
د ګلشن بس يوازې په نوم واده و، نه پکې ساز، نه د پېغلو د دريا غږ، يوازې يو څو مشرې ښځې د ګلشن سره راغلي وې، دغو ښځو هم له ګلشن سره شپه ونه کړه، د مازديګر لمر په پرېوتو سره خپلو کورونو ته لاړې. ګلشن يې له خپل تريخ تقدير سره يو ځای پرېښوده، ګلشن له يو داسې چاسره واده وکړ، چې نه يې په تېر ژوند کې ليدلی او نه يې هم د هغې په اړه فکر کړی و.
د ګلشن مشر ورور جاوېد د جبار خان زوی سره د پټيو داوبو پرسر شخړه وکړه، جاوېد د جبار خان زوی په چاقو وواهه ، کليوالو چې روغتون ته رساوه، په لاره کې يې خپل روح خدای ته وسپاره، د ګلشن ورور د جبار خان کورته د کلي ملا او نور سپين ږيري له دوو غوايانو سره يوځای په ننواتي ور وليږل، خو جبارخان جوابي وليږل. مشرانو پرېکړه وکړه، چې بلې اونۍ ته به د ولايت روحاني شخصيت اغا صيب هم راولي، د يوې اونۍ تېرېدو وروسته د اغاصيب په شمول څو مخور مشران بيا د جبارخان په حجره ورننوتل. يوه سپين ږيري زياته کړه: جبارخانه! ښه به دا وي، چې روغه وکړې د ټوپک له خولې نه داسې څه نه ووځي، چې په هغې کې خير وي، په بدۍ کې دې ګټه نشته، زه د مرحوم جمال زوی جاوېد سره غږيدلی يم، هغه هرډول پور ته تياردی، که يې خور غواړې، پيسې غواړې اوکه يې ځمکه غواړې، هرڅه چې ستا خوښ وي. جبارخان وويل: نه مې د دښمن خور په کار ده او نه د خپل زوى وينه په پيسو خرڅوم، زما سينه يوازې د جمال زوی په مرګ سړيږي او بس... د ولايت روحاني شخصيت اغا صيب په نرم غږ وويل: جبارخانه! چې داسې ده، نو جاويد وبخښه، خدای به يې اجر درکړي، جبارخان يې خبره پرې کړه، څنګه يې وبخښم؟ هغې راته ځوان زوى مړ کړی دى،خو جرګې تر هغې نه ډوډۍ خوړه، نه يې له کوره تله، جبارخان مجبور شو، چې روغه وکړي. مشرانو داسې پرېکړه وکړه چې د جمال زوی جاويد به خپله خور او دوه لکه نغدې روپۍ جبارخان ته په بدو کې ورکوي.
جاويد چې نوره يې هېڅ کومه بله د حل لار نه لرله، نو اړ شو چې د جرګې فيصله ومني. خپله خور ګلشن د جبار خان دويم زوی ايوب ته په بدو کې ورکړي، له همدې ورځې نه د ګلشن په ژوند کې د خزان سپېره باد شروع شو چې يوه ورځ به د هغې د ګل په شان ځواني پاڼې پاڼې کړي.
وختونه همداسې تېريدل ګلشن به د جبارخان په کور کې په ټولو ډېر پام کاوه، ګلشن به د دوی له ويلو وړاندې هرڅه تيار کړي ول، ګلشن به ډېر ځان ستړی کاوه، يوازې د دې لپاره چې ټول خوشاله وساتي، خو د جبارخان د کور د ټولو غړو رويه بيا له ګلشن سره برعکس وه، هر وخت به ورته په نه خبره په غوسه کيدل، د بدبختې ښځې پيغورنه به يې ورکول، خو ګلشن به دا هرڅه په خپل ځان تېرول او که بيخي زيات به يې زړه تنګ شو، نو په خپله کوټه کې به يې په ټيټ غږ چې څوګ يې ونه اوري، ښه ډېر وژاړل. خو يوه خبره چې د ګلشن خواخي به هر وخت ګلشن ته کوله او ګلشن به يې په هر ځل اوريدو لکه وچ لرګی چې په سره اور سوځوې، داسې به يې د هغې وجود سوځولو،داوه چې ستا ورور زما زوى د همدې لپاره مړ کړ، چې تا مونږ ته بدو کې راکړي، ګني تا بدبختې ښځې لپاره به داسې څوګ هم نه وو پيدا، چې ستا لپاره يې ستاسو کور ته جرګه درليږلى وای.
ددې خبرې په اوريدو به يې په ټول وجود لړزه پيل شوه، له سترګو به يې د اوښکو سيلابونه روان شول، غټې غټې سلګۍ به يې ووهلې خپلې کوټه به لاړه هلته به يې په توره تياره کې ښه ډېر وژاړل له خپل تقدير به يې ډېره ګيله کيده، بيا به يې خپلې اوښکې پاکې کړې ، له خدای نه به يې صبر وغوښته يا پرورديګاره! ته ماته صبر او حوصله راکړې چې زه دا هرڅه وزغمم.
يوه ورځ چې د ايوب سره د پوهنتون همصنفيان راغلي ول، نو ګلشن په ډېره ځيرکتيا ټول خواړه ښه پاخه او تيار کړل، يوازې ورڅخه په وريژو کې لږه مالګه ډېره شوي وه، ډېره ورخطا وه، چې خاوند به يې بيا ورته ټول مړي او ژوندي په بدو الفاظو ياد کړي.
کله چې ډوډۍ د مېلمانو لپاره حجرې ته يوړل شوه، د ګلشن په زړه يوازې الله (جل جلاله) خبر وو ډېره ناکراره وه چې نن شپه به يې خاوند پرې قيامت راولي. د کور په انګړ کې يوې بلې خواته ګرځيدله مېلمانو چې ډوډۍ وخواړه، ايوب له غوسې نه سور اوښتى وه. کله چې له حجرې نه کور ته په دروازه راننوته په سپکو سپورو يې پيل وکړو: مورې څه شوه هغه د کم عقل لور! هغه پسته ښځه؟ ګلشن په اشپزخانه کې له ويرې لکه پاڼه راپيده دا وخت ټول له کوټې راوو تل. ايوب چې اشپزخانې ته راورسيده په لاس کې پتنوس يې د ګلشن په سر وويشتو، بيا يې پرې د سوکانو او لغتو شروع وکړه، د ايوب مور پلار او خور يې همداسې ورته کتل هيچا يې لاس ونه نيوه، د ګلشن له خولې يوازې ځګيروي وتل له ډاره يې ژړلی هم نه شول، ايوب چې نوره يې په وهلو ډبولو ستړی شو، په بدو الفاظو او پېغورونو يې پيل وکړ: هغه د مور خبره مو رښتيا ده چې ته هېڅ د ښځې په طول پوره نه يې، که ستا ورور او مور په تا پورې دومره تنګ ول ته يې نشوې وده ولی، نو مونږ به خپلو غواوو ته د خدمت ګارې په توګه نيولي وای ، نوره خو دې هسې هم څه نه دي زده! د همدې لپاره مو راته ورور مړ کړ چې تا بې عقله په مونږ را واړ وي. ګلشن ته هغې وهلو دومره سخت درد ورنه کړ، لکه دې خبرو او پېغورونو چې د ګلشن زړه ته څومره سخت ټکان ورکړ، ټولو چې ښه زړونه پرې تش کړل، ټول لاړل خپلو کوټو ته . ګلشن د کيڼ غوږ سره نېزدې کم کم درد احساس کړ کله يې چې د لاس ګوتې ور وړې نو ګوتې يې په سرو وينو ککړ شوې، نوره يې زړه را ډک شو په ژاړه د خپلې کوټې په لور روانه شوه. کوټې ته چې ننواته خپلې خولې ته يې بالښت ونيوه، ښه په چيغو چيغو يې وژړل، نوره يې نو د ژوند کولو حوصله ختم شوي وه، حالاتو ورته هېڅ د ژوند کولو موقع نه ورکوله، داسې څوګ هم نه وه چې دا دې غمو ډک زړه ورته تش کړي او يا څوګ ډاډګيرنه ورکړي، خپل کور ته هم نشوه تللی، ځکه جرګې دا ناوړه فيصله هم کړي وه، چې د جاويد خور به يوازې په غم او ښادۍ کې خپل کورته ځي، په دې وخت کې ناڅاپه له خپل ځای پورته شوه، يو خوا بل خوا يې ټوله کوټه له نظر تېره کړه، بيا يوه شيبه په فکر کې شوه ژر له کوټې وواته د غلې په کوټه کې د يو شي په لټه کې شوه، لږ شيبه وروسته يې چې کله هغه پيدا کړ، بې خونده خوشالي يې په څېره ښکاره شوه، په بيړه خپلې کوټې ته راغله د اوبو ګيلاس ته يې دريمه حصه اوبه ور واچولې بيا يې لاس کې چې د سترګو رانجو ته ورته تور يوڅه ول،چې په اوبو کې يې ښه ګډ وډ کړل، کله يې چې ګيلاس په لاسو کې واخېسته او خولې ته يې نږدې کړ، له سترګو يې باران باران اوښکې پر سپينو غمبورو لارې جوړې کړې په يو سا يې هغه تور بخنې اوبه له ستوني تېرې کړې.
خواښې يې د ګلشن د کوټې دروازې سره په قهر جن غږ وويل: کم بختې ښځې! ولې په کوټه کې ننوتي يې؟ مېلمانو ته مېوه تياره کړه، کله يې چې دګلشن د کوټې دروازه خلاصه کړه، ګوري چې د ګلشن ښى لاس له کټ نه لاندې ځوړند دی، خواخي يې په ريشخنده لهجه وويل: څنګه پدې شنه ماښام ويده يې پاڅه خوبونه دې بيا د مور کور کې وکړه، خو ګلشن هېڅ وه نه ويل، خواخې يې د ګلشن ښی لاس راکش کړ، ويې ليدل چې د ګلشن له خولې نه سرې وينې راونې دي، خواخې يې چيغه کړه د ايوب پلاره! راشه چې په دې بدبختې کومه بلا را نازله شوي ده، خو ګوري چې دګلشن کيڼ لاس سره نېزې سپين پاکټ پروت وو، چې پرې ليکل شوي وو د هر ډول حېواني او خشراتو لپاره زهرجنه دوا. ګلشن د تل لپاره د خسرګنۍ له پېغورنو ځان بې غمه کړ.