
ليکوال او ژورناليست: ايمل افغان
دا خود لمرپشان یوه څرګنده خبره ده چې افغان حکومت او دهېواد سیاسي کارپوهان په خپلو کارونو او ورکړل شوو دندو کې د افغانستان په دننه اوبهرکې په دا تېرو اتو کلونو کې ترخپلې وسې پورې وروسته پاتې راغلي چې دغه پاتېوالی يولړ علتونه لري چې زه نه پوهیږم دغو علتونو ته افغان چارواکوپاملرنه نه ده کړې او که خپلې سترګې یې ورباندې پټې کړي اوغوږونه یې کاڼه اچولي دي.
هغه علتونه چې دوي ورباندې خپل ځانونه ناګاره اچولي اوخپلې سترګې یې پټې کړي د مظلومو هېوادوالواود نړیوالې ټولنې په ګمان سره چې په تېرو کلونو کې ولسمشرکرزي صیب داسې بې کفایته اونه افغانان په لوړو چوکیو وګمارل چې نه یې د دغو چوکیو اهلیت اونه هم لیاقت درلود او نه هم ولسمشرکرزي صیب او هېوادوالوته وفاداره وه ځکه له یوې خوانه دغه کسان دچوکۍ وږي او د مظلومو هېوادوالو وینو ته تګي ناست وو چې کله به دغه وخت دوي ته په لاس ورځې چې له یوې خوانه د افغان ولس په سرنوشت یې لوبې وکړي او له بلې خوانه یې د کرزي صیب اود ټول افغانستان رنګه هم په نړیواله کچه اوهم په افغاني کچه بده کړه .
دې ټکي ته باید افغان حکومت او سیاسي کارپوهان پوره پوره پاملرنه وکړي چې خپل حکومت په خپله جوړکړي نه د بهرنیو په تشولافو او ویناو سره هغه په دې معنی چې افغان حکومت ته چې نن ورځ دا کوم طلايي چانس په لاس ورغلی له دغه چانس نه باید پوره ګټه واخلي هغه په داسې شکل سره چې په هېواد کې د موجوده ستونزو د را ولاړیدوعمده علتونه راپیدا کړي چې دغه ستونزه په کوم ځای کې ده او په افغانستان کې د موجوده ادارې مخالفین څه غواړي له حکومت نه؟
کرزی صیب باید ددغومخالفینو پوښتنواوغوښتنو ته یوقانوني اومنلې لاره باید را پیدا کړي چې ترڅو وکولای شي یوجوړجاړي ته ورباندې ورسیږي دا په داسې تشو اوخالي ویناو سره نه کېږي اونه په عذرسره دا د افغانستان دومره خونړې جګړه حل کیږي چې موجوده اداره او دا چارواکي ورنه دا سوالونه له خپلو مخالفینو