سيوری

منتظرمسيد
نوردې په مینه کې خوندپاتې ندی
لاړلې سیوری شولې
کله چې غواړم رانژدې دې کړمه
مخ رانه واړوې نيوی دې نشم
بیاچې درشاکړم، درنه ليرې ځمه
ته راپسې شې ښکلوې مې پلونه
بس شومه پوه ،زړه ته مې ولويدله
امکان زمااوستادوصل نشته
زړه به کړم صبر
پرې به کاڼی کيږدم
21/12/2010
جلال اباد