نوی سور پوځ

د سږ مني په يوه سړه ورځ كى د ليتوانيا سرحد ته نيږدي په يو ځنګل كې د روسيى ځوان جمهور رييس مېدويديف د هغى نوي پرمختللي راكټ څارنى ته راغلی و چې د وارولو دستګاه لوري ته وړل كيده , جمهور ريس هغه شين رنګى عسكري دريشي اغوستى وه چې ورباندي تيڼګي شوي عسكري نښې يى د عسكري رتبي ( لوي درستيز) ښكارندوي وي , پداسي حال  چې يو لوي دوربين يى د هغه راكټ د څارنه لپاره استعمالوه چې د خپل هدف لوري ته په دير سرعت سره په حركت كى و  .
تر لنډ مهاله پوري دا راز ننداري او عسكري څارني يوازي په ولادمير پوتين د مېدويديف پخواني ريس پوري منحصري وي ,  نوي ځوان او اصلاحي ريس خپل ټول طاقت په روسي ځواكونو باندي متمركز كړي دي , د دى لپاره نه چې د ديوه پياوړي او قوي شخصيت په څير په روسي ټولنه كى تبارز وكړي څرنګه چې د ده څخه وړاندي د روسيى نورو ريسانو دا كار كړ.
سره لدي چې ولادمير  پوتين د روسيى د عسكري ځواكونو د اصلاح اړوند  څلور چنده عسكري لګښت (بوديجه) زيات كړخو د عسكري ځواكونو د اصلاح په هكله كوم د پام وړ پرمختګ ونه شو و , خو مېدويديف د  سره پوځ د بيا ترتيبولو لپاره يوه زړه وره حمله په لاره اچولي , تر څو هغه زړه دړي وړي عسكري موسسه چې د سړي جګړي پاتيشونى ده , او يوه فاسده موسسه ده او اكثريت جنګيالي يى معتادان دي او په شراب خوري عادت شوي  , په يوه نوي پرمختللي عسكري موسسه باندي واړوي ( نوي سور پوځ )  چې د يو نوي جګړمارپوځ ځانګړتياوي ولري , او وكولي شي په بهر كى عسكري قوت په موثره توګه كله چې وغواړي خپور كړي .
د روسي امپراتوري په اړه يى په خپله بيانيه كى د روسيه پارلمان ( دوما ) ته په ډاګه كړه چې د روسى پخواني زوړاقتصادي سيستم له كاره لويدلي دي , او په ډاګه يى كړه چې زموږ د ملت بقا په نوبتوب كى نغښتي ده , او همدا د نيوتوب كړنلاره د عسكري موسسى په هكله هم اړمنه ده , خو دا لوي پلان دي , د كاميابي لپاره يى مېدويديف ته پكار ده چې د روسي ځواك په پرمختلليو اسلحو مسلح كړي , او د عسكري قوانينو په رڼا كى سم وروزل شي اوڅه ناڅه كوچني شي , دا پدى معنى  ده چې د روسى هغه زاړه عسكري مادي مصلحتونه چې له پيړيورا پديخوا د روسيه له هغى عسكري موسسى سره  تړلي دي هغه لويه عسكري  موسسه چې د حكومتي لګښت تر حمايت لاندي ده  له پامه وغورځول شي اويا له منځه يوړل شي  .
خو كى چيري پدي كار كى بريالى شي نو لاسته راوړنه به يى هم ديره لويه وي , د نوي عسكري پوځ تشكيليدل به خامخا د كرملن غوښتني او هيلي په ځاي كړي............. ,  خو دا غوښتني او هيلي لوديځ ته ګواښ ندي , مېدويديف غواړي له هغى تګلاري او زړي جګړي  څخه لاس په سر شي چې په اوروپا كى به روسي سره پوځ تر سره كولي , د دى په ځاي غواړي هغو منطقوي ګواښونو ته تياري ونيسي چې په راتلونكو كالونو كى كيدي شي روسيه ورسره لاس او ګريوان شي .
