درد او احساس

څو مياشتې د مخه زمونږ د خپلوانو يوځوان هلک د لامبلو پر وخت د شيوکيو سيمي په په يو روان سيند کې ډوب شوی و، د کور والا يې له غرقيدويوه ورځ ورسته خبر شول، د ځوان د ژوندي پاتې کيدو هيلې خو په بشپړ ډول ختمې وې، اوس يې د مړي د پيدا کيدو هڅې روانې وې چې لږ تر لږه د کورنۍ د زړه تسلي پرې وشي. پسرلی و، هوا لا توده شوې نه وه، يانې سړې اوبه بدې لګېدې، دا چې دې ځوان څنګه په دې سړو او ککړو اوبو کې لامبلو ته زړه ښه کړی و، دا بيا د نويو ځوانانو بې فکرې او هر څه ته په عادي سترګه ليدل ښيي. د هلک د ډوبيدو پر مهال يوه ځوان هم د هغه د ژغورلو په موخه ځان اوبو ته وراچولی و؛ خو پر وينا يې هلک له تنې دروند او زورور و، د ده خپل ځان په خطر کې و، نو له خپلو هڅو وروسته ترې لاسه وتلی او ډوب شوی و. ده به له دې کېسې سره چې په راغليو کسانو ته يې کوله، د يو ډول ملامتيا احساس هم کاوه، ډېر يې نه غوښتل چې څوک يې کېسه واوري، خو دې شيوه کيوال هلک د هغه ځوان د غرقيدو ناوړه منظر په خپلو سترګو ليدلی و او ورسره د ده ناکامې هڅې دی دې ته اړ کړی و، چې څو څو ځله ځان سړو او خړو اوبو ته واچوي، تر څو د هلک جسد راپيدا کړي، کميس يې نه و اغوستی، له یخنۍ لکه پاڼه رپيده، خو ځان نه يې نه پټاوه. د دې غرق شوي هلک کېسه چې په هغه کلي کې مشهوره شوې وه، هر يو ځوان يې کوښښ کاوه چې د جسد په موندلو کې له خپلو ممکنو وسايلو کار واخلي؛ ځکه چې دوی له دې پېښې دردمن شوي وو، همدې درد د دوی احساس راپورته کړی و، چې د ډوب شوي ځوان له وارثوو سره د همکارۍ لاس يوسي. په دې جسد پسې مو د همدې سيند پر مسير تر ډېره لار ووهله، چې چاته به مو د هلک د غرقيدو کېسه وکړه، زړه به يې ودرديده او د همکاري ټينګ ست به يې وکړ. په همدې مزل مزل کې اخېر همدا سيند دومره کم شوی و، چې موټر پکې پورې کيدل، زموږ سره هم يو سراچه موټر و، چې کله به پکې سپاره شوو او کله به مو پلی مزل کاوه، زموږ موټر هم په همدې اوبو ورګډ شو، چې ګورو يو زرنج پکې بند شو، زموږ موټر چې منځ ته پکې ورسيد، هغه هم بند شو، زورونه مو پرې وهل، د زرنج سره ولاړ کس نه مو مرسته وغوښته خو هغه راسره هيڅ مرسته ونه کړه، خو اخېر زموږ موټر راووت، زرنج همغسې لغتې وهلې او همغه يو کس ټيله کاوه، زموږ سره په ډله کې د ډوب شوي هلک ورور هم و، ده چې زرنج ته وکتل، ويې ويل، راځئ ورسره کومک شو، خدای به مو مشکل اسانه کړي. موږ که هرڅو ورته غوسه وو، د ده دې خبرې زموږ زړه هم نرم کړ، په زور زرو مو اخېر زرنج له اوبو راوويست. موږ په خپل مړي پسې درې ورځې وګرځيدو، چې اخېر يوه بزګر چې د همدې سيند په خوا کې يې په خپل پټي کې کار کاوه زموږ د مړي جسد پيدا کړ. خو په دې اخېري ورځ يو بل ځوان هلک هم چې دې ځای ته  له ملګرو سره په چکر راغلي وو دې سيند ته ورولويد، هغه هم دې خړو خوروړو اوبو خپلې ګېدې ته پسې تېر کړ.
له غسل او کفن نه وروسته چې چارې يې شيوه کيوالو په خورا ايماندارۍ سره سر ته ورسولې، موږ خپل مړی رابار کړ، خو په هغه بل ډوب شوي هلک پسې همغسې خلک ګرځيدل....
په جومات کې فاتحه اخيستل کيده، يو وړوکی هلک د همدې جومات په مدرسه کې يو چا وهلی و، پوزه يې ويني وه، نور يې څوک په کېسه کې نه شول، خو په اوبو کې د مړ شوي هلک ورور زر ورغی هلک يې د اوبو بمبۍ ته بوتلو او ويني يې ورووينځلې؛ ځکه چې ده د خلکو مرسته او زړه سوی ليدلې و، د ده په زړه کې هم د نورو سره د مرستې اوزړه سوي احساس راپورته شوی و.
د دود سره سم ټول خپل او خپلوان د مړي په کور کې په حجره کې ناست وو، د هلک پلار موبايل راواخيست، ((سلام عليکم وروره، څنګه مړی پيدا شو؟ ولا په هر لمانڅه کې دعا درته کوو... .))
له کومو لارو چارو چې موږ کار اخيتسی و، هغه يې ورته وښودلې، تليفون يې چې بند کړ، ويې ويل: د ډوب شوي هلک حال مې اخيستو، هلته مې نمبر ترې راواخيست، څو ځله مې ورته ټلېفون وکړ. . . . ده يې تر هغه احوال اخيستو، تر څو د هغه هلک جسد پيدا شو.
 که چېرې ده د خپل زوی د مرګ تريخ درد نه وی ليدلی، ښايي د هغه درد يې نه وی احساس کړی، څومره چې د هغه هلک پر ډوبيدو د مړه شوي هلک پلار غمجن و، نورو يې دومره پروا نه ساتله، ځکه چې دوی د خپل زوی دا ډول مرګ نه و تجربه کړی؛ نو د بل دا ډول درد يې هم سم نشو احساسولی.
هرکله چې د يو چا دردونه او غمونه سره شريک شي، هغوی سره نږدي کېږي، د يوه او بل درد احساسوی شي. افغانان هغه څوک دي، چې کابو د ټولو دردونه او غمونه سره نږدې او شريک دي، خو بيا هم دا دردمن خلک سره يو نشول، د يو بل پر وړاندې يې احساس او عاطفه لکه څنګه چې ښايي راولاړ نه شول، چې يو او بل ته د مرستې لاس ورغځوي، لکه د دې دردمنو او غمځپلو خلکو احساس او عاطفه چې هم د دوی د زړونو او مغز په څېر زيان ليدلی وي.  
پای  
۱۳۹۶/۷/۱۰