
ايمل افغان
درنو هېواد والو د څلورولسیزو جګړونه وروسته په افغانستان کې د ټولټاکنو په هلوځلو او د نړیوالې ټولنې په مرسته نهه کاله وړاندې په افغانستان کې یوه اداره رامنځ ته شوه چې د هغې په نتیجه کې ولسمشرکرزی صیب د ریس جمهور په توګه د ټولو هېوادوالو د رایو په نتیجه کې وټاکل شو چې له هغه نه وروسته په هېواد کې د کرزي صیب موجوده ادارې د خلکو لپاره کار شروع کړو که هغه کار هېواد والو ته د منلو وړ وه او یانه وه نو دا به خپله هېوادوالو ته څرګنده وي ځکه چې دا رایه دوي په خپله ورکړې وه.
او همدارنګه د هغه د حکومت له شروع کېدو سره سم په هېواد کې د پارلمان لپاره وکیلان له هرولایت نه وټاکل شول چې هغه هم د هرولایت خلکو خپل وکیل ته په ډېره مینه او اخلاص سره دا خپله پاکه رایه ورکړه په دې معنی چې هغه وکیل به د دوي نماینده ګي کوي په پارلمان کې.
دا خو ټولو وکیلانو او غریب ولس ته څرګنده شوه چې چا په دغه هېواد کې په دا اتو کلونو کې د پام وړ کارونه وکړل او چا ترخپلې وسې پورې خیانت وکړو نو عیان او بیان ته یې څه اړتیا نه شته چې موږ ورباندې سپین کاغذونه ډک او خپل پاک قلمونه خلاص کړو.
اوس چې یو ځل بیا هغه وخت را رسیدلی دی چې افغان ولسمشربه خپل وزیران یو ځل بیا د هېواد پارلمان ته وړاندې کوي چې وکیلان به هغو وزیرانوته دا خپله پاکه رایه چې د هېوادوالونه یې په هرعذر او چل سره ترلاسه کړې وه موږ وګور چې څنګه کاروي نو زه د یوه افغان په صفت سره ټولو وکیلانو نه دا هیله کوم چې دا خپله رایه باید داسې یوه وزیرته ورکړي چې هغه واقعاْ افغان وي او د افغان ولس درد ورسره وي او په دې باندې پوه شي چې مظلوم هېواد وال هم یو څه غواړي په دغه خاوره کې له موږنه یو څه غواړي.
او همدارنګه د دغو وکیلانو لپاره داهم یوه ضروري ټکی دی چې دوي باید په دغه انتخاب کې له هر راز تعصب نه که هغه قومي وي او یا ژبنې وي او د دې ترڅنګ د پیسو له خوړلو او رشوت اخیستلو نه هم پوره پوره ډډه وکړي هغه په دې معنی چې دوي باید داسې کس ته رایه ورکړي چې دهغه لاسونه د ملت په وینو سره نوي او نه هم په ادارې فساد کې ښکیل وي.
ترڅو پورې به افغانان له داسې بیکاره او نه وزیرانو سره چې د وزارت نوم ورباندې بد معلومیږی په راتلونکو پنځو کلونو کې لاس او ګریوان وي ځکه که یو څوک ځان ته د وزیر نوم غوره کوي او دغې چوکې ته ځان کاندیدوي او غواړي چې ویې ګټې نو بیا دې د وزیر محمد اکبرخان او وزیر محمد ګل خان مومند غوندې دنده اختیار کړي چې نه ورسره قومي تعصب وه او نه هم ناپوهي وه.
ځکه کله چې وزیرمحمد ګل خان مومند وفات کېدو نو هغه په پردې او کریه کورکې خپله ساه ورکړه نه د ملت په پېسو جوړو شو بلډنګونوکې او همدارنګه د وزیرمحمداکبرخان کارنامې هم هېوادوالو ته څرګندې دې او هم نړیوالوته چې د تاریخ په پاڼو کې په زرینو کرښو سره لیکل شوي د ي او د وزیرنوم ورسره ښه ښکاري راشې لوستونکو اوس د دې زمانې وزیرانو ته چې سهار وختي د ملاپه ازان سره د امنیت د نشتوالي له وېرې نه وزارت ته راځي اوماخستن قضا کورونو ته تښتي.
نوولسمشر کرزي صیب ته په کارده چې یو ځل بیا د هغو وزیرانو تاریخونه او نومونه را ژوندې کړي لکه څنګه چې په پورته کرښوکې ورته نغوته وشوه هغه په دې معنی چې نور باید ټول د کار اهل کسان په هېواد کې په دندو وګمارل شي او هغه کسان چې په خپلو دندو کې وروسته پاتې راغلي دي له دې خپلو لوړو چوکیو نه را وغوزول شي ترڅو د نوروهېوادوالو لپاره د عبرت یوه لاره شي چې هغه راتلونکې کسان وکولای شي د امنیت په راوستو، د رشوت په نه اخیستو، او نورو حکومتې کارونو کې کامیاب او سر لوړي را ووځي.
که چېرته دغو ټکو ته جدي پاملرنه ونشي او ځوان نسل ته کار ونه سپارل شي اوهغه کسان چې له حکومت نه بې برخې پاتي په غرو اودروکې خپلې شپې او ورځې تېروي د حکومت او مظلومو هېوادوالو په خلاف تل د مرګ اخطارونه ورکوي هغوي ته په راتلونکې کابینه کې ځای ورنه کړل شي او دغه تاریخ تېره او اکسپایر وزیران چې ملت ته یې خپل ځانونه ښه ور وپیژندل لرې نه شي له حکومت نه نو زه فکر نه کوم چې په افغانستان کې به بیا د وزیر او پیاده شپې او ورځې د هېواد د دښمنانو له لاسه تېرې شي نو افغانستان به یو ځل بیا د جنګ ډګروګرځي او مظلوم هېواد وال به بیا د دغه اور په لمبو کې وسوزي.