سکس او د هوږې خوړل مو د زړه روغتیا ساتي

 
د زړه ناروغي اوس هم د نړۍ په کچه تر نورو ناروغیو مشهوره او ډېره ده، موږ تر ننه لګیا دا زده کوو، چې څرنګه هغه لارې وپيژنو، چې د زړه روغتیا مو پیاوړی او خوندي شي.
ټیلګراف  ورځپاڼې ته د زړه مشهور طبیب یوهانس هینریتڅ، ځینې داسې لارې په ګوته کړې دي، چې نااشنا او نوې دي، خو د زړه دروغتیالپاره ګټورې دي.
فون بورستل وايي: د زړه درګونو تنګوالی او ستونزه هغه ناروغي ده، چې هر انسان دخپل عمر په ۵۰ کلنۍ کې ورسره مخ کیږي، ۱۰۰٪ وګړي پر همدې ناروغۍ اخته کیږي.
سکس/ کوروالی
فون بورسټل وايي: سکس/ کوروالی هغه تمرین دی، چې د زړه لپاره ګټور دی نوموړی زیاتوي: له تمرین سربېره ، سکس داسې هرمون تولیدوي، چې د زړه سیستم او دوینې جریان خوندي کوي.
دکوروالي پرمهال یو ځل خوځیدل نږدې ۵۰ مختلف کیمايي پیغامونه لیږي، چې یویې اوکسیتوسین نومیږي، چې د دوو جسدونو له پیوستون څخه راپیدا کیږي، دوینې فشار ټیټوي، ټپونه رغوي او ورخطايي له منځه وړي.
نوې څېړنه، چې دمیشیګان پوهنتون نږدې ۲۲۰۰ کسانو په کې ونډه درلوده دا څېړنه لیکي: هغه مېرمنې، چې عمرونه یې له ۵۰ کلونو ډېر وي او په منظمه توګه  سکس/ کوروالی کوي، دوی دوینې د لوړ فشار له ناروغۍ څخه ژغورل کیږي یا یې مخه نیول کیږي.
اندروفین بل مهم هرمون دی، چې دکوروالي پرمهال تولیدیږي، د زړه ضربان ټیټوي، د سپورټ پرمهال د وینې دلوړ فشار مخه نیسي، په ورته وخت کې استروجین هرمون کچه لوړیږي دا دپړسوب مخه نیسي، تستوستیرون هم ډیروي، چې  دسکس پرمهال په وینه کې دکولسترول مخه نیسي.
هره ورځ  داومه هوږدې خوړل
فون بورسټل وايي: هغه سبزي او میوې چې کیمیاوي نباتي مواد لري دنورو ګټو سربېره د زړه لپاره ګټورې دي.
سونډ، پیاز او هوږه  له هغو مهمو خوړو څخه دی، چې دوینې له جریان سره مرسته کوي، دبدن هر غړي  او رګونو ته د وینې دلیږد بهیر اسانوي، خو هوږه به باید په متوازنه بڼه وخوړل شي. هوږه او پیاز دالیسین په نوم مهم عنصر او توکي لري، چې دګردو لپاره ښه دي، دهرمون کچه  بدلوي، رګونه پراخوي، که دورځې ۱۰۰-۲۰۰ ګرامه ترمنځ پیاز یا هوږه وخوړل شي، دنورو ګټو سربېره د پړسوب مخه نیسي.