د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر له دندې ګوښه کېږي

 
راپورونه وايي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ISI مشر جنرال رضوان اختر ښایي په څو اونیو کې له دندې ګوښه او پر ځای یې نوی مشر وټاکل شي.
پاکستانۍ ورځپاڼې «نېشن» پرون ددې هېواد د یوه جګپوړي امنیتي چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی اخیستی، خبر ورکړی چې د استخباراتو د اوسني مشر رضوان اختر د لرې کولو او پرځای يې د نوي مشر د ټاکلو لپاره چمتووالی روان دی.
جنرال اختر د ۲۰۱۴میلادي کال په نومبر کې د درېیو کلونو لپاره د پاکستان د استخباراتي ادارې ISIمشر وټاکل شو. تر دې مخکې نوموړي په کراچۍ کې د رینجرز ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه هم دنده تر سره کړې وه.
د رضوان اختر د لرې کولو لامل نه دی په ګوته شوی، خو د نوموړي د لرې کولو اوازه تر هغې وروسته خپرېږي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان ملکي حکومت له پوځ او استخباراتو څخه په دې هېواد کې د فعالو ترهګرو ډلو  پرضد د عملیاتو غوښتنه کړې وه.
د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د خبر له مخې تېره اونۍ په یوه غونډه کې د پاکستان د پنجاب صوبې وزیر اعلی د ای.اس .ای مشر جنرال اختر ته په کلکه ویلي وو چې د جیش محمد، لښکرطیبه او حقاني شبکې پر ضد باید غوڅ ګامونه اوچت کړای شي.
ملکي حکومت پوځ او استخباراتو ته خبرداری ورکړی چې که د ترهګرو ډلو پرضد اقدام ونه کړي، نو پاکستان به له نړۍ ګوښه او منزوي شي.
 
سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه