نور احمد عايل
دا يوه ساتونکى دى چې د خپل مقناطيسي ميدان په درلودلو سره چې يې هر شى منځ ته وروړې په هوا کې يې ساتي يانې له هېڅ يوه اړخ سره په تماس کې نه وي نه له پاسه راځړېږي او نه هم په ځمکه اېښول کېږي بلکې فضا يې داسې ورته جوړه کړې چې يو خوا ته هم د لوېدلو لپاره نه خوځېږي. دا وسيله په برېښنا کار کوي او تر ٣٠٠ گرامه وزن توانايي لري چې په خپل مقناطيسي ميدان کې يې وساتي ، او د تعادل لپاره بايد د کوتي په سر بايد يو بل(مقناطيس) اوسپنکښ هم ورکېښودل شي،چې يو و بل اړخ ته ورونه خوځېږي.
خو پېړۍ پېړۍ پخوا د سومنات مشهور بوت ،چې په يوه اوږده هال کې په همدې ډول د يوه مقناطيسي ميدان په درلودلو سره په هوا کې بې له کومې تکيه ولاړ و، په لومړي ځل يې افغان فاتح سلطان محمود غزنوي هم خورا حيران کړىو.
وروستي