دا راز تګلاره ته پكار ده چې هغه عسكري ځواك جوړ شي چې په عاجله توګه د پوځي بريد ځواب وركړي , په وړو جګړو كى برخه واخلي , وړو ګاونډيانو ته سمدستي ماتي وركړي شي , پدي كار باندي به روسيه د نړۍ د لويو هيوادونو له لوبى څخه نه وي وتلي , مېدويديف د اتمى اسلحى په اړوند هم لويه پانګه اچولي او تراوسه روسيه ديره ستره اتمي زيرمي لري چې په نړيواله كچه د مسكو هيبت ساتي او د لويو اتمي هيوادونو په كتار كى شميرل كيږي , خو سره لدي چې روسيه نوي اتمي اسلحه جوړوي واشنګټن ته د هغى موافقى له لاري اطمينان وركوي چې د زړى اتمي اسلحى په كمښت ټينګار كوي .
مېدويديف تير كال خپله اصلاحي حمله په لاره واچوله , هغه مهال چې روسي پوځ په جورجيا كى ديره كمزوري ادا درلوده څرنګه چې د روسيه د څيړنوله اكادمي څخه بافل زولوتاروف په ډاګه كوي , د افغانستان له جګړي څخه وروسته دا لومړي ځل وه چې روسيه خپل ځواك د پردي دښمن په وړاندي تجربه كړ , خو پايلى يى په زړه پوري نه وي , د عسكري محلل په قول په جورجيا باندي يرغل د روسي ځواك جګيزه پياوړتيا تر سوال لاندي راوسته اوله دير خنډونه سره مخ شو , د روسيه 11جنګي الوتكى راوغورځول شوي همدا راز نوري بي پيلوټه الوتكي , له جګړي څخه وروسته مېدويديف د عسكري موسسى په پاكولو پيل وكړ , او جنرال نيكولاي ماكاروف او د دى ټيم  يى وګمارلا چې د عسكري موسسى ټول اړخيزه څيړنه وكړي .
دغى بيا چيړنه په ډاګه كړله چې هغه روسيى جنګيالي چې د جورجيا جګړه ته ليږل شوي و په حقيقت كى د متوسط صف جنګيالي و , او دي څيړني په ډاګه كړه چې د روسيه پوځ د لوړو رتبو له ديرښت  سره مخ دي , دا يو ګواښ دي او پدي هكله بي پروايى شوي ده , او د غير حكومي موسسى څخه داسي راپوټونه خپاره شوي چې د روسيى لوړ رتبه ظابطان عسكر د خپل شخصي مصلحتونو لپاره په ناوړه توګه استعمالوي .
 لدي څيړنو سره سره دا تصور را پيدا شو چې بالاخره روسيى جورجيا ته ماتي وركړله خو هر كله به د روسيى پوځ طالي من نه وي چې دا راز بري تر لاسه كړي . الكساندر ګولتس چې عسكري محلل دي وايى ( كه چيري موږ د تكنالوژي له لحاظه د يوه پرمختللي هيواد په وړاندي لكه امريكا جګړه پيل كړي وي نو يوه لحظه به هم ژوندي نه وي پاتي شوي , خو اوس لږ تر لږه د روسى حكومت اعتراف وكړ چې ستونزه خطرناكه ده  .
هغه سړي چې مېدويديف د دى لپاره ټاكلي چې  د روسيى عسكري موسسه پاكه كړي هغه د دفاع وزير اناتولي سيرديكوف دي چې پوتين په كال 2007 م ټاكلي وه او د پوتين او مېدويديف په څيريو شخصيت دي , د روسيه د عسكري موسسه د اصلاح لپاره هروخت پلان د كرملن له لوري راغلي خو اكثريت د دغو پلانونو د دى موسسه د مقاومت  له امله او د فساد له امله د ناكامي سره مخ شوي  , خو دا ځل داسي لاملونه شته دي چې ګمان وشي چې مېدويديف به په خپل پلان كى بريالي شي .
