ښاده کورنۍ


ليکنه: غرڅنۍ ساهو
په ښادو کورنيو کې دا څلور څېزه شتون لري
1- مينه 2- احترام 3- مشوره 4- مديريت
1- چېرې چې مينه وي څلور څېزه نشته:
1- دښمنۍ 2- يوازيتوب 3- ځان غوښتنه 4- شک
2- چېرې چې احترام وي:
د لويو او وړو قدر او ځای معلوم وي.
د يو بل بد نه غواړي.
ماشومان يې زړور او ښاد لوېږي.
په ټوله مانا انسانيت په کې وي.
3- چېرې چې مشوره وي:
هيڅ بې ځايه او ناسم کار نه ترسره کېږي.
د کورنۍ ټولو غړو ته د نظر ورکولو وخت ورکول کېږي.
کوم کار چې ترسره کېږي پښېمانۍ نه لري.
او په ټولو چارو کې بريالي راځي.
4- چېرې چې مديريت وي:
د ټولو ځای خاص وي.
هر څوک خپل کار ترسره کوي.
د لوی او کوچني احترام په کې کېږي.
او د کورنۍ غړي نه بې لارې کېږي.