د ژوند په اړه (۸۵) خبرې، د ارواپوهنې له کتابونو!‎

۱- لږ تر لږه په کال کې یو وار لمر خاته وګوره.
۲- د (مننه کوم) عبارت ډير کاروه.
۳- په دې پوه شه چې په کوم وخت کې باید، خاموش اووسې.
۴- لېوانیانو په شان تګ مه کوه.
۵- ماشومانو ته دې هغه سمان راوړه چې، غواړي یې.
۶- تل د واېلو په حالت کې اوسه.
۷- په څه چې پوهېږې نورو ته یې ور وښایه.
۸- د زېږدو په ورځ دې یوه ونه کېنوه.
۹- نوي یاران پېدا کړه خو زاړه مه هېروه.
۱۰- له مختلفو ځایونو تصویرونه واخله.
۱۱- راز ساتونکی اوسه.
۱۲- د خپل غذایي رېژیم په اړه چا ته څه مه وایه.
۱۳- په دې پوه شه چې، هغه خبرونه اورې ټول رښتیا ندي.
۱۴- کله کله ځان سره هم خبرې کوه.
۱۵- د واده ورځې نېټه دې هیڅکله له یاده مه اوباسه.
۱۶- چا ته کناېې مه وایه.
۱۷- باچیانو دې ووایه چې، تاسو فوق العاده یاست.
۱۸- ساعت دې تل پنځه دقېقې مخکې برابر کړه.
۱۹- د ماشومانو سره په لوبو کولو دې، دوی بریالي وښایه.
۲۰- وخت پېژندونکی اوسه.
۲۱- له نا اشنا کسانو لرې اوسه.
۲۲- په دښمن دې هیڅکله باور مه کوه.
۲۳- که عصباني یې نو هیڅ کار سره غرض مه لره.
۲۴- د مېرمنې ښه دوست دې شه.
۲۵- تر څو دې چې نوې دنده نه وي پېدا کړي، فعلي دنده مه پرېږده.
۲۶- کوښښ وکړه چې، تر ټولو ګټور او ښه انسان اووسې.
۲۷- چا ته دې په زړه کې کېنه مه ساته.
۲۸- ټولو ژوندیو موجوداتو ته ارزښت ورکړه.
۲۹- بې ارزښته مساېلو کې ځان مه ښکېلوه.
۳۰- هیڅ وخت چا ته مه وایه چې ستړی معلومېږې.
۳۱- مه ګل اوسه چې په ځمکه بار یې او نه باران چې په خاوره غورځې، خاوره اوسه چې ګل له تا شین شي او باران درباندې ووارېږي.
۳۲- که ګټونکی شوې نو ویاړ پلورونکی مه کېږه.
۳۳- تل دې په وعده وفادار اوسه.
۳۴- تر څو چې کولای شې، جدایي په وصال بدله کړه.
۳۵- دا دې عادت وګرځوه چې، کله نا ارامه یې ځان ارام وښایې.
۳۶- ژوند دې خپله ځانته مه سختوه.
۳۷- په ټول ژوند کې قمار بازي مه کوه.
۳۸- له شیانو دې په ښه ډول ساتنه وکړه.
۳۹- په دې تمه مه اوسه چې پیسې به نېکمرغۍ درته راوړي.
۴۰- د نورو بدلون لپاره له خده زیات کوښښ مه کوه.
۴۱- پلونه مه ورانوه، شاېد یوه ورځ راشي چې ترې اوړې به.
۴۲- ځان دې سست مه نېسه.
۴۳- معتادل او نرم اوسه.
۴۴- ماشېنونه دې تل قلف ساته.
۴۵- نورو ته توانمندي دې له یاده مه اوباسه.
۴۶- مخکنۍ یارانې بیا تازه کړه.
۴۷- کوښښ وکړه چې، ژوند دې نوي پېغامونه درته رامخکې کړي.
۴۸- د خوښې کتاب دې څو وارې ولوله.
۴۹- د کار تر خلاصون دې، د خپلو بریاوو په اړه چا ته څه مه وایه.
۵۰- قناعت کوونکی اووسه.
۵۱- غوڼډو ته یوه دقېقه هم مه نا وخته کوه.
۵۲- مخکې له ماینتوب فکر وکړه چې، د لرېوالي، ستونزو او سختیو توان لرې او یا که نه.
۵۳- هغه وخت ناصېحت مه کوه چې، له دوو ډېر کسان وي.
۵۴- د مېرمنې په اړه دې هیڅ چاته څه مه وایه، نه منفي او نه هم مثبت.
۵۵- ماشومانو ته د جنګي لوبو شیان مه اخله.
۵۶- نه دومره کم خوره چې کمزوری شې او نه هم دومره ډېر چې ناروغ شې.
۵۷- محترم اوسه، بې له بلنلیک کومې غوڼډې، مجلس او یا کومې خونې ته مه ځه.
۵۸- پر مېرمنې دې عاشق شه تر څو جنت وګورې.
۵۹- د نورو په بښلو کې ډېر خوندونه دي، تجربه یې کړه.
۶۰- په کار کوونکو دې مهربان اوسه خو جدي.
۶۱- د چا غرور مه ماتوه، ځکه ماته شېشه بیا درته توان رسوي.
۶۲- خلاف عمل مه تجربه کوه او نه هم تکرار.
۶۳- که غلطي دې وکړه نو په مېړانه اقرار وکړه چې، غلطي وشوه.
۶۴- د نورو سره په خبرو کولو کې د هغوي سترګو ته وګوره، تر څو ښه دې درک کړي.
۶۵- غاښونو کې خلي مه واهه.
۶۶- څوک چې درنه هیلې لري، نا هیلې یې نکړې.
۶۷- که د چا سره دې مینه لرله د زېږیدو په ورځ یې، یو پېغام ور ولېږه.
۶۸- په دفتر، کور او خاولۍ کې ښکلي ګلان ولګوه.
۶۹- حساب کول یاد کړه او په طرېقو یې ځان پوه کړه.
۷۰- په سیاست کې مه دانګه.
۷۱- دې سفر او د سفر ملګري په اړه دې، فکر وکړه.
۷۲- تل موسکی اوسه.
۷۳- په نورو تکیه مه کوه.
۷۴- وروسته له بې غزته کولو دې ماشومان، په غېږ کې ونېسه او ښکل یې کړه.
۷۵- هغه کتابونه دې په امانت ورکړه چې، بېرته ترې اخېستل یې درته دومره موهېم نه وي.
۷۶- پېغام پاڼو کې بې مفهومه شیان مه اچوه.
۷۷- ماشومانو ته د پیسو په ورکړه کې، بخیلي مه کوه.
۷۸- که له سختیو سره مخامخ شوې، ځان ته خپله ډاډ ورکړه.
۷۹- هیڅوک خوشحالي نشي درکوی بې له ځان دې، خو که ته وغواړې.
۸۰- له خده زیاته دوستي، زړه سوی او شوخي کول دې له کوم چا سره، ټاکلي حرمات له منځه وړي.
۸۱- له کوم چا سره له خده زیاته مینه، مهرباني او ښه کړه وړه دې بیا په دنده کولو اوړي.
۸۲- له خده نه زیاته تمه، غوښتنې او انتظار دې بیا د زاریو او منت رنګ اخلي.
۸۳- کوښښ وکړه چې په ورځ کې لږ تر لږه درې کسان وخنداوې.
۸۴- په ورځ کې لس دقېقې کېنه او خاموشي غوره کړه.
۸۵- تر څو چې پوه نه وې هیڅ نشې کولای، نو پوه شه چې څه وکولای شې.