د ګوتمۍ له مخې د انسان پېژندنه‎

ګوتمۍ مو په کومه ګوته کې وي؟
* په غټه ګوته کې.
* د شهادت په ګوته کې.
* په منځنۍ ګوته کې.
* د ګوتمۍ په ګوته کې.
* په کوچنۍ ګوته کې.
* ګوتمۍ نه په ګوته کوئ؟
* څو دانې په ګوتو کوئ؟
*غټه ګوته: هغه کسان چې په دې ګوته کې ګوتمۍ اچوي، ډېر جذاب او له هر شي سره پوره پوره مینه ښایي، ډېرۍ وخت تفرېح کوي، له ژوند څخه ښه خوند اخلي او تل تیار وي چې له نوېو شیانو سره اشنا شي.
* شهادت ګوته: دغه ډله خلک ښه انجامونکي او پر ځان باور لرونکي دي، رهبري او لارښونه خوند ورکوي، په ظاهېر ډېر سخت او جدي وي خو؛ په باطن کې نرم، مهربان او ارام.
* منځنۍ ګوته: دا هغه خلک دي چې مخته تګ نه خواښوي او تل په خپل مخور تاوېږي، خو سره له دې بې ضرره، بې حسده او بې عرضه دي.
* د ګوتمۍ ګوته: دغه ډله خلک ډېر حساس او رومانتيک وي، د زړه له تله غواړي چې په يوه تلپاتې او زړه راښکونکې مینه کې تر سره ډوب شي.
* کوچنۍ ګوته: دغه ډله ډېر مهربانه دي، وړو وړو څېزونو ته ډېر ارزښت ورکوي، هیڅ کله نه غواړي چې په کارونو کې یې یوه وړه غلطي هم وکړي او تل په خپلو کارونو بوخت وي.
* څو ګوتمۍ: هغه خلک چې دوې او یا له دوو څخه ډېرې ګوتمۍ په ګوتو کوي پر ځان یې باور کم وي، ډېر غواړي چې رښتنې مینې ته ورسېږي خو؛ خپل ځان د نورو وړ نه بولي.
* ګوتمۍ نه په ګوته کول: دغه خلک بیا د ساده ژوند غوښتوونکي وي، له کېنې او حسد څخه پاک، ډېر ارام، وېښ او د پوره ډاډ وړ دي، د نویو شیانو زده کړه خوند ورکوي او کله که په کوم مجلس کې حجالته شول، مجلس په ځای پرېږدي او ډېر وخت یې نوم هم په خوله نه اخلي.