پدي هكله هغه تګلاره د ياد وړ ده چې د  روسيى عسكري موسسه ورباندي بنديز لګولي و , لكه د بهر څخه د نظامي تجهيزاتو اخيستل , يوازي دا فكر كول چې له بهر څخه اسلحه واخيستل شي يو لوي خيانت ګڼل كيده ........... , خو په تير ستمبر كى د روسيه د دفاع د وزير معاون څرګنده كړه چې كه چيري د روسيى د نظامي صناعت موسسه د دوي نظامي اړتياوي پوره نكړي نو دوي به له بهر څخه خپله اړتيا پوره كړي , ګولتس وايى چې اعتراف كول پدي باندي چې روسيه د ټولو نظامي اړتياوو په توليد قادره نده لومړي ګام دي د نظامي سيستم د نويتوب لوري ته .
كيدي شي چې واقعت هم داسي وي , خو د روسيى دعسكري موسسى نويول هم د نورو تكنالوژي موسسو په څير سخت كار دي , په كال 2008 م د روسي پوځ بوديجه 50 بليونه ډالره وه او پوتين وعده كړي ده چې په كال 2011م كى يى 125 بليون ډالرو ته ورسوي , هغه زړه عسكري موسسه چې وړاندي يى سوخوي او ميګ الوتكى جوړولي اوس مهال نوي جنګي الوتكي جوړوي , اس يو 34, 35, اوميګ 35 الوتكي اوهوايى دفاعي سيستم په حقيقت كي د هغو عسكري پلانونو كاپي ده چې ديرش كاله وړاندي جوړشوي وو .
همدا راز روسى د خپلى عسكري پياوړتيا لپاره يو دير له ارزښت څخه ډك كار تر سره كړ چې اته ځله له ستونزو
سره مخ شوي و , د هغه هستوي راكټ تجربه چې له كښتي څخه په سمندر كى وار شو, دا نوي راكټ ديث ستار(د مرګ ستوري ) چې له مځكى څخه په تاويدو او دوران قادر دي او لس اتمي سرونه په خپل مدار كى وارولي شي , اصلاحي مېدويديف هم پوهيژي چې د روسى د هيبت او منزلت د ساتنه لپاره پكار ده چې لوي اتمي قدرت ولري , او دي پوهيږي چې دور بورد راكټونه د خلكو پام ځانته را اړوي نو دلومړي ځل لپاره د روسى د اتحاد  له ړنګيدو وروسته  د كاميابي د ورځى د لمناځلو په مهال په سره ساحه كى توبول راكټونه ننداري ته وړاندي كړل   , وروسته له يوى مودي څخه د روسى راكټونه يو ځل بيا له نظامي اړخه ارزښتناكه شوي دي  .
خو ټول پدي كچه خوشبينه ندي خصوصا د روسيى ګاونډي هيوادونه , په تيره اوني كي د پولنډ د دفاع وزير ناتو ته د هغى روسي عسكري مانورنو څخه شكايت وكړ چې د روسيى 12000 جنګيالي په ګډون كوي او د روسيه په كلنګراد كى تر سره كيږي , كيدي شي چې د مېدويديف دا اصلاحي تګلاره په داخل كى نور تغيرات رابرسيره كړي , سږكال كرملن د امر كړي چې د جنګياليو د كمښت لړه سسته شي او هغو ظابطانو اړوند چې ټاكل شوي وه چې له خپلو ډنډو څخه ګوښه شي هم عجله ونشي  ,  دكرملن سره دا انديښنه وه چې كيدي شي له ډنډي څخه ګوښه شوي ظابطان پرته لدي چې ورته د ژوندانه اړتيا وي برابري نشي ستونزي را پيدا كړي , خو سره لدي مېدويديف ټينګار كوي چې روسي پوځ له سره جوړ شي  , او د نظامي بوديجي كمولو نه مني په داسي حال كى چې د نړۍ نور هيوادونه د اقتصادي بحران په پايله كى خپله بستري تړي .
           
 
         نيوزويك ورځپاڼه :    د اوين ماثيوزوآنا نيمتسوفا  ليكنه
                                                                                                    ژباړه : عبدالرحمن فرقاني