
دسې شنبې په ورځ دننګرهار مرکز جلال اباد کې دروحاني شخصيت اومفسر مراد علي صاحبزاده په ياديوه ورځينى علمي سيمينار دننګرهار دوالي په مالي مرسته او دننګرهار داطلاعاتو اوفرهنګ رياست په کوربه توب جوړ شوى وو دختيزو ولايتو نو په سلګونو تنو فرهنګيانو ،ليکوالانو او دنظر خاوندانو سربيره له مرکز څخه راغليو داطلاعاتو افرهنګ وزارت دبهرنيو اړيکو ريس زردشت ، دمالي وزارت سلاکار نجيب الله منلي ،دکابل والي حاجي دين محمد ا ويو شمير نورو پوهانو پکې کډون کړى و.
ديادولو وړ ده چې له دې وړاندې دننګرهار داطلاعاتو اوفرهنګ رياست پر نو ښت او هڅو دمحمد موسى شفيق اودهيواد وتلي اوملي شاعر ارواښاد ملنګ جان په ياد علمي سيمينارونه جوړ کړي وو.
مراد علي صاحبزاده په (١٢٢٣) هجري قمري کال دننګرهار دکامې ولسوالۍ په يوه روحاني کورنۍ کې دحضرت عبدالرحمان سيلاني چې په فقيرصاحب مشهورو دعلم سربيره روحاني اودطريقت څښتن هم په کورکې وه،صاحبزاده صاحب لومړني علوم له خپل پلارڅخه او بيا لوړې زده کړې يې دسيمې دنورو جيدو علماو څخه ترسره کړې،چې يوښه عالم ترې جوړ شو او (٢٥)کتابونه يې تصنيف کړل ،تفسيريسير چې په پښتو ژبه لومړنى ليکل شوى تفسير دى دهغه دتصنيفاتو غوره بيلګه ده .صاحبزاده صاحب د(٧٤) کالو په عمر په (١٢٩٧) هجري قمري کال له دې فاني دنياڅخه دتل له پاره سترګې پټې کړې،
دمرادعلي صاحبزاده پرنوم په(١٣٤٣)لمريز کال په ياده ولسوالۍ کې يوښوونځى ونومول شوچې وروسته ليسې ته لوړ شو،او اوس هم دغه ليسه دمرادعلي صاحبزاده پر نوم ياديږي .
عطاالله خوږياڼى له ننګرهاره