
همغه خبره ده، چې وايي (جنګ سوړ شو ميری تود شو) څو ورځې وړاندې له ښاغلي دروند استاد او د پښتو ژبې ريښتيني پالونکي «اجمل روهي» صاحب سره یو ځای ناست وم، نو د خپلو خبرو په لړ کې یې د روهي وېبپاڼې د کلیزې یادونه وکړه او ویې ويل څو ورځې وروسته مو د وېبپاڼې کلیزه ده. د ده د دې خبرې په اورېدو سره مې له ځان سره وویل، چې د لمانځې او ستاینې په موخه به حتما یو څه پرې لیکو. اوس مې یې په اړه وپوښتل او راته ویې ویل، چې د وېبپاڼې کلیزه خو څو ورځې وړاندې تېره شوه د دې خبرې په اورېدو سره ډېر خواشینی شوم او ومې غوښتل اوس یې یوه تر ټولو کوچنۍ یادونه او ستاینه وکړم.
روهي وېبپاڼه او چلوونکي یې د ډېرو زیاتو ستاینو حق لري. په هغه اندازه د ستاینو حق لري، چې موږ د هغه ډول ستاینو وړتیاوې نه لرو او د دوی د زحمتونو او وړتیا په یادولو کې پاتې راځو. ددې وېبپاڼې دې مقام او ځای ته رسېدنه همداسې مفته او وړیا نه ده شوې. مسئولينو یې دې ځای ته د رسېدو په موخه له کچې زیاتې هڅې کړې او له کچې زیات زحمتونه یې ګاللي دي. اوس که چېرې موږ وګورو روهي وېبپاڼه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هره ګړۍ کتل کېږي تل یې د نړۍ هر وګړۍ ته په پښتو ژبه پر وخت او پر ځای خبرونه، پېښې، نوې پنځونې او داسې نور څیزونه وړاندې کړي دي.
روهي وېبپاڼه په پښتو انلاين رسنیو کې لومړی مقام لري ځکه، چې تر اوسه تر ۱۲ ميلونه ځله زياته کتل شوې او په ورځ کې په اوسط ډول سره ۳۰ زره کسان يې ګوري او په فېسبوک کې هم ډير لايکونه لري. د دې وېبپاڼې ورځ تر بلې مینوال او ليدونکي زیاتېږي ځکه، چې هره خپرونه یې کره، ريښتينې او پر وخت ده. د روهي وېبپاڼې له ټول ټيم څخه هر اړخیزه مننه کوو، چې موږ ته تر ټولو غوره خپرونې وړاندې کوي. د روهي وېبپاڼې هغې ستاینې ته موږ عاجز یو د کومې، چې وړ ده بیا هم مننه او کلیزه مو بختوره. په درنښت!!!
ستاسو کوچنی ورور محمداکبر حقمل.