مینې هلک او جینۍ مړه کړه

 
دواړه د یوه ښار اوسیدونکي وو . سره ګاونډیان هم وو ، دواړو به یوځای په کوچنیو نازکو لاسونو د کوچني فکر د تخیل دنیا رسموله . د کوڅې اکثره همزولي به ورته راټول شول ، نیمو به یې ناوې ته ټکرې ورپه سر کړ ، نیمو نورو به د زوم سره د ناوې د کور په لور وروان شو ، خو د دوی په ودونو کې رواجونه نه وو ، دوی د خپلو درنو رواجونو او په ټولنه کې د کلتوري نیمګړتیاوو نه وو خبر ، نڅا او راشد ورو ورو لویدل د ځوانۍ موجونه یې په څیره کې راښکاره شو ، نڅا هم له کوره نه راوته ، پیغلتوب سترمنه کړه ، راشد هم نور د نڅا مخ ونه لید ، دوی له کوچني والي ډير ځلې یو بل ته واده شوي وو. خو هغه رښتینې واده نه وو ، دوی نه وو خبر چې د دوی دروغجنه مینه به په رښتینې هغې بدلیږي ، د دواړو په زړونو کې د کوچني والېتوب نندارو څپې وهلې ، د دوی په فطرت کې رښتینې مینه پټه وه.
نڅا په ټولنه کې د شته نیمګړتیاوو ، د پښتنو د ړوند کلتور په منځ کی ګیر ژوند کاوو ، د همدغه کلتور په غیږه کې له تعلیم پرته پیغله شوه ، خو راشد اوس هماغه د کوچني والي د خټينو کوټو جوړونکې راشد نه ، بلکه هغه اوس مسلکي انجینر فارغ شوې وو ، راشد له اتم ټولګي رانیولې د یاداښت کتابچه درلوده په هماغه کتابچه کې یې د هغه چا نوم لیکلې وو کوم څوک چې یې د کوچني والي ، کوچنۍ ناوې وه.
یوه ورځ مور یې سهار له خوبه راپاڅوو ، د راشد مور لوستې وه ، د مور سترګې یې د بالښت څنګ کې په کتابچه پرویتې ، چې څنګه یې د کتابچې مخ خلاص کړ ، ګوري چې دا شعر یې پکې لیکلې.
زمــــــــا د ژوند د امیدونو دروغــــجنې ناوې
سـتا نه بغیر مې ژوند ریتې ریتې پتمنې ناوې
(نڅا زما ژوند)
مور یې چې له دې رازه خبره شوه ژر د نڅا تر کوره په خیرنو جامو کې ورغله ، ترڅو نڅا خپل نازولي زوی انجینر راشد ته وغواړي ، مازیګر وو لمر واړنګې خورې وې چې د راشد مور د نڅا کور ته ورننوته ، ګوري نڅا او مور یې په غټو غټو اوښکو ژاړي ، د راشد مور وپوښتل څه شوي ، د نڅا مور په غریو نیولي آواز ځواب ورکړ .
خورې نڅا یې د تره د دښمنۍ د حل لپاره په بدو کې ورکړه.
د راشد مور د دې غږ په اوریدو سره چیغه وکړه ، راشده ژوند دې تباه شو ، له دې کوکې سره یې د راشد په لور د کور خواته رامنډه کړه ، زړه یې ډير ستړې شوی وو ، له سترګو یې ډيرې اوښکې تویې شوې وې .
راشد د نڅا کور ته د مور له ورتلو ناخبره وو .
کله چې راشد خپله مور په بد حال ولیده ژر یې غیږه ورکړه مورې څه شوي ، مور یې سملاسي ورته وویل زویه ژوند دې تباه شو. دا خبره یی څو ځلې تکرار وله ، راشد مور ته وویل : زما په شان زوی لرې ، انجینر یم ، دنده به واخلم ، کور ته به ناوې راشي ستا خدمت به کوي ، راځه مورې ماښام دې کوټې ته ولاړ شو......
مور یی په چیغه کې ورته وویل هغه ناوې چې ته یې غواړي زموږ کور ته راشي هغه یې د تره د دښمنۍ په بدو کې ورکړې .
شپه تیاره شوې وه ، راشد د مور د دې خبرې په اوریدو خپلې هغې کوټې ته ولاړ چې هلته به یې تل په یوازیتوب کې درس وایه ، نیمه شپه شوه ، ډیر یې ژړلي وو ، په دیواله ځوړندې توپانچې ته یې پام شو ، ژر یې ورمنډه کړه ، چیغه یې کړه .
نڅا له تا بغیر ژوند نه شم کولې ، توپانچه يې پرخپل تندي کیښوده ، له یوه ټک سره یې د خپل ژوند شیبو ته د پای ټکې کیښود.
ته به واېې چی نڅا ته چا ورته ویلې وي ، چې راشد ځان وژلې دې ، په تاخچه کې پرته د موږکو دوا یې راوخیسته ، په بدو کې د ورکولو په جرم بیګناه نڅا ځان ته سزا ورکړه.
د دواړو جنازې څنګ په څنګ په یوه هدیره کې سره خښې شوې ، ټولو ویل که په ژوند سره یوځای نه شوو ، د تل لپاره خو سره یوځای شو.