مخامخ خبرې (21)نه پوهېږم!

 زموږ په ټولنه کې د (نه) فرهنګ تر ډېره بريده نه شته. په دې کې ډېری کسان خپل توهين ويني او فکر کوي چې د نورو په وړاندې به سپک ښکاره شي، چې ووايي (نه پوهېږم) او هغه کسان چې له کوم استاذ يا عالم نه د (نه پوهېږم) خبره واوري، داسې ګومان کوي، د نورو په وړاندې يې عزت تر پښو لاندې شو!
زما ښه په ياد دي، د انګليسي په کورس کې به تل شاګردانو هڅه کوله، داسې لغت استاذ ته د معنی کولو له پاره راوړي، چې استاذ يې هم په معنی ونه پوهېږي او مجبور شي، چې ووايي (نه پوهېږم). دوی له دې خوند اخيسته، ځکه ګومان يې کاوه، چې استاذ يې په وړاندې سپک شوی دی! او استاذ به هېڅ کله هم (نه پوهېږم) نه ويل، ځکه هغه هم داسې ګومان کاوه، چې که مې دا خبره له خولې ووته، ناپوه به ښکاره شم، په داسې حال کې چې دا هېچا ته، حتی انګريزانو ته هم ممکنه نه ده، چې د انګليسي ټول لغات دې زده کړي، خو بيا هم د کورس استاذ نه غوښتل خلکو ته ځان کم راولي.
دا چې څوک ووايي (نه پوهېږم) دا هم د پوهې يوه نښه ده، ځکه څوک چې ډېر پوه شي، هغه بيا په دې پوهېږي چې په نړۍ کې ډېر علوم شته چې زه ترې لا هم خبر نه يم، نو په دې اقرار کوي چې نه پوهېږم. د يوه فيلسوف خبره ده، وايي (زه پوهېږم او نور نه پوهېږي، ځکه زه پوهېږم، چې نه پوهېږم او نور له خپلې ناپوهۍ ناخبره دي).
د انګليسي په درس کې مو يو جدول ويلی و چې د انسان د پوهې د مراحلو ترتيب ډېر ښه ښکاره کوي، وايي:
 زه نه پوهېږم، چې نه پوهېږمI don’t know that I don’t know
 زه پوهېږم، چې نه پوهېږمI know that I don’t know
 زه پوهېږم، چې پوهېږمI know that i know
 زه نه پوهېږم، چې پوهېږم.I don’t know that I know
دا جدول ښکاره کوي چې انسان په پيل کې په دې نه پوهېږي، چې هغه نه پوهېږي، مثلا يو ماشوم فکر کوي چې زه له هر څه خبر يم، په داسې حال کې چې هغه له هېڅ خبر نه وي. په دغه حالت کې هغه نه پوهېږي، چې هغه ناپوه دی.
دوهمه مرحله هغه ده چې انسان په کې لږه لږه پوهه حاصله کړي، بيا متوجه کېږي چې زه په هېڅ هم خبر نه يم، دا هغه مرحله ده چې انسان درک کوي، چې هغه نه پوهېږي.
درېيمه مرحله هغه ده چې انسان په ځان پوهېږي، چې يو څه يې زده کړي دي. هغه په دې پوهېږي چې په يوه خاصه موضوع کې يې څه زده کړي دي.
وروستۍ مرحله دا ده، چې انسان ځان ته متوجه نه وي، خو هغه ډېر څه زده کړي وي.
عقبه بن مسلم وايي چې له مشهور صحابي ابن عمر رضي الله عنهما سره مې څلور دېرش مياشتې تېرې کړي دي. ډېر کله چې به ورڅخه پوښتنه وشوه، ځواب کې به يې ويل: نه پوهېږم.
ابن عبد البر په (جامع بيان العلم) کې د عبد الملک بن ابي سليمان له لارې روايت کوي چې سعيد بن جبير رضي الله عنه يو وار په کومه موضوع کې وپوښتل شو، هغه وويل: (نه پوهېږم). بيا يې وويل: (هلاک دې وي هغه کسان چې په څه نه پوهېږي، خو وايي: پوهېږم.
په پخوا زمانه کې چې به لوی علما او حتی اصحاب په کومه موضوع کې پوښتل کېدل، دومره سخته به ورته تمامېده، لکه مړ کېږي چې، خو نن سبا هر يو په هره مسئله کې پرته له دې چې پرې وپوهېږي، خبرې کوي. عبد الرحمن ابن ابي ليلی وايی چې يو وار په يوه مسئله کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم انصار صحابي وپوښتل شو، هغه به بل ته پوښتنه راجع کوله، بل به بل ته لېږله، تر دې چې په يو سل او شل کسانو وګرځېده او بېرته هماغه لومړي کس ته راجع شوه! دا چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم اصحابو به ځانونه له پوښتنو وېستل، نو موږ ته خو بيخي لازمه نه ده، چې په هغه موضوعاتو کې چې سم نه پوهېږو، له ځانه خبرې وکړو.
د امام مالک دا کيسه مې ډېر حيرانوي او قانع کوي مې چې هر انسان بايد په دې قانع وي چې زه په هر څه نه پوهېږم، داسې ډېر څه شته چې زه ترې خبر هم نه يم. امام مالک رضي الله عنه ته چا اته څلوېښت پوښتنې راوړې، چې ځواب يې کړي، امام مالک رضي الله عنه له دغو څلوېښتو پوښتنو يوازې شپاړس ځواب کړې او ويې ويل چې د پاتې سوالونو په ځواب نه پوهېږم!
ويل کېږي، چې يو ځل امام مالک په يوه مسئله کې وپوښتل شو، هغه ورته وويل چې نه پوهېږم. سوال کوونکي وويل، دا خو اسانه او ساده خبره ده. امام مالک رضي الله عنه په قهر شو او ويې ويل: په علم کې هېڅ څه ساده نه شته.
د اسلافو چې دا حال دی، نو موږ ته خو لازمه ده چې ډېر احتياط وکړو، دا د ځان له پاره شرم ونه ګڼو چې نه ووايو، ځکه په هر څه يوازې خدای پوه دی. حتی رسول الله صلی الله عليه وسلم به خپلو اصحابو ته ويل: تاسو د دنيا په کارونو ښه پوهېږئ، يعنې اړتيا نه شته چې له ما يې وپوښتئ.
 
-- 
-- 
zahid jalaly
زاهد جلالی
ویب بلاگ: awakening.bloguna.tolafghan.com