رحمت بي بي

 
موسی خان چې د کور پر راننوت، کشرې خور يې پرې ورغږ کړ:
ــ  لالا! دې ناوې بي بي لور پيداشوه!
مور يې د ټيکري په پيڅه وښکي پاک کړل او لکه زوی ته چې ډاډ ورکوي، وويل:
ــ  زويه خداى خېر كړ، لور دې پيداشوه، ښه غونډه منډه جنۍ ده، خپه نشې خداى به زامن ام دركي، سره خوله وړكى يې.
هغه لاړې تېرې كړې:
ــ  مورې! چې خبره په خېر تمامه شوه، له دې غټه خبره نشته....
په دريمه ورځ يې د جومات ملا صاحب كور ته راوست. ملا صاحب ماشومه په غېږ كې ونېوه، دواړو غوږونو كې ېي اذان وروكړ او بيا يې د ماشومې پلار ته وويل:
- جنۍ د خداى تعالى له لورې يو رحمت دى، وايي په كوم كور كې چې جنۍ پيدا شي، څلوېښت ورځې پرې د خداى تعالى رحمت اوري او په هلك درې ورځې د خداى رحمت ورېږي؛ نو زه هم ددې جنۍ نوم رحمت بي بي ږدم، چې په كور مو هر وخت د رحمتونو باران وي.
***
رحمت بي بي اوس درې كلنه وه، په باغ كې يې لوبې كولې، پلار يې  د كلي له ملك سره په خبرو بوخت و، هغه يې په خبرو كې ورولوېده:
- پلاره يوه مڼه خو راته راوشكوه!
پلار يې پورته شو او د ونې له يوه څانګه يې يو شينچكه مڼه راوشكوله او د هغې په لاس كې يې وركړه. څه وخت وروسته بيا راغله، پلار یې چې د کلي له ملك سره په خبرو ګرم و، بیاپه خبرو كې ورلوېده:
- پلاره يوه بله مڼه ام راته راوشكوه!
څو ځلې يې خبره تكرار كړه، پلار يې تنګ كړ، په مخ يې يوه سپكه څپېړه وركړه، رحمت بي بي په ژړا شوه، تر ډېره يې سوڼ سوڼ كاوه، وروسته راغله د پلار په غېږه كې ورپرېوته، پلار يې ورته موسكى شو، په وېښتو كې يې ګوتې ورووهلې او بيا يې پر شونډو ښكل كړه، هغې هم پلار له ږيرې راكش كړ او پر مخ يې ښكل كړ، په خوږه يې ورته وويل:
- پلاره زه بله مڼه نه غواړم ښه؟
ملك صاحب چې د نجلۍ په ليدو ېي خوله وېړه وه، زیاته کړه:
-  جينكۍ ډېرې مينه ناكې وي، زما ماجبينه لور چې وړه وه هم همداسې مينه ناكه وه، كه به مې هر څومره ووهله نه رانه بېليده، اوس د ماشومانو مور ده؛ خو چې كور ته ورشم قسم په خداى خپلې غوښې په اور راته اچوي. زوى خو مې چې وړوكى وهم پدرنالتى و، اوس خو بيخي تربور ترې جوړ شوی  تربور....
***
د رحمت بي بي تنكي وجود د پېغلتوب ګلونه سپړلي وو، په زړه كې يې سپرلنۍ وږمې ګډېدې، له سهاره تر ماښامه به په كور كې لګيا وه، اوبه راوړه، لوښې ووينځه، جارو وكړه، د پلار خدمت وكړه، پټيو كې ورسره مرسته وكړه او ....
له بله پلوه يې د ښكلا ګرم لمر په ټول كلي وړانګې خپرې كړې وې، ډېرو جل وهليو ځوانانو يې د مستې ځوانۍ يخ سيوري ته د رسيدو ارمانونه كول. چا به يې چې په ورځ كې يو ځل سترګې وليدې؛ نو ټوله ورځ به يې په وجود كې د شرابو چينې بهېدې. د كلي مشرانو د دوى د كورنۍ يوه خبره هم پر ځمكه نه غورځوله. د كلي ښځو به په خپلو مجلسونو كې ويل:
ــ  رحمت بي بي به د بختور په كور ورځي.
د هر چا دغه ارمان و، چې رحمت بي بي د خپل كور رڼا وګرځوي.
***
رحمت بي بي اوس د اولادونو مور وه، هغې د يوې نوې كورنۍ بنسټ ايښى و، خپل ځان به يې هر ډول تكليف ته وركاوه؛ خو د خپلو اولادونو ، خواښې، خسر، خاوند او د كور د نورو غړو يې په پوره توګه خيال ساته. رحمت بي بي د كوټې په جارو كولو بوخته وه،‌‌‌ چې لس كلن زوى يې له ښوونځي راغى، سلام يې وكړ، مور يې د ټيكري په پيڅه دمخ خولې وروچې كړې هلك د كتابونو له كڅوړې يو كتاب راووېست او د غځېدلو پښو په مينځ كې يې پرانيست، مور ته يې وويل:
ــ  ته ودرېږه زه اوس څه درته وښيم، مورې! دلته دي چې "جنت د مور د قدمونو لاندې دى" مورې ستا د قدمونو لاندې خو ځمكه ده، جنت كوم دى؟
مور يې زوی پر تندي ښکل کړ او په خوږه يې ورته وويل:
ــ څوك چې د مور خبره مني،  ځوروي يې نه، هغه ته جنت دومره نږدې دى؛ لكه د مور قدمونه. . . .
***
رحمت بي بي چې د سر نيمايي وېښتان يې سپين شوي وو، د كور د ديوال په خوا كې د لمر پيتاوې ته ناسته وه، لمسي او لمسۍ يې څنګ كې په لوبو بوخت وو، چې ناڅاپه د ماشومانو شورپورته شو:
ــ  هلېلالا راغى! انجينر لالا!
څو شېبې وروسته يو كس د ماشومانو به مينځ كې روان و، مور يې ورته له ځايه پورته شوه، زوى يې پر تندي ښكل كړ.  شېبه وروسته مور او زوى پيتاوي ته په توشك ناست وو او خبرې يې سره كولې، مور يې ورته وويل:
ــ  بچيه! خېر خو و، څنګه داسې ناڅاپه راغلې؟
ــ   مورې! د مكتب د سروې لپاره راغلم، دا اوسنى مكتب چې د خېمو مكتب يې بولي، څو مياشتې وروسته به يو ښكلى، پوخ او كانګريټي مكتب وي، كه باد وي او كه باران، ماشومان به پكې سبق وايي. د دوى په خوا كې ناست ماشومان يو بل ته سره موسكي شول او پسپسكې يې پيل كړې. ځنډ وروسته د كلي په ټولو ماشومانو كې دا خبره خوره وه چې موږ ته انجينر لالا پوخ مكتب جوړوي، مور يې بيا ترې وپوښتل:
ــ  بچيه دخور احوال دې وانخېست ؟
ــ  يوه ورځ ورغلى وم، اكرم ته مې پنځه سوه انعام هم وركړ، اتم صنف ته اول نومره كامياب شوى و، خور مې ښه خوشاله وه، راته ويل يې: خداى مې دې اكرم تكړه كي، چې ستا غوندې انجينر ترې جوړ شي. هو رښتيا! اكرم ويل ادكې ته ووايه، چې ښې ډېرې دعا به راته كوې، رحمت بي بي لاسونه لپه كړل:
ــ  بچيو خداى دې لوى لوى سړي درنه جوړ كي!.
پاى