
په متحده عربي امارتو کي دشل اوريزو سياليو کې دافغانستان دکرکټ ملي لوبْډلې تر بري وروسته دهغه ټيم ځينې غړي خوست ولايت تررارسيدو په مهال له تود هرکلي سره مخا مخ شول
دشنبې په ورځ دخوست ولايت دجرګو په تالارکې دخوست سرپرست والي دولتي چاروکو دپخواني او اوسني ولايتي شورا غړو ا دولتي ادرو مشرانو اود ورزش مينه والو دهرکلي لويه غونډه جوړوه .
نورزمنګل او نورعلي ځدراڼ دخوست ولايت له لوري دافغانستان دکرکټ په ټيم کي دخوست ولايت لو بغاړي وو چې په متحده عربي امارتو په شل اوريزو لوبو کې د ونډې ترڅنګ دښه لوبغاړي په ګوته هم وپېژندل شول
دخوست ولايت دالمپيک امر عزيز ملنګ دغونډې برخوالو ته وويل چي په ولايت کې دورزش فرهنګ ترهغې کچې پورې رسيدلی چې لو بغاړي په نړيولو لو بو ېي اتلوالي تر لاسه کوي .
همداشان دخوست سرپرست والي طاهرخان صبري پدې خوښي وښوده چي کرکټ ټيم يې دنړۍ په کچه هيواد ته بريالتوبونه راوړي هغه په پانګوالو او سوداګرو غږ وکړه چې په خوست ولايت کې دورزش کارانو ملاتړ وکړي ده داهم وويل چي دکار په لمړو کې دځونانو لپاره کارونه کوي هغه دخوست ولايت ملي لو بغالی ته په اشارې سره وويل په لسګونه لکو
ډالرو په لګښت لو بغالي جوړوي .
دافغانستان دکرکټ کپتان نوروز منګل خبري رسنيو ته وويل چې په پام کې لري دولايت دوه ورزش کارن ملي ټيم ته ورپيژني چې دخوست ولايت دورزش کارونو شميره به په ملي ټيم کې څلورو ته ورسيږي .
بل لوري دولايت ګڼو ويناولو پخپلو خبرو کي پدې ولايت کې دورزش په څومره او څرنګوالي اوږدې خبرې وکړې ځينې ويل چې پوهنيز سيستم دې ورزش ديو مخکښ مضمون په بڼه واخلي ځيني د ورزشي تو کود ډير والي غوښتنې کولي
دغونډې په پای کې دولايت مقام ښاروالي صنفي اتحاديې ژورنالستانو اودولايت بيله بيلو ادري له لوري دکرکټ اتلولان په نغدي مکافاتو ونازول شول
افغانستان په ډسمبر کې په متحده عربي امارتو کې دنړۍ پياوړيو پنځه هيوادنو ته ماتې ورکړه او اسيايي اتلولي خپله کړه .
افغانستان به ٢٠١١کال کې په چين کي دنړۍ دهيوادنو سره لوبې کوي او دغه ملک به ديو پياوړي هيوادپه بڼه خپل شتون پکي وښيي .
افغانستان له دې وړاندي په کويټ تانزنيا چين عربي متحده امارت همداشان نورو ګڼو وړو او غټو هيوادنو کي لوبې و کړې او اتلوالي يې ترلاسه کړي .
افغان کرکټ لو بډله اوس د هيواد په کچه دلوبې مناسب ميدان نلري او دې ډيرو لوبو لپاره په پاکستان پېښور کې تمرينونه ترسره کوي .
بل لوري په خوست ولايت کي دفوټبال دزون ولايتي سيالي ترسره شوي خوست څلورو ولايتونو ته دماتې ورکولو سره دزون قهرماني خپله کړه ددې سره سره نن ورځ دواليبال منتخبه لو بډله مرکز کابل ته دهيواد ١٧ولايتونو ته دسيالي لپاره لاړه .