وايې په تیره زمانه کې يو ډير مشهور او نامداره شخصيت و، د ده دومره دبدبه او قدرت و چې د هغه وخت چارچاپیره ټول ژوندي موجودات د ده تر امر لاندي وه او هيڅ كس سركښي نه كوله، مرغانو هم په هوا کې د ده د اجازې نه بغیر حركت نشواى كولاي، ټول بلبلان او پرندګان د ده په امر غږيدل او چپ پاته كيدل وحشي حيواناتو هم د ويري څخه هيڅ داسې كار نشواى كولاى چې هغه د دې مشهور شخصيت د خبرتيا څخه ليري واى، لنډه دا هر وخت او هر زمان چې به دا شخصيت تلئ او يا به يې سیر او سياحت كاوه نو د هوا مرغانو به دده پر سر باندي پخپل پرواز سره د لمر وړانګي پټولې، بادونه، ديوان او پيريانان ټول دده تر امر لاندي تيارسی ولاړ وه، ټول زيروح به دده تر شاه د لښكر په توګه قطار قطار دريدل.
وايې يوه ورځ دا مدبره شخصيت چیري په ګښت وتلې وو، كله چې بیرته راتلې، وي ليدل چې يوه دانه مرغه په هوا کې نشته، ډير په غصه کې شو او امر يې وكړ، چې كله دا مرغه راغئ ورته به سزا وركول كيږي، په لحظو کې مرغه را ورسيدئ، په ډير قهر ورڅخه پوښتنه وشوه، چیري تللې وي؟ مرغه چې ډير ويريدلئ وو په ډيره عاجزي سره يې وويل: باداره مامه وژنه، ما تاته نن ورځ يو ډير عجيبه خبر راوړيدئ.
مدبره شخصيت ځني وغوښتل چې نكل وكړي، مرغه ورته وويل:
(( كله چې زه ستا د سترګو څخه پټ شوم ما داسې يو ښار وليدۍ چې هلته د هغه ښار واكداره ښځه وه او هغې په ټول ملك باندي حكم روايي كوله، ستا د ملك تر ادارې لاندي نه دي. ))
مدبره شخص چې دا خبره واوريده، ډير په تعجب کې شو مرغه ته يې وويل:
(( زه به درته خط وليكم، هغه يوسه او ورته ور يې كړه ))
مرغه هم هغه ومنل خط يې واخيست او پخپله مشوكه کې يې ټينګ ونيو، هوا ته والووته، كله چې هغه ښار ته ورسيدې، نو يې خط د مليکۍ يا د هغه ښار پادشاه چې ښځه وه په مخ کې وا چاوه، خپله بیرته را په هوا شو او په يوه درخته کې كېانست، كتل يې چې مليكه څه كوي، مليكۍ چې خط خلاص كړ او وی وايه، پوه شوه چې دا كار د يوه عادي سړي نه دي، خپل وزيران يې را وغوښتل او دا احوال يې ورته ووايه، ددې ځاى وزيران چې ډير جنګيالې او زورور خلک وه، ټولو وويل:
(( موږ ځو او دا سړى وژنو او ملك يې ورته خراب كوو.))
مليكۍ خپل وزيران ددې كار څخه منع كړل او هغوى ته يې و ويل:
(( تاسې فكر وكړى موږ ته دا خط او اخطار د يوه مرغه په لاس را ليږل شويدئ، په دې كار کې حتماً لوى لاس شته او دا يو ساده كار نه دئ، د جنګ څخه به تیر شو او ددې كار د معلومولو د پاره به زه خپله ځم او ګورم به چې دا څوك دئ او څه غواړي. ))
په هر صورت د مليکۍ او مدبر سړي تر منځ رابطه همدغه مرغه ټينګه كړه، سفر اغاز شو كله چې د مدبر سړي دربار ته ور ورسيدل، وي ليدل چې د اوبو په منځ کې يو تخت پروت دئ، چې بايد دي باندي كښينې، وې غوښتل چې خپلې پايڅې راپورته كړي بوټونه وكاږي او په اوبو ګډه شي، دا كار يې هم كاوه، خو مدبره سړي ورته وويل:
(( ر اځه دلته اوبه نشته، اوبه تر شیشې لاندي دي. ))
كله چې دا مليكه تخت ته ور نږدې شوه، هم هغه تخت ؤ كوم چې ددې په خپل دربار کې ددې تر پښو لاندي پروت وو، دا بله يوه د قدرت بيلګه ددې مدبره شخص له خوا ورته وښودل شوه، مليكه چې ډيره پوهه او هوښياره ځريكه ښځه وه، د بیرته رسيدو په وخت کې يې خپل وزيران را غونډ كړل، تكراراً يې بيا ورته و ويل: جنګ كومه فايده موږ ته نه رسوي ددې پرځاى چې خپل خلک و وژنو، بايد د صلح څخه كار واخلو او خپل ملك خراب نه كړو، پخپل عاقلانه تدبر سره يې وطن د بربادى او انسان وژني څخه وساتې او د مدبره سړي سره يې د دوستي تړون لاس ليك كړ، په نتيجه كې دواړه ملكونه سره يو او مضبوط هيواد شو.
سوالونه:
۱: ددې مدبره شخص نوم څه وو؟
۲: دا مليكه څوك وه او نوم يې څه وو؟
۳: ددې مرغه نوم څه شي دى؟
ځوابونه:
۱: ددې مدبره شخص نوم حضرت سليمان عليه السلام دي.
۲: ملیکه بی بی بلقيس وه، چې اول يې لمر ته سجده كوله ( كافره وه ) خو د سليمان عليهم السلام سره تر واده كولو وروسته مسلمانه شوه.
۳: د هغه مرغه نوم په قران شريف كې د هُد هُد په نوم یادېږي، موږ يي د ملا چرګك په نوم يادوو.
نوټ:
۱: ددې قصې څخه تاسې څه مطلب واخيست.
۲: د ژوندانه په كارونو کې بايد د كومي لاري څخه كار واخلو؟
۳: كه د خپل عقل او تدبر څخه كار وا نه خلو، څه به و شي؟
خداى تعالی جل جلاله په قران عظيم الشان کې فرمايې:
(( ايا هغه كسان چې علم لري او هغه كسان چې علم نلري سره برابر دي؟ ))
هيڅكله نه سره برابر كيږي.
زموږ رسول اكرم صلی الله علیه وسلم فرمايې:
(( علم زده كړي ځكه شرافت د انسان په علم او ادب سره دى، په مال او دنيا سره نه دي. ))
شرافت الانسان باالعلم و لا دب لا بالمال والنصب
حديث نبوي
وروستي