![لمريز سي ډي پليرجوړ شو!!!](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
نوراحمد عايل
ستاسې په نظر د تکنالوژي په پرمخيون او بازار ته د MP3 Player او مبايل تليفونونو په راتگ او ددې توکوپه دې گرم خرڅلاو به څوک د سي ډي پلير اخيستلو ته زړه ښه کړي؟
خو که چېرې څوک غواړي سي ډي پلير وپېري؛ داسي سي ډي پليرې بازارته راوتلې دي چې له لمر څخه متره (انرژي) اخلي. په انځورکې يو سي ډي پلير وينئ ،چې په افقي پايه کې يې يوه چارچ کېدونکې لېتيمي بېټرۍ ځاى په ځاى شوې ده.
که چېرې دا سي ډي پلير څلور پنځه ساعته د لمر وړانگو ته کېږدئ، کولاى شي د لسو ساعتونو لپاره کار ترې واخلئ.
تاسې کولاى شئ ټول هغه فايلونه چې په mp3 فرمټ دي په يوه سي ډي کې واچوئ او د ملگرو په يوه ميله کې پوره لس ساعته خوند ترې واخلئ. البته هېره مو نشي چې ددې سي ډي پلير بيه ١٣٧ امريکايي ډالره ده.