نور احمد عايل
هر کال د ټايم مجله د کال په ورستيوکې د هغه کال د ترټولو غورې اختراع يادونه کوي ،سږکال يې يو ستر توغندى چې ١١١ متره اوږد او ددې وړتيا لري چې بشر څو تم ځايه ها خوا په لمريز نظام کې پلى کړي د بهترينې اختراع په توگه راوړى دى .
په ٢٠٠٤ زېږدي کال کې امريکا وپتېيله چې تشيال ګرځي (فضانوردان) د دويم ځل لپاره سپوږمۍ ته ولېږي ،چې البته له دې وروسته مهمه موخه مريخ ته سفر و، نو ددې چارې د سرته رسولولپاره يوه ځواکمن، او پرمختللي راکټ ته اړتيا وه ،چې دوى ژر او اسوده ورسوي.
دا لوړه ګرځېدا لامل شوه،چې امريکايي کاريوهان د 1 Ares په جوړولو کار پيل کړي ،چې څو اوونۍ د مخه يې له فضانوردانو پرته ازمايښتي الوتنه وکړه.
ددې راکټ په ازمايښتي الوتنې باندې د ناسا له ادارې څخه ٤٤٥ ميليون ډالره لگښت راغى . څېړونکي وايي ددې راکټونو جوړول به، چې بشر د ځمکې له کرې اوچورلېز (مدار) هاخوا ته رسوي، کلنى ٣ ميليارده ډالر لگښت ولري ، لنډه دا چې د پخوانيو هوايي بېړيو پر ځاى به ددې راکټ کارول دا شونې کړي چې مريخ ته د انسانانو د تگ لار هواره شي.
د Ares 1تو غندى به کېداى شي په ٢٠١٥ زېږدي کال کې د تشيال ګرځو(فضانوردانو) يوډله فضا ته ورسوي ، د ناسا چارواکو اعلان کړى چې دا توغندى د پخوانيو هوايي بېړيو څخه لس ځلې ډاډمن او اسوده دي، ،په زړه پورې او نوى کمپيوتري سيستم پکې کارېدلى ، او په هر ډول تجهيزاتو سنبال دى ، چې په دې سره ټايم مجلېAres 1 ته د ٢٠٠٩ کال د تر ټولومهمې اختراع نوم ورکړى دى.
وروستي