وو نه وو!

 
سړی یوازې وو. ښځه هم یوازې وه. ښځې د کور خوا کې اوبو ویالې ته کتل، خفه وه. سړي اسمان خوا ته کتل او خفه و.
خدای پاک د دوی خفګان لېدو او خفه وو.
خدای پاک وویل:
تاسو سره مینه لرم، نو تاسو له یو او بل سره مینه پېدا کړی او سره مهربانه شئ.
سړي سر ښکته واچولو، د کور خوا کې ویالې اوبو ته یې کتل، اوبو کې یې ښځه ولېده. ښځې هم اوبو ته وکتل سړی یې ولېدو.
خدای پاک پر هغو مهرباني وکړه، هغوی خوشحال شول. خدای پاک هم خوشحال شو، له اسمانه یې باران را اورولو.
سړي لاسونه پورته کړل، ښځې پر سر یې ونېول، تر څو خېشته نشي. ښځې وخندل.
خدای پاک سړي ته وویل:
ستا په لاسونو کې قدرت اچوم، توان ورکوم، تر څو کور جوړ کړې او دواړه سره په خوشحاله او اسانه ژوند وکړی.
سړی باران خیشت کړی وو. ښځې لاسونه پورته کړل د سړي پر سر یې ونېول. سړي وخندل.
خدای پاک ښځې ته وویل:
ستا لاسونو ته ښکلا ورکوم، تر څو هغه کور جوړ کړي ته یې ښایسته کړې.
سړي کور جوړ کړو. ښځې ښکلی کړو. دوی سره خوشحال وو.
خدای پاک هم خوشحال وو.
یوه ورځ ښځې مرغۍ ولېده چې بچیانو ته یې عذا ورکوله. ښځې لاسونه اسمان خوا ته وغځول تر څو مرغۍ راشي او لاسونو کې یې کېني. خو مرغۍ را نغله والوتله، لاړه. د ښځې لاسونه اسمان خوا ته پاتې شول.
سړي هغه ولېده. راغلو. څنګته یې کېناستو او ده هم لاسونه اسمان ته پورته کړل.
خدای پاک د هغوی لاسونه ولېدل چې له مهربانۍ څخه ډک وو. پرښتو یو د بل په غوږونو کې پسپسکې کولې او خندل یې.
خدای پاک وخندل. ځمکه شنه شوه.
خدای پاک وویل:
د جنت د ګلونو څخه غواړم چې د ګل یو شاخ در کړم.
پرښتو د ګل شاخ سړي ته ورکړو.سړي ښځې ته ورکړو. ښځې په ځمکه کې ښخ کړو، ځمکه تازه او خوشبوداره شوه.
وروسته له هغې یو ماشوم پېدا شو. ماشوم ژاړل. ښځې د هغه اوښکو ته کتل او خفه وه.
پرښتو ور وښودل چې څنګه یې یې په غېږ کې ونېسي او خپلې شېدې ورکړي.
سړي ښځه ولېده چې خندل یې. بیا خدای پاک وخندل. مرغۍرا وګرځېده د سړي پر اوږو کېناسته.
خدای پاک وویل:
پر ماشوم مو مهربان شئ چې مهرباني کول زده کړي. رښتیا ورته ووایې چې رښتیا وایوونکی شي. ګل، اسمان او د اوبو ویاله ورته وښایئ چې زما همېشه په یاد وي.
ګرمې او بارني ورځې هم تېرې شوې. ځمکه رنګا رنګ ګلونو وپوښله. ماشوم هم خوشحاله وو، منډې یې وهلې او لوبې یې کولې.
خدای پاک هر څه په هر ځای کې ګوري.
خدای پاک لېده چې د باران په وخت کې یې لاسونه د ښځې پر سر نېولي وو تر څو خېشته نشي. ښځه یې هم لېده چې د زرګونو امېدونو سره سره یې د یو ګل شاخ هیله لرله.
خدای پاک ډېر لاسونه لېدل چې داسمان خوا ته پورته وو. هغه د کور خوا کې د ویالې اوبو ته کتل، هغه مهرباني
او هغه مرغۍ چې ... .
خدای پاک خوشحال وو.
ځکه چې له هغه نه نور هېڅوک یوازې نه وو.