ورور که پېغور؟

 
په کفتریا کې ناسته وه، هرې خوا ته خنداګانې او په لوړ غږ خبرې وې. که څه هم ټول ډوډۍ ته راغلي وو، خو تر خوراکه يې خبرې ډیرې وې.
 هوسۍ هم د ښې ورځې ملګرې لرلې، ټولې سره ناستې وي، کله به يې د درسونو نه سر سره ټکاوه، کله به يې د استادانو بڼکې سره شکولې، چې د هوسۍ سترګې په اوښکو ډکو سترګو کې خښې شوې، له رنګه سپینه، تورې سترګې او له وني لوړه جنۍ وه.
 بس هوسۍ خپلې سترګې د هغې په لور ګنډلې وې. ټول پام يې هغې جنۍ ته و، له دې هېر شوي و چې چیرې او چا سره ناسته ده. هغه جینۍ او ملګرې یې د هوسۍ میز سره جوختې کیناستې.
 خو د هغې جنۍ تر سترګو لا هم د اوښکو باران روان و، په هیڅ هم نه کراریده. په ژړه غوني آواز يې خپلې ملګرې ته وویل:
- خورې! ولې یې دا کار ما سره وکړ؟ ولې یې د کورنۍ د غړۍ ‍په سترګه را ته ونه کتل؟  آیا زه دومره بده یم ؟ په ما باندي خو ګران و، خو ده زړه را مات کړ‍!
د هوسۍ پام لا هم په  دوی کې و، په زړه کې یې تلوسه پیدا شوي وه، چې ګوندې څه خبره به وي چې جنۍ په اوښکو را لمده شوه.
د هغې په سترګو کې لا هم  اوښکې وې، چې ملګرې یې په خبرو شوه.
-جار دې شم خورې! ملغلرې اوښکې دې مه تویه وه. په ځان راشه، ما خو درته ویلي و، چې پردي نه خپل کېږي. په اوسني  وخت کې اړیکې د پل حیثیت لري. بس تر یو ځایه چې ورسیدې اړیکه هم پرې کېږي. شا و خوا دې وګوره دا انجونې څومره سره خوږې دي، ها هلته وګوره هغه دوې یو بل ته په خوله کې ډوډۍ ورکوي.
خو، ټولې اړیکې که نن د زړه څخه پالل کېږي، سبا ته نه پالل کېږي. ټول د ښې ورځې خلک دي.
ـ ولې دې څه ورته ونه ویل؟
ای! کاش چې په سرکې خبره وای. له عقل نه مې کار اخستی وای داسي به نه کېدل زه څومره غلطه وم هغه مې په ټولوکې ریښتینی ګڼل، هغه ته مې ورور وویل، د ورور او خور رشته مو سره وتړله، له هره درده به مې خبراوه، په هر درد به یې دردېدم، خو ده څه وکړل! د یوې خور ننګه دغسي کېږي، کوم پښتون هم خور ته د پردي پیغام راوړي. د ده په رګونو کې لکه چې د پښتون وینه نه بهېږي؟
څومره په بې تفاوتي یې وویل: «الیاس ویل چې ته يې خوښه یې». که ده دا رشته پرېکوله نو دا لاره خو یې د پرې کېدو نه وه.
لیکواله: غرڅنۍ ساهو