چای
درخصتی ورځ وه ، داډې فارم خواته لاړو. انډيوالانومودلږکیناستي اودمې کولوفیصله وکړه . خدای شته زماچای ته ډیرزړه شوی وو.کله چې کیناستونوسمدلاسه یواوه یااته کلن هلک راغی اوويې پوښتل : دڅه خوړلو یاڅښلونیت موشته ؟. ماویل : وروکيه که غواړې چې دعادرته وکړو نولږغوندې ښه، هغه دپاکستانیانوخبره ، کړک چای راوړه . خوماشوم وويل چې دوی دچایوبندوبست نلري ، دلته یوازې دخوراک لپاره سوپ اوشورنخودیاهم چپس مپس ملاويږي .
-ګوره ورورکيه ! ،ماورته وویل - ته خووګوره ، کیدای شي څه درک یې ولګوې . ماشوم لاړخوډیرژربیرته راغی اوخپله خبره بیاتکرارکړه چې دچای بندوبست دلته نشته .
ـ ته خولږغوندې پکروکړه ،کیدای شي چې څه چاره ومومې . ماشوم یوه شیبه غلی غوندې شو، داسې ښکاریده چې پکرکوي . بیایې وویل :
- کاکا ! که ډيرزړه موورته شوی وي ، نوله کوره به درته چای راوړم ... ماپکروکړچې کیدای شي ماشوم پکرکړی وي چې :راځه له کوربه چای ورته راوړم اولدې لارې به یوڅوپیسې وګټم . نوهغه ووچې ماشوم ته مې وويل : ورورکیه دابه ډیرښه کاروکړې ، خوپیسې به یې څومره شي . ماشوم په معصومه لهجه وويل
- کاکا! پیسې نه غواړم ، هسې مفت یې درته راوړم .
- نه ورورکيه - ماورته وویل : داخوسوال نه پیداکيږي ، پيسې خوبه اخلې ، خوداراته ووايه چې څومره درکړم .:
- کاکا،تاسومیلمانه یاست. زه چای تاسوته هسې راوړم . دتاسوورته ډیرزړه شوې دی اوستړي شوي یاست – ماشوم ځواب راکړ.
خدای شته ماډیرټینګاروکړچې نوموړی پیسې ورواخلي ، خوهغه انکارکاوه .
- ښه ده ، ته ورشه چای راوړه بيابه سره غږيږو- په ځواب کې مې ورته وویل .
ماشوم دکورپه لورروان شواوموږانډیوالانوپه خپل منځ کې پرهغه باندې تبصرې پیل کړې . دانډیوالانوله منځه به چاويل چې : یاره پکرنه کوم چې ماشوم دې چای راوړي ، ښه به داوي چې پيپسې راوغواړو.چابه بیاويل چې : داچای مولکه چې په قسمت نه دي لیکلي . بل به ويل چې : نه ماشوم دخپلې پايدې لپاره هم چای راوړي ، اوس خويې پيسې وانه خیستې خوهغه پوهیږي چې چای یې راوړل نوموږورته هرومروپيسې ورکوو.
لنډه داچې موږپيپسې راوغوښته اودچای نه موزړه صبرکړ.
موږپه خبروکې لګیاوو، داسې شل یاپنځويشت منټه به تیرشوي وي، چې یوه انډیوال موغږکړ:
- هغه دی ماشوم خوراغی، چاينک يې هم اخیستی دی .
ماچې وروکتل رښتیاهم ماشوم پداسې حال کې چې دچايوچاینک يې په یوه لاس کې نیولې اوپه بل لاس کې زړه ،لاکن پاکه پرینځل شوې بوراداني اودرې ګلاسونه اخستي وو، زموږخواته راروان وو.
دی رانژدې شو،ماورته په ډیره خوشاله اومهربانه لهجه هرکلی ووايه :
- راځه ، هغه دکرزي خبره ،الله دې راوله !
ماشوم راغی اودچایوچاینک اوبوراداني یې زموږمخې ته پرځمکه کیښودل . ګلاسونه یې موږته راوغزول . موږټول ډیرخوشاله شوي وو.لومړی خوداچې چای ته موډیرزړه شوی وو،بله داچې ډاډمونه درلود چې ماشوم به په رښتیاګوچای راوړي . پکرموکاوه چې ماشوم وو،خبره یې وکړه اولاړ.
زموږانډیوالانودنوموړي نه دمننې په اداکولوسره ، هریوه پخپل وارسره ماشوم ته دپیسود ورکولوهڅه کوله ، خوماشوم له پیسونه انکارکوه اوويل به يې چې داچای یې دپيسو لپاره ندي راوړي . زموږله ډلې یوه انډیوال ترډیرکش اوګیرنه وروسته ماشوم دیته مجبورکړچې پیسې واخلي .
ددې معصوم ماشوم دې کړوزه هک پک کړم . زماپه مغزوکې دپښتنودمیلمه پالنې نکلونه راژوندي شول اودماشوم دغه کړنه زماهم دخوښۍ لامل شواوهم دخپګان . دخوښۍ پدې چې له نیکه مرغه اوس هم لا په پښتنوکې داسې کسان شته چې دمیلمه پالنې هغه دوديزاحساس پکې ژوندی دی اودخپګان لامل مې داووچې ، داسې کسان ډيرلږدي .
زه حیران دیته وم چې دې ماشوم به کورته په ورتګ سره خپلې مورکۍ یاهم پلارته څه ويلي وي چې داچای چاته وړي اوولې يې وړي ؟! . داخوپوهیدووړخبره وه چې دې ماشوم چې په هغه ځای کې دڅوروپولپاره ټوله ورځ دغرفې واله سره مزدوري کوله ، نودبې وزلۍ اوغریبۍ يې داکارکاوه اودغه چای اوبورا دده اودده دکورنۍ لپاره کیدای شي چې ډیرارزښت درلوده اودهغودپيداکولولپاره نوموړي ټوله ورځ خواري کوله . خوده هغه زموږلپاره ، زموږ خوشالۍ لپاره له زړه تیرکړي وو. ماته دابه په زړه پورې وه چې دماشوم مورکۍ یاپلاربه يې دخپل زوی ددې کړنې په وړاندې څه غبرګون ښکاره کړی وي؟. خوڅرګنده خبره ده چې ، ددې ماشوم مورکۍ اوپلاربه هم هرومروده ورته لوړانساني اوپښتني احساسات لري اوماشوم چې موږته دچای راوړلوبلنه راکوله ، نودخپلې مورکۍ اوپلارپه احساساتواوجذباتوبه يې ډاډدرلوداوپوهیده به چې موراوپلاربه يې پدې کارخوشاله شي .رښتیایې ویلي دي چې : نیک موراوپلار،نیک اولادونه روزي .
په درناوي
منتظرمسید
وروستي