوله،چې د موټر د هارن او برېکو اواز يې تر غوږو ورننوت، شاته يې مخ واړوه چې د يو کرولا موټر نه ورته يو ځوان سر راويست او په قهرجنه لهجه یې يې وويل:
لېونى يې او که سترګې نه لرې، چې د سړک په مېنځ کې روان يې؟ عرفان په عاجزۍ سره وويل: خيردی وروره زه بخښنه غواړم پام مې نه و، ځوان په غوسه خپل موټر د عرفان له خوانه تېر کړ، عرفان د سوچونو له نړۍ نه راووت او د خپل کلي اډې پر لور روان شو. د يو کليوال په موټر کې کور ته راغى.
د حجرې نه يې خپل لپ ټاپ کمپيوټر رواخېست او خپل اطاق ته ولاړ. کمپيوټر يې روښانه کړ، څوثانيې وروسته د کمپيوټر په سکرين وليکل شول: type your password [خپل رمز ولیکی] ، د دې پيغام په ليدو سره عرفان ته بيا ښکلا مخې ته راغله، ځکه چې د ده د کمپيوټر پاسورډ هم ښکلا و، کمپيوټر يې پر ځاى پرېښود،خپل موبايل يې راوخېست او د ښکلا اخېرنۍ پيغام يې خلاص کړ. ته ولې په خبره نه پوهېږي؟ نوره ماته زنګ يا هم پيغام ونه کړې، زه نه غواړم چې ستا بېکاره خبرې واورم.
عرفان دغه پيغام ترپايه نه ووکتلى، چې په سترګو کې يې اوښکې راډنډ شوې اوبيا يو په بلې پسې روانې شوې، عرفان د ښکلا اولنى پيغام خلاص کړ. عرفان جانه ته ولې زما موبايل ته ځواب نه ورکوې؟ هيله کوم ماسره خبرې وکړه، عرفان ددې پيغام په ويلو اندېښنو په مخه کړ او هرڅه يې سترګو ته ودريدل.
ټليفوني خبرې، ليدل، کــتل،مينه اودا ټول کردارونه د ده په ذهن کې يوځل بيا ژوندې شول، هره لحظه ، هره خبره او هرې پېښې د ده په ذهن کې غزونې وکړې اوبيا د ده خيال د هغه دنګوغرونوڅوکوته ورسيد، کوم چې ده په کې په ازاده خپله مينه لټوله.
عرفان په يوه دولتي راډيو کې نطاق و. عرفان زړه راښکونکى اواز درلود، په راډيو کې به يې په ډېره مينه او خوږه ژبه خبرې کولې، نو ځکه يې د اوريدونکو په زړونو د مينې شغلې ور دننه کړې وې، چې له دې څخه ښکلا هم وه، ډېرو اوريدونکو د عرفان د ليدو ارمان په زړه کې ګرځاوه، ، عرفان د ښکلا زنګونو او پيغامونو څخه تر پوزې راغلى و.
کله به يې دا فکر کاوه چې خپله شمېره بدله کړي، خو بيا به دغې خبرې دې ته نه پرېښوده چې دغه شمېره يې ډېرو ملګرو او خپلوانو سره وه، عرفان به جينکو سره خبرو ته زړه ځکه نه ښه کاوه، چې د خپل يو ملګري کيسه به ورته مخې ته راغله، چې هغې سره يې ډېره لويه دوکه کړي وه ، نو ځکه عرفان هم له جينکو نفرت کاوه ، يوازينۍ جينۍ ښکلا وه چې د ده شخصي شمېره يې پيداکړي وه.
يوه ورځ عرفان د ښکلا ډېرو زنګونو او پيغامونو دې ته اړ کړ، چې خبرې ورسره وکړي عرفان وويل: ګوره ما تاته وړاندې هم ويلي وو چې ما خپل روزګار ته پرېږده ته ولې نه پوهېږې!
ښکلا يې زر خبره ور پرې کړه وېې ويل: هيله کوم په ورځ کې صرف يوځل ماسره خبرې کوه، عرفان ته داخبره د ډېرو زنګونو او پيغامونو نه ښه ښکاره شوه او ورسره ويې منله عرفان به چې کله د راډيو له کارونو وزګار شو، نو بـيا به يې ښکلا ته زنګ وواهه، پينځه يا هم لس دقيقې به يې ورسره خبرې وکړې ، ښکلا به ډېرې معصومې او په عاجزۍ خبرې کولې، نو ځکه عرفان ته د ښکلا خبرو ورو ورو خوند ورکاوه.
د دوى ترمنځ همداسې د ټليفوني خبرو لړۍ جاري وه
او د دوى خبرې به له يوې ورځې نه بلې ته ډېرېدې او کله به عرفان د کار په وخت کې هم په ګوشکۍ کې ورو ورو له ښکلا سره خبرې کولې، عرفان ته د ښکلا په خبرو کې مينه ،وفا،ر ښتنوالي او صداقت ښکاره کيده، نو ځکه يې په زړه کې د ښکلا سره مينه ورځ په ورځ زياتيده، د عرفان په زړه کې د مينې په نوم يو راز ښکاره کيده، هر وخت به د ښکلا خبرو ته لېواله و، خو ښکلا له وړاندې نه د عرفان پر خبرو، ښو اخلاقو او ښه موقف زړه بايللى و،خو له ډاره يې عرفان ته د خپلې مينې اظهار نه شو کولى، د عرفان په راډيوکې د يو کال قرارداد په پوره کېدو و، عرفان د ښکلا په مينـه کې اوس پوره ډوب شوى و، نو ځکه يې د دوهم ځل لپاره قرارداد ته زړه نه ښه کيده، اوس نو عرفان بې کاره و، خو د ښکلا خبرو نه نه، شپه ورځ به يې موبايل غوږ ته نيولى و،ډېرو ملګرو به عرفان ته ويل: دومره ډېرې خبرې په موبايل کې ښې نه وي، چې مغزو ته زيان رسوي ، عرفان کله د چا خبرې اوريدې، د ښکلا ميــــــنې له هر څه اېستلى و.
ښکلا چې کله د عرفان په زړه کې خپله ميـــنه احساس کړه، نو زړه يې دېته ښه کړ، چې عرفان ته د خپلې مينې اظهار وکړي، نو ځکه يې نن په زړه کې کوم ډار نه و او غوښتل يې چې نن په ډاګه عرفان ته ووايي، چې زه درسره ميــنه لرم، نن د عرفان په زړه هم ډېرې خبرې وې او غوښتل يې چې خپله مينــه ښکلا ته ښکاره کړي، نن چې دوى کله په موبايل کې خبرې کولې، د دوى په خبرو کې داسې معلوميده، چې د يو بل نه د مينــې خيرات غواړي او لږ وروسته ددوى په زړونو کې د مينـې اواز په خوله راغى او يو بل ته يې د مينـې اظهار وکړ، دوى دواړه د غريبو کورنيو نه وو، ځکه يې يو بل ښه درک کولاى شول، دوى دواړه اوس نو د مينــې له سرحد نه هم اوښتي وو، د دوى ترمنځ ټلېفوني اړيکې همداسې راونې وې، کله به چې د ښکلا موبايل بند و، نو د هغې په پيغامونو به يې خپله ميــنه ماتوله، عرفان د ښکلا د ليدو له پاره د خپلوانديښنو ځنځيرونه تر ډېره ځايه وغزول، خو هيڅ تدبير يې بيا نه موند، نو زړه يې راتنګ شو موبايل يې راوخيست او د ښکلا دغه پيغام يې خلاص کړ،
زه چې ګرځـــم ستا د مينې په کوڅــو کې
رانه ورک دي منزلونه په تيارو کې
زړه زما لکه يــتيم در پســــــــې ژاړي
درلــيږمه ځـــــــوابونـــه په ســلــګو کې
د همدې غزل په ليدو سره د هغه په همت کې لږ څه سا وزځغليده،د ناهيلۍ په خړو ګردونو کې د اميد څه څرک شانې ولګېد او يو ځل بيا يې د ښکلا د ليدو له پاره تمانا په تراپکو شوه.
سبا ورځ په کلي کې د يو ملګري واده ته لاړ، نو ډېـرو به ورڅخه د خپلې مينې کيسې غوښتې او ځينې خو به ډله ډله په خپل مينځ کې له يو بل سره پوسيدل، خو دا څه نوي خبره نه وه، هغه د چا پروا نه کوله او له يوې ورځې نه بلې ته يې د خپلې ښکلا په نسبت مينه زياتيدله، د هغه يو نږدې ملګرى چې له دې ډول خبرونه بيخي تنګ شوي ؤ، نو يوه ورځ يې په ډېره غوصه ده ته وويل:
زه نه پوهېږم چې ته څنګه هلک يې، د ځان نه خبر يې کنه! چې په ټول کلي کې په تا پسې څه ډول خبرې روانې دي ، عرفان چې په ډېره سړه سينه دخپل ملګري خبرې واوريدې ، نو موسکۍ شانې شو، نور څه يې ونه ويل، خو يوازې يې دغه شعر ووایه:
که د ستا په نوم بدنام يم پروا نشته
لېوني غږونه تل په لېونو شـــي
دا ځکه چې هغه نه پدې باب د چا منله او نه يې د چا پروا کوله، هغه په هر څه پوهېده او که به هر څومره چا ورته پدې باب څه ويل، نه يې پرې اثر کاوه او نه يې د خپلې ښکلا له پاره مینه کميدله.
د ښکلا پيغامونه اوس دده لويه مشغولاوه او تل به يې په يوازيتوب کې خپل موبايل سترګو ته نيولى و او په خوند خوند به يې دهغې پيغامونه لوستل، خو اوس يې له هرڅه وړاندې دا ارزو وه، چې ښکلا ووينې، چې د همدې مقصد لپاره به يې همېشه د تلو تدبيرونه جوړول ،خو د ده تګ هغې ځاى ته څه ګرانه خبره وه او چې کله به د ده ټول تدبيرونه ناکامه شول ، نو بيا به يې يو سوړ اسويلى وکړ او په دې بيت به يې ځان تسکيناوه:
مثال د مينې مې دنيا ته پرېږده
سلګۍ وهم اوس مې ژړا ته پرېږده
جنانه! ستا دې خوشالي شي نصيب
زه يم عادت غمونه ماته پرېږده
بيا نو وخت داسې هم راغى، چې د هغه تسکين پدې هم نه کيده او د خپلې مينې د ليدو تنده يې په هېڅ شي نه ماتيده، همدا وجه وه چې د ښکلا ليدو لپاره يې د تلو اراده وکړه ، د کورنۍ د غړود ويرې يې يوازې خپل ملګري انور ته د تلو اراده ښکاره کړه. عرفان لا نور څه هم ويل، چې انور په ډېرې بې صـبرى وويل: د هغې خواته تګ څه اسان کار نه دى او بله دا چې که څوک خبر شي نو څه به وايې؟
عرفان په ډېره عاجزۍ د خپل ملګري نه لاسونه چاپېره کړل او ويې ويل: هېڅوک به خبر نه شي د يوی شپې خبره ده نن ځم سبا بېرته راځم ، دغه ورځ عرفان انور ته تر هغې وويل، چې تر څو يې پرې ومنله او د تلو ورځ يې وټاکله. عرفان ژر موبايل رواخېست، چې ښکلا ته کابل ته د ورتګ زيرى ورکړي، خو د ښکلا موبايل بند و، نو ده ورته په پيغام کې د ورتګ خبره او ټاکلي ورځ وليکل، عرفان ډېر ناقراره و او دغې ورځې ته يې ساعتونه او دقيقې شمېرلې، اخېر داچې هغه ورځ هم راغله او په سهار وختي د موټرو اډې ته رسيدلى و، د لمر وړانګې لا پوره نه وې خورې شوي، چې موټر حرکت وکړ.
د عرفان زړه د ډېرې خوښۍ نه درزا شروع کړه، هغه نن ډېر خوشاله و اود ډېرې خوښۍ نه په ځان نه پوهيده، دا ځکه چې وروسته له ډېرې مودې هغه په دې برلاسى کېده، چې د خپل مقصد پر لور سفر وکړي او هغه څوک وګوري، چې پرته له ليدو د ده سره هره ګړۍ او هره لحظه مل و، موټر له ښار نه ووت ، مخامخ لوى سرک يې ونيوه، نو يو ځل بيا عرفان په خپلو سوچونو کې ډوب شو.
خپله همېشنۍ څېره، چې د ده د ذهن يو روڼد تصوير و، مخې ته کړ، لوړه دنګه ونه،سور او سپين رنګ، نرۍ ګلابي شونډې او د خندا نه ډکه خوله؛ هغه د خپلې ښکلا څېره د ټولو مشخصاتو سره سترګو ته کړه او په دې توګه هغه يوځل بيا د ښکلا د څېرې په ننداره کې ډوب شو.
هغه د خپلو خيالاتو مجسم تصوير لپاره د دنيا ټولې خوبۍ لټولې او هغه يې په ټولو خوبيو کې يوه نماينده ګڼله ، هغه پدې سوچونو کې د موټر له ګړندي تګ نه وړاندې راون وو اود خپلو اميدونو منزل مزل يې لنډاوه، موټر له سيمې نه غرونو ته اوچت شو او د غرونو په کږليچونو کې يې يوې او بلې خوا ته ټالۍ وهلې، ماسپښين دوه بجې موټر د کابل ښار ته دننه شو.
عرفان چې اوږده لاره وهلي وه، نو ډېر ستومانه و، په يو ه مسافرخانه کې يې ځان ته يو اطاق کرايه کړ، د سرک غاړې خواته کړکۍ يې خلاصه کړه، د خلکو د ګڼې ګونې ننداره يې کوله او ښه شيبه يې سيل وکړ، د ماښام تورو تيارو تور څادر د شفق په سوربخن مخ راپريوت، عرفان هم په کټ کې پريوت ، کله به ورته زړه يو څه ويل او کله بل څه ، کله به ورته ځان بد ښکاره کيده، کله به يې هر څه د ځان ګڼل،خو له دې ټولوخبرو سره ښکلا د ده مخې ته ولاړه وه.
ټوله شپه يې همدغه سوال او ځواب وکړ، خو کومې نتيجې ته ونه رسيد، يوازې يې دومره زړه ومنله ، راشه سبا به هر څه له نږدې وګورې، په همدې هيله يې سترګې پټې کړې. سبا وختي پاڅيده، چاى يې لانه وو څښلى، چې د هغې پر لوري روان شو، مخامخ يې د ټاکلي ځاى لاره ونيوه. په دغه سهار يخه يخه سيلۍ لګيده او د اسمان مخ برګ برګ و، د باران يونيم څاڅکي به دغه يخني نوره هم زياتوله، د سرک د غاړو ونې د مرغانو په شور او ځوږ خوريدې، هر څوک په بېړه په خپله مخه روان وو، عرفان هم په بېړه ټاکلي ځاى ته روان و، چې څومره نږدې کيده، هغومره يي د زړه درزا او قدمونه نور هم ګړندي کيدل، کله چې ټاکلي ځاى ته نزدې شو ، نو موبايل يې راويست ، ښکلا ته يې زنګ وواهه.
ــ سلام ګرانې ته چېرته يې؟
ــ زه همغه ځاى ته را ورسيدم!
ښکلا ځواب ورکړ:
ــ زه هم په لاره کى يم، يوازې يوڅو دقيقې انتظار وکړه!
د عرفان لپاره دغه څو دقيقې نه، بلکې څو کاله وو. د يو څو شيبو انتظار نه وروسته عرفان مخامخ په يو جينې سترګې ولګيدې، چې د تور حجاب له امله يې يوازې دوه سترګې ليدل کيدې، ښکلا چې عرفان وليده د ډېرې خوشالۍ نه يې قدمونه نور هم ګړندي کړل، عرفان هم د ډېرې خوشالۍ نه په جامو کې نه ځايېده، له ښکلا سره يې ستړي مشي وکړه ، د دوى دواړو په سترګو کې د خوښۍ اوښکې راغلې ، دوی دواړه په نږدې پارک کې په يو ګوښه ځاى کی کېناستل، عرفان د ښکلا په سترګو کې خپل ځان لټاوه، ښکلا عرفان ته سترګې ور پورته کړې او په ډېرې عاجزۍ يې ورو شان وويل:
ــ اوس ماسره واده کوې ؟
عرفان د هو په ځواب سر وخوځاوه او ويې ويل:
ــ زه ستا وم، ستا يم ، او ستا به وم!
د ښکلا په سترګو کې د ډېرې خوشالۍ نه يو ځل بيا اوښکې ډنډ شوې، له عرفان نه يې مننه وکړه ، دوى دواړو ته دا هرڅه يو خوب ښکارېده، ځکه چې د ٩ مياشتو نه وروسته د دوى دا ارمان پوره شوى و، چې د يوه بل ديدن وکړي دواړو د مينې په خوږه نړۍ کې چکرې وهلې، چې بيا يې دې ته پام شو چې ډېر ناوخته دى، ښکلا په ډېرې معصومۍ وويل:
خير دى سبا مه ځه. عرفان يو سوړ اسويلى وکيښ او ويې ويل: ګرانې زه غواړم چې ټول عمر تاسره واوسم، خوسبا ته زما تګ اړين دى، ځکه چې ما کورنۍ نه ده خبره کړې، دوى دواړه د يو بل په خبرو نه مړيدل، خو د لمر وړانګې د ښار له ودانيو نه ورو ورو کوزيدې او د اسمان په مخ د ماښام تور څادر په راټوليدو و، عرفان د تګ په وخت کې د ښکلا لاس ونيو او ويې ويل:
ته خو کنه زما د ژوند تر اخېره پورې ماسره وفا کوې او ما به يوازې نه پرېږدې؟ ښکلا وويل : وه لېونيه! زه به ژوند پرېږدم چې مړه شم، خو تا به پرې نږدم او زه تا سره ژمنه کوم، چې زه به تا سره تر مرګه پورې لکه د سيوري په شان وم.
بيا ښکلا د خپل دستکول نه يو تور د لاس بند راويست، چې په انګلېسي پکې ليکل شوي وو، (ERFAN) د لاس بند يې د عرفان په لاس کې وتړه او بيا يې سره خداى پامانې وکړ ، دوى تر ډېره په يو بل پسې مخونه را اړول، تر څو چې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې يو له بله ورک شول.
عرفان د لارې په اوږدو کې هېڅ په ځان نه پوهيده، همداسې غمونو په مخه کړى و چې خپل اطاق ته راورسيد. نن شپه عرفان ته هيڅ خوب نه ورتله ټوله شپه يې شوګېره تېره کړه او کله چې د سباوون رڼا د اسمان په تورو تيارو کې لاره کوله، عرفان هم د اډې په لوري روان شو، کله چې د سهار وړانګې د ښار په د نګو د نګو ودانيو وليږيدې، موټر هم حرکت وکړ.
عرفان تر کوره په خپل خيال او فکر کې ډوب و، د ښکلا څېره د ده د سترګو پر وړاندې ولاړه وه. ناوخته خپل کور ته راورسيد، د عرفان موبايل هم چارج خلاص کړی و، د موبايل له چارج کولو نه وروسته يې خپل موبايل روښانه کړ، په همغه شيبه ورته د ښکلا زنګ راغى، زنګ يې ژر اوکې (OK) کړ، ښکلا په بې صبرۍ وويل:
سلام ګرانه! د سهار نه درته زنګ وهم، خو موبايل دې بند و، ډېره مې تلوسه وه، ته په خير کور ته ورسيدې؟ عرفان وويل : هو! شکر دى زه روغ راورسيدم . په همدې شپه دوى د شپې تر دوو بجو پورې خبرې وکړې، چې نوره د دوى په موبايلونو کې چارچ خلاص شو، له دوو بجو نه وروسته عرفان ته خوب نه ورتله همداسې يې د ښکلا خبرې په ذهن کې تلې او راتلې، نو خداى خبر چې کله ويده شو.
دوى نو اوس په همدې هيله د ژوند خوږې او ترخې شاته پرېښودې، چې ګويا عرفان به ښه وظيفه پيدا کړي چې پيسې وګټې او بيا واده وکړې، وخت همداسې تېريده، چې يو ورځ ښکلا عرفان ته وويل:
ترور مې له يو شريک سره په ارزان قېمت کې شخصي ښوونځى پرانېستى او ماته پکې د استاذۍ ټينګار کوي، ستا څنګه خوښه ده؟ عرفان ته د ښکلا دغې خبرې په زړه کې خوند ورنه کړ، چې هغه دې په يو ښوونځي کې استاذي وکړي، نو عرفان چې کله د ځان او ښکلا کمزوري اقتصاد ته وکتل د ښکلا خبره يې ومنله، عرفان په ښکلا د ځان نه هم ډېر اعتماد او باور درلود، چې له ما نه به پرته د بل چا په اړه فکر هم ونه کړي.
ښکلا هم په ښوونځي کې وظيفه واخېسته ، په ښکلا پسې به سهار شپږ بجې موټر راتلو، ښوونځي ته به يې وړه او مازديگر به يې کور ته راوړه، اوس نو ښکلا د ورځې په اوږدو کې عرفان سره ډېرې خبرې نه شوې کولاى، خو د شپې لخوا به يې په ساعتونو ساعتونو خبرې کولې.
په عرفان به د ورځې هره شيبه د کال تېريده او د شپې د راتلوانتظار به يې کاوه، خو د ښکلا خبرې به د شپې لخوا هم له يوې ورځې نه بلې ته کمېدې، کله به يې وويل: چې نن مېلمانه دي يا نن لږ کار لرم ، بيا به خبرې وکړو.
عرفان د ښکلا له خبرو نه داسې انګيرله چې اوس نو زما خبروته هېڅ لېوالتيا نه لري او هېڅ نه پوهيده چې ښکلا ولې يوې نه بلې ورځې ته بدليږي، اوس نو عرفان د ښکلا وظيفې ته نه دا چې خوشاله و، بلکې خفه ؤ په همدې سوچونو او فکرونو کې يې د غم او خفګان شيبې تېرولې. وخت تکراريده هر څه په خپل ځاى وو، شوخي،مستي اوخوشالي دا ټول ډېر ښه روان وو، پرته د عرفان د وجود له ګل څخه چې ډېر مړاوى شوى و او دېته سترګې په لار و، چې د مرګ تريخ نسيم را والوځي، دا مړاوى شوى ګل له بوټي څخه جلا کړي او بيا يې پاڼه پاڼه له ځان سره يوسي.
يوه ورځ چې د عرفان په زړه د ښکلا خبرې ورېدې او د ښکلا د خبروډېر تږى و، ښکلا ته يې زنګ وواهه، خو د ښکلا موبايل بل چا ځواب کړ عرفان وويل:
ــ وروره موبايل ښکلاته ورکړه! هغه وويل:
ــ ښکلا اوس لږ مصروفه ده، عرفان وويل :
ــ ته څوګ خبرې کوې؟ هغه په بيړه ځواب ورکړ:
ــ زه د ښکلا نږدې دوست ظاهر خبرې کوم.
د دې خبرې سره عرفان ټکان وخوړ يوه سوزوونکي سا يې ويستله لاسونه يې په سينه کېښودل زړه ته يې د زړه له خلاصه زور ورکړ، له سترګو يې اوښکو خپله ازادي واخېسته، لکه د سيند يې په مخ راونې شوې، په چيغو او ژړا سر شو بيا د عرفان له خولې نه دا بيت ووت:
زه هلک يم کيلوال ته د ښار يوه جينۍ
خداى خبر څه به انجام وي زمونږ د يارۍ
عرفان ټوله ورځ د ښکلا لپاره ډېر کرل او رېبل، خو هېڅ کومې موخې ته ونه رسېد ، مازديگر چې کله لمر خپلې ژيړې وړانګې راټولولې او ورو ورو د غرو شاته پاتې کيدلې، نو عرفان ته د ښکلا زنگ راغى، عرفان له ستړي ماشي نه وروسته ښکلا ته وويل:
ــ ظاهر څوک دۍ؟ ښکلا معناډوله موسکا وکړه او ويې ويل:
ــ ظاهرهم په مکتب کې استاذي کوي او ما سره....
ښکلا په همدې ځاى خبره پرې کړه، خو عرفان ژر ځواب ورکړ.
ميـنه کوي ؟ ښکلا وويل: نه نه! داسې کومه خبره نه ده.
عرفان وويل: ګوره په ژوند کې ميــنه يو ځل کيږي، د يو چا سره. که په تېرو يوولسو مياشتو کې تا له ماسره يوځل هم رښتيني ميـنه کړي وي، نو هغه ستا لومړى او وروستى مينـه ده، که داسې نه وي، نو دوکــه ده ،ښکلا هم په بې صبرۍ سره د هغه خبرې ته ځواب ورکړ:
هو! ما له تا سره دوکه کړې او ظاهر سره مينـه! عرفان د دوکې کلمې سره ټکان وخوړ، په غوږ کې يې د دوکې کلمه څو څو ځلې تکرار شوه،په ناهيلۍ او بېچارګۍ سره د عرفان په مخ لکه د سيند داسې اوښکې راونې شوې، د ګرېوان لاره يې ونيوله. عرفان ته ژړا د خبرو وار نه ورکاوه، په ډېرې خوارۍ سره په خپله ژړا کابو شو او په سلګو کې يې وويل:
ــ ستا هغه له ما سره کړې ژمنه؟؟؟
ښکلا وويل:
په دې نن سبا زمانه کې چا په خپله ژمنه وفا کړې، چې زه يې وکړم!