![په نړۍ کې تر ټولو ارزان موبايل جوړ شو!!!](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
ليکنه: نوراحمد عايل
په داسې حال کې ټول شرکتونه په خپلو محصولاتو کې د ډېرو امکاناتو لپاره هڅې کوي، او زيار باسي چې خپلو پېرودونکو ته هر ډول اسانتياوې برابرې کړي ،خو ځينې داسې شرکتونه هم شته چې د اوسني پرمخيون برعکس په شا روان دي ،چې کېداى شي په ځينو اړخونو کې ډېر په زړه پورې وي.
لاندې چې په انځور کې کوم موبايل تليفون وينئ د يوه امريکايي شرکت Hop-on له خوا جوړشوى او د Hop1800 په نامه يې بازار ته وړاندې کړى
دا د نړۍ تر ټولو ارزان موبايل تليفون دى چې يوازې ٤٩٠ افغانۍ بيه لري LCD سکرين نه لري ، يو سيم کارته دى، ټول اړين کارونه يې په څوارلسو تڼيو چې د موبايل پر مخ دي سرته رسېږي.