ليکنه: زاهد جلالی
دامام ابو حنيفه ذکاوت:
یوه ورځ یوه ډله امام ابو حنیفه ته راغله ترڅو د قرات خلف الامام په اړوند ورسره بحث وکړی.
امام ابو حنیفه ورته وویل چی دا خو امکان نلری چی له ټولو سره مو بحث وکړم، نو تاسی باید یو وټاکی نو هغوی هم یو وټاکه او ورمخته یی کړ.
نو امام ابو حنیفه وویل دا مو تر ټولو پوه دی؟
دوی وویل: هو
بیایی وپوښتل: لده سره زما مناظره ستاسو سره موافقه ده؟
دوی وویل: هو
ده وویل نو څنگه؟
دوی وویل: موږ پری راضی یو او دده خبره زموږ خبره ده٠
ابوحنیفه وویل: نو کله چی موږ په لمانځه کی یو امامت ته مخکی کوو دهغه قرات زموږ قرات دی او هغه زموږ استازی دی٠
نو پدی سره هغوی قانع شول او قرات خلف الامام یی ورسره ومانه٠
د مام حسن البنا ذکاوت:
یوه ورځ په یوه جومات کی ددوو کسانو ترمنځ پر اذان شخړه راغلی وه حتی تردی چی یو بل سره یو وهلی ول، یوه ویلی چی زه اذان کوم او بل ویل چی زه یی کوم٠
ددوی ترمنځ شخړه اوږده شوه تردی چی خلک پری راټول شول٠
پدی وخت کی امام حسن البنا راورسید او ویی پوښتل چی شخړه په څه پیل شوی خلکو ورته وویل چی دوی د اذان په کولو شخړه وکړه او سره ونښتل، امام حسن البنا وویل:
چی ستاسو ددی اذان څخه هدف څه شی دی دوی ځواب ورکړ چی خلک وپوهوو چی د لمانځه وخت دی امام حسن البنا ورته وویل که مو له اذانه دا هدف وی نو خلک خو راټول شوی اذان ته اوړتیا نشته لمونځ به وکړو ٠
وروستي