
لس کاله وړاندې، پښتو ویبپاڼو د خپلو فعالیتونو لومړني ګامونه اخیستل او دا دی د یوې- یوې نیمې لسیزې په تېرېدو یې فعالیتونه چټک او لا پراخیږي، په همدغو کلونو کې ازادو ویبپاڼو په شخصي هڅو خپل فعالیتونه پیل کړل او لا د پر مختګ په موخه په هسکو ټیټو کې مزل وهي، د ویب پاڼو چلونکو دغه هڅې د ډېرې ستاینې وړ دي ځکه چې پرته له کوم امتیاز خلکو ته معلومات وړاندې کوي او د لوستونکو تنده ماتوي.
روهي ویب پاڼه هم د همدغو کوښښونو یوه په زړه پورې او ارزښتمنه لړۍ ده چې چلوونکي یې د خپل احساس او خلکو سره د مینې له مخې دا دی ویب پاڼه لس کلنه کړه او له نیکه بخته ویب پاڼه لا د پرمختګ په حال کې ده او لوستونکي یې ورځ تر بلې ډېرېږي.
د ویب پاڼې درنو چلوونکو ته د کار د دوام او حوصلې هیله لرم او له لیکوالو دغه غوښتنه لرم: هیله ده لیکوال د خپل مسلک اړوند، خلکو ته هغه معلومات وړاندې کړي چې په ورځنیو چارو کې ترې ګته واخلي، په ژوند کې یې نوښت راشي، د پر مختګ سبب یې شي او په بېلا بیلو برخو کې یې معلومات ډېر شي، د بېلګې په ډول موږ په افغاني رسنیو او په تېره برېښنايي هغو کې د ژوند چاپېر یال، طبي معلوماتو، لومړنیو مرستو، فیشن، ښکلا، پاکۍ، ماشومانو روزنې، پیسو د سپما، وړو کورنیو اقتصادي پروژ، کر کیلې، بڼوالۍ، مناسبو خوړو، د کورونو د نقشو، د کور، انګړ، باغ او.... ډیکوریشن او ځینو نورو برخو کې ډېر معلومات نه لرو، نو که د بیلا بیلو مسلکونو کدرونه د دې پر ځای چې په سیاسي لیکنو نښتي وي دغې برخې ته هم پام وکړي.