نادره

 
لیکواله: غرڅنۍ ساهو
هوا سړه لګیده، د منې بادونه کله ښه، کله به يې د وجود ویښتان درول.دښتو، باغونو او ‍‍‍ٔپټيو ځانته ښایسته طلا يې رنګونه غوره کړي وو.ځينې خو يې په څو رنګونو کې سره رنګ وو. د ژوند دومره رنګینیو سره سره، ټولو د ژمي غم په مخه کړي وو.
دا خبره خو په ډېرو خلکو کې ده، په کوم حال کې چې اوسېږي، نه شکر باسې او نه خوند ترې اخلي، بس د سبا او پرون غم کوي. چې پرون ولې هسې تېره شوه او سبا به څنګه وي؟
لمر ورو ورو تر غره پټېده او سپوږمۍ ځمکې ته د وړانګو لاسونه غځول، چې په دې وخت کې جانک اکا کلا ته را ننوت، څرنګه چې د سړیو عادت وي، چې د کراری غږ خو نه کوي يو دم  په لور غږ يې آواز وکړ.
- ښځې و ښځې دا چرته ورکه يې راسه کنه.........
- ها دا ده درغلم څه وا یې؟
- رنګ دی خاورې نسې په یوو غاګ خو نه يې.
- اورید مې خو دلان کې وم.
-ښه دا دی یو کندو مې اوړکړل درته.
-ښه جار ستړی مه سې.
-ګوره ښځې یو کندو اوړ دي او یو پسه مې لاندی کړی، بس توکل په خدای زمی به ښه را تېر کې.
-غمونه مه کوه.
څرنګه چې ژمی را روان وو، جانک اکا هم لکه نورو کلیوالو د ګټې لپاره پيښور ته ملا تړلې وه. تر څو څه خاورې ايرې په ژمي کې وګټي، نو مخکې له مخکې د کور او کورودانې غم خوړلی وه.
لا شین ګهیځ و، جانک اکا را ویښ شوی و.
-ښځې کور مې په تا، ته مې په خدای سپارلې يې.
-جار سړیه غم مه کوه په ډاډه زړه لاړ سه.
جانک اکا مخ په پیښور شه، کور او کورداري، کورودانې ته پاتی شوه. د اکا له تک وروسته ښځه را جګه شوه، د اوړو کندو خوله یې ښه سینګل کړه.
دې اورېدلې و، چې ښه ښځه هغه ده چې د کور غله او خوراکې توکې لږ ولګوي کندو يې تل  باید ډک وي. او په ریښتيا هم په بخوا زمانو کې ښايې ډيرۍ خلک اوس هم په دې عقیده اوسي چې ښه ښځه هغه ده، چې د ژمي غله يا لاندی پسرلي ته وساتی، ځکه خو هغه ښځه به يې په ډیر ښه نوم یاديده چې په پسرلي کې د ژمي لاندی لاره.
ورځ يې دغسې په نهاره را تېره کړه خو چې ماښام شه طاقت يې تمام شه ، ولاړه د غنموکندو ته لږ غنم يې را واخیستل او نېنې یې ګړې. شپې او ورځې په نینو او یا هم کله کله به یې د لاندي سرو غوښو ته پام شه.
د ژمي ورستۍ شپې او ورځې وې چې جانک اکا هم را معلوم شو.
-ها سړیه ستړي مه سې څنګه يې؟
-خواره مه سېې ښه یم، ته ښه يې؟
-ښه شوکر دی، هو کوران ښه یم. بس څرنګه چې دی کور را سپارلی وو هاغسي مې درته ساتلی.
وروسته له چایو جانک اکا ته يې وویل چې یو واري کندوان وګوري اکا هم په کندوانو شه سترګې د وړو په کندو شوې غږ يې کړ
-ووو ښځې دا دې څه کانه کړې؟ ولې دې دیسې کړې؟ ځان دې وزنه که څه؟
-نه کورانکې ځان مې نه ده وزلې بس غنم مې نينې کول
اکا چې د غنمو کندو ته راغې د اوړو دوه برابره غنم يې ختم کړي وو.
-ها سړیه لاندی دې هم وګوره کورانکې مې یوه کتره هم راخیستي وي.
جانک چې زړه يې غنمو پسی بوک ختلې و، لاندي ته يې وکتل ګورې چې په نوم سره غوښه نسته ټولې سپينې وازدي را ځړیږي، یو واریې غږ را وباسه:
-یا خدایه هر چا ته چې ښځه ورکوي ور یې که، بس نادرې غوندي مه ورکوه.