![يو سړى ٢٣ کاله نه دى ويده شوى!!!](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
ليکنه: نوراحمد عايل
د الجزيرې د انگرېزي برخې د راپور پربنسټ دبلجيم هېواد اوسېدونکى رام هوين(Rom Houben) ٢٣ کاله ژوند په ډېر بد حالت کې په رڼو سترگو تېرکړى . نوموړي په دې ټولو ٢٣ کالونوکې سترگه هم نه ده پټه کړې.
رام هوين په ٢٣ کلنۍ کې دموټر چلولو په يوه پېښه کې فلج شوى و، پوره ٢٣ کاله کېږي چې ويښ دى، په هغوپېښوچې په وړاندې يې کېدې ښه پوهېده، خو چاته يې ويلى نه شواى . په ژبه گونگ و،خو نور په زړه کې بيدار و.
٤٦ کاله عمر لري. د ډاکټرانو د ډېرو هڅو په پايله کې ايله په دې توانېدلى چې د لاس د يوې گوتې په وسيله ، خپلې غوښتنې د يوه کوچني کمپيوټرپرمخ وليکي تر څو کوم شى چې دده اړتيا وي ورته، اړوند کسان يې راوړي. خو له دې ټولو سره ،سره ډاکټران وايي ،شونې نه ده ،چې ښاغلى رام هوين به راتلونکى پسرلى په دې نړۍ تېر کړي.
انځورونه: له بي بي سي نړيوال سرويس او ډيلي ميل څخه