د تورو شپو يرغل

داسې ښکاري غم مې ورو وروځيګروخوړ
پـــه ډيرســـــوچ ،پکـــــرمــې عقل دسروخوړ

لت اوپت په وينوسورشيندلی پروت دی
دجګــــړې ښامـــــارپښتون د لــربــــر وخوړ

خدايـــه کرکــــه يې پيداکړې له ټوپکـــــه
دې وبـــادپښتــــون بشــــپړ ټــــبروخـــــوړ

ومـــــنزل ته رسېدل مې خوب اوخــــيال شو
چې صياد را لـــه پښې ماتې وزروخـــــــوړ

ځـــــناور چــــې يــــو بل خـــوري هرچاليدلي
مــــوږخــــوولـــــيدبشرســـرد بشروخـــــــــوړ

باطل زورشوغواړي ستونی دحق مات کړي
ددونيا لالچ خـــــوف ډاردمحشـــــروخـــــــوړ

درڼاپه نوم لګياکښت دتــــــورتم کـــــــړي
دثواب پــــه نوم يې سردخــــــېر،شروخــــوړ

خپله خاوره يې په وينوکې لت پت کـــړه
خوارې مورنه يې بچی دزړه ســـروخــــــوړ

مـــــېړانی لقب بدل يې پـــــرشرخوښ شـــو
دمـــــــيوندوياړيې کـــــړښخ دخـــيبروخوړ

ددښمن خوله ته يې سوک نه وررسيږي
نر پښتون خپل کورکابل،پېښوروخوړ

دازموږتندی سپېره بخت موتياره دی
که دتوروشپويرغل سپين سحـــروخوړ

چې عالم کړي خوشالي موږويرکې ناست يو
دبارودو اورمــــوسمـــــه اوغــــــروخــــــوړ

لويه خدايه لږخورحم زړه سوی وکړه
جنګ موووړاوزوړ،هم ښځه اونروخوړ
 
منتظرمسيد

۲/۰۸/۰۹
پېښور