
اسدالله غيرت / پکتيا
راځه چې ښکلې کړو د خدای په عبادت زندګي
نه په ډيرمال ملګريه، نه په ډيردولت زندګي
ددې دنيا ژوند خوپه هرحال، که وي هررقم ته
د چا خرابه مه کړې خدايه د قيامت زندګي
کاش! چې لاړنه وای اوس به داسی ويرجن نه وم ياره
دغم ملګرې مې شوه ستا په فراقت زندګي
دوه ورځې ژوند دی، لکه باد هسې تيريږي والله
ښه ده چې تېره کړو په مينه محبت زندګي
ربه ته وساتې د تل اوهميشه لپاره
ددې دنيا له عيش عشرته دغيرت زندګي
منداخيل