خمنډول څنګه مشاور شو؟ (طنز)

نیمه شپه خمنډول له نایټ کلب راووت، پیسې یې ټولې لړومی کړې وې ړنګ بنګ، ټکسي کې کښیناست، د کور پر ځای یې د پارک لاره غوره کړه او همداسې ځولۍ ځولۍ یې د پارک څوکۍ کې ځان خطا کړ، لاره پرې ورکه وه چې څه وکړي نه یې کور کې نغده پاتې وه نه هم بانک کې، هوټل کې جارو او پاک کارۍ له ژوند ایستلی و. د ناهېلۍ په همدې خوره څپه کې یې دم ګړۍ چورت وزغلاوه خو د خلاصون لاره یې ونه مونده ژړغونی شو، د بوتل سر یې پرانیست غوړپ یې وکړ او د آسمان ستورو کې یې ذهن لارې وکړې، یو ناڅاپه یې د ډاکتر مشوره ورپه زړه شوه چې د خفګان څپه کې چورت په خوشالۍ واړوي، چورت یې په بله شو فکر یې په خیال پلو واوښت ځان یې شتمن کړ لومړی یې جیبونه له ډالرو ډک کړل پسې یې د نغدو پنډې جوړې کړې خو د هوايي خیالونو نړۍ یې دې ملک کې نه شوای رنګینه کولی اخر دې نتیجې ته ورسېد چې هغه خپل پلرني ټاټوبي ته ورشي هغه ټاټوبي ته چې درز او غرپ پکې ښه زور کې روان دی، وې دا ځل خپله نه بلکې د هوښیارانو منم هغه چې وايي "ګنج ده ویرانه است".
 
سبا یې په خوښۍ خپلې کورنۍ ته د خپل فکر نقشه بیان کړه، خپل کمپيوټر ته کښیناست سپېره وطن ته یې یو ښه مست ایمېل ولیکه چې کومې علمي رتبې او تجربې یې اورېدلې وې ټولې یې په خپل ځان پسې وټومبلې، دوې درې ورځې لا نه وې تېرې چې موبایل ته یې ایمېل ورسېد پکې لیکل شوي وو چې موږ اکاډمیکو کدرونو ته اړتیا لرو که کېدلی شي افغانستان ته راشئ او زموږ سره خپلې تجربې شریکې کړئ.
 
خمنډول لومړی خپل وفادار سپی خرڅ کړ او څو ورځې وروسته یې ټکټ وکړ په هوا شو او پر داسې یو ټاټوبي ور ښکته شو چې له خړو غرونو پرته نور څه نه پکې مالومېدل، چې له الوتکې ښکته شو نو داسې پښیمانه و لکه د جنت له دیاره یې په خپله خوښه د دوزخ انګړ کې پښې ایښې وي. همدلته ځای پر ځای چورتونو پسې واخیست وې لکه چې بیا وښویدم دا سپېره او کنډواله وطن وګوره او د ډالرو امبارونه. په همدې چورتونو کې سرښکته له ترمینل را ووت ګوري چې یو تک سپين لنډکروزر ورته انتظار ولاړ دی، موټر کې کښېناست او په چټکۍ له هوايي ډګر ووت، دی حیران و چې ولې د دوی له موټره دا نور موټر داسې تښتي لکه د ځنګل زمری چې د غوایانو ګلې پسې خوشی وي.
 
شېبه وروسته یوه ګلالي هوټل ته ورسول شو، یوه پاکه کوټه ورته تیاره ریزرف شوې وه او هملته  پکې دمه شو.
سبا یې هوټل کې د کوټې تر کړکۍ لاندې لنډکروزر موټر ودرېد شېبه وروسته یې وزیر صاحب ښه راغلاست ته ورغی، تر څه مجلس وروسته یې له وزیر صاحب سره یو ځای له هوټله حرکت وکړ، یو وسله وال موټر مخکې او بل ور پسې یخ کروزین کې مخ پروزارت وخوځېد، د موټروغروپر له لیرې اورېدل کېده، پر وزارت ور ننوتل له موټر ښکته شول، وسله وال یې مخ او څټ ته روان وو، مامورین یوه بله خوا پورې وهل کېدل، د دفترونو پرانیستې دروازې په لغتو او کونداغونو بندېدلې او په ډېر جوش او خروش د وزیر صاحب دفتر ته ورسېدل. لوی دفتر کې وزیر صاحب ته ښه غټه بلا منحني ډوله میز ایښی و چې کمپیوټر، ګلونه، عکسونه، تابلوګانې، نقشې او کاغذونه پرې امبار پراته وو، وزیر صاحب خپلې څوکۍ کې ځان واچاوه او خمنډول د څنګ څوکۍ کې تکیه وکړه د وړو وړو میزونو پر سر، اوبه انرژي، بادام، چارمغز پسته، ممیز، بادامي نقل، کولچې، مڼې، ناک، شفتالو، امونه او ځينې نور وچ او لانده ایښي وو، د وزیر صاحب میز ته مخامخ د وره څنګ ته یو ۸۰ انچه ټلویزیون هم چالان و او د ترکي سریال صحنې پکې اوښتې را اوښتې.
 
وزیر صاحب د کمپيوټر بټن ووهله او خمنډول ته یې کړل: پخیر راغلې موږ ستا ټول اسناد کتلي ستا تحصیلات، ماسټریانې، دکتورا ورکشاپونه، کورسونه ټول بیخي په لوړه کچه دي ته همدلته سلا کار شوې او چې لږ دمه دې وکړه بیا ځو ستا دفتر ته، ستا دفتر تیار دی، څو شېبې یې په میوو شخوند وواهه او وزیر صاحب خپله دفتر ته ور سره لاړ، چې دفتر ته ننوتل نو ډله مامورین یې انتظار ته ولاړ او په ګرمو چکچکو خمنډول صاحب داسې بدرګه شو چې داسې بدرګه یې لا هغه خیال پلو کې هم نه وه لیدلې.
 
د وزیر صاحب د خبرو پیل چکچکې ودرولې بیا وزیر صاحب خمنډول صاحب معرفي کړ: "خمنډول صاحب د دې وطن اصلي بچی او له مجبورۍ مسافر شوی، د امریکا په ښکلي او ښایسته سیاټل ښار کې ژوند کوي، د انساني ژوند د پراختیا برخه کې هم ماسټري لري، هم ډاکتري او هم ښې ډېرې تجربې، انشاالله چې د ده مشورې به د خلکو په ژوند کې بدلون را ولي".  
 
وزیر صاحب د خپلو خبرو په پای کې خمنډول ته مخ ور واړاوه چې یو څه ووایي، خمنډول صاحب څو خبرې داسې سره وپېیلې چې د انګلیسي، پښتو او دري ګډولې ټول ګچ او ګول کړل، په خدای که دی خپله پرې پوهېده چې څه غږوي نو دا نور به څه پرې پوه شوي وي، خو دوی دومره تر اغیز لاندې راغلي وو چې د خمنډول صاحب په خبرو نه پوهېدل یې خپله کمزوري او بې علمي ګڼله.
 
وزیر صاحب وړاندې ورغی، تر لاس یې ونیوه په یوه پسته څوکۍ یې د یوه غټ مېز شاته کښيناوه، دلته نو بیا چکچکو زور واخیست، ورسره د عکسونو بازار ګرم شو، هر یو کوښښ کاوه چې له خمنډول او وزیر صاحب سره عکسونه واخلي، عکسونه له چکچکو سره بدرګه کېدل، بیا نو وزیر صاحب وویل موږ او تاسو ځو خپلو دفترونو ته او مشاور صاحب پرېږدو دی پوهیږي او خپل دفتر یې، بیا چکچکې شوې او ورپسې ټول مامورین له دفتر ووتل شېبه ورسته د مشاور صاحب مېز ته کافي، چاکلیټ او هغه مېوې ورسېدلې چې د وزیر صاحب دفتر کې پر مېز ایښې وې.
 
هغه خمنډول چې چا یې سنت سلام ته علیک نه وې اوس دلته مشاور غوره شو، څو ساعته دفتر کې ناست و ورپسې یې خپل ټلفون پرانیست او فیسبوک اکونټ یې خلاص کړ ګوري چې لسګونه ریکویسټونه ورته راغلي، تندی یې نور هم وغوړېد زړه کې یې ویل چې ګوره هم اصلي نړۍ کې عزتمند شوې او هم دا مجازي کې خلک درپسې دي، امریکا کې خو مې یوازې خپل سپي قدر کاوه نور خو ولا که چا ایشتولۍ هم بللم، بس ټولو ته یې په وار سره کانفرم بټن ووهله او د ملګرو هغه لیست چې کلونه یې دومره شمېر ته نه شوای رسولی په یوه ورځ پکې لسګونه کسان ورزیا ت شول او نویو ملګرو هغه عکسونه پورته کړي وو چې مخکې یې له مشاور صاحب سره اخیستي وو، یو څو پوسټونه پکې داسې وو:
 
لومړی: نن زموږ وزارت ته یو په کار پوه، متعهد او با استعداده مشاور وټاکل شو خدای دې په دنیا او اخرت بریالی لري.  
 
دویم: د وطن د آبادۍ پر لوري یو بل ګام، دروند مشر خمنډول صاحب ته یوه درنه وظیفه وسپارل شوه درانه خلک دې تل درانه اوسېږي.
 
درېیم: ایله چې یو د کار سړی په کار وګومارل شو.
 
څلورم: خمنډول صاحب د لوړ استعداد درلودونکی وطن ته ژمن ځوان دی. په چارو کي ورته بریا غواړم.
 
پینځم:  خمنډول صیب تر دې د ډېرې اوچتې دندې حقدار و او دی.
 
شپږم: د الله ﷻ له درباره ورته د لا برياوو او توفيقاتو غوښتونکی یم. بریاوې مشره!
 
د مشاور صاحب ورځ ډېره په خوشالۍ تېره شوه او ماښام بیا په دبدبه هوټل ته ورسول شو، تر رسېدلو وروسته زنګ ورته راغی د کوم شرکت رییس و د لیدو کتو وړاندیز یې کړی و شیبه وروسته چې ورته راورسېد او سره معرفي شول نو د وطن په ورانۍ یې ښه ډېر افسوسونه سره وکړل، سیاسیون یې ملامت کړل حکومتونه یې وننګول او مفسدین یې وغندل، رییس د خدای پامانۍ پر مهال د خمنډول لاس کې د ډالرو بنډل ور کېښود، چې سړی ووت خمنډول صاحب بدو او سختو شیبو ته یو ځل بیا چورت وزغلاوه او له ځانه سره یې ورو ووې هوښیاران خو هسې چټي نه وايي چې (ګنچ ده ویرانه است).
 
سبا سهار تر خوندور سباناري وروسته بیا په دبدبه او بدرګه دفتر ته لاړ، هلته یې څو کسانو په ډېر احترام عکسونه وایستل، ساعت به لا نه و تېر چې د مشاور صاحب بانک کونټ جوړ او کارت یې ورته تسلیم کړ، دا اکونټ نو هغه د امریکايي بانک اکونټ په څېر تش تور نه و سملاسي ورته ۸زره ډالرو ور ټوپ کړي وو، دا خو لا څه کوې چې هر مازیګر به مختلفو کسانو ترې د مجلس وخت اخیست او هر یوه به لاس کې ورته د مېلمستیا او ښه راغلاست څلور پینځه زره ډالر ور اېښودل.
 
د مشارو صاحب د کار پیل د څو پروپوزلونو کتل وو چې وزیر صاحب ورته د لاسلیک او یا رد واک ورکړی و، مشاور صاحب پروپوزلونه وکتل او یو پر بل پسې یې لاسلیکول، د پروپوزلونو لاسلیک ځکه حتمي و چې ټول د هغو ښه راغلاست د کسانو وو، په دې کار د وزیر صاحب تندی هم ډېر غوړېدلی و ځکه د هغه غمه تر مشاور صاحب ډېره غوړه خوړل شوې وه. 
 
میاشت لا نه وه پوره چې د مشاور صاحب جیبونه له ډالرو ډک شول خبره چې بوجۍ ته رسېده مشاور صاحب ته مشوره ورکړل شوه چې امنیتي وضعیت ښه نه دی غله ډېردي، شازاده سرای کې یو صراف  د پیسو د لېږد لپاره ور په ګوته شو، اوس یې مشاور صاحب په بنډلونو ګټي او د ډالرو وطن کې یې خپلې ښځې ته استوي.
 
شپږ میاشتې وروسته چې مشاور صاحب د دمې تصمیم ونیو نو ښه غوړه ډالري سفریه ورته منظوره او په امریکا ورکوز شو.
 
امریکا کې یې مېرمنې او اولادونو د همغه کال نوي نوزي موټرونه را نیولي وو، کرايي تنګ ترش کور په شخصي بنګله بدل شوی و، هر څه پوره و یوازې د مشاور صاحب وفادار سپی نه و خو چې کله یې دوه زره ډالر د سپي بیه پرې کړه نو هغه وفادار یې هم تر لاسه کړ، هغه قدر او عزت چې مشاور صاحب خپل کهول کې له لاسه ورکړی و هغه یې څو چنده تر لاسه کړی و او ټولو ورته ښه غوړ ایتال پیتال کاوه.
 
مشاور صاحب له امریکا تللي درویشتنیم لکه ډالر بېرته خپل ټاټوبي ته رسولي وو، او چې ټولو وران وطن کې ډالري مزې ولیدې نو مشاور صاحب اوس له خپلې مېرمنې اولادونو او خپل سپي سره یو ځای خپل اصلي ټاټوبي ته تللی زوی یې شرکت لري، مېرمن یې د ښځو چارو متخصصه ده، خمنډول سلا کار دی او لور یې د نجونو د حقوقو کارپوهه ده.
 
مشاور صاحب په نن سبا کې اباد وطن ته روان دی ځکه د پیسو پنډه یې درنه شوې هغه بله شپه یې چې حساب کاوه ټولو په شریکه یو نیم سل میلیونه ګټلي، نو ځکه ټولو په لوړ غږ دغه خبره بدرګه کړه چې (ګنج ده ویرانه است) بیا یې پسې چکچکې ووهلې د ټولو اخري شعار داسې وران وطن همداسې وران زنده باد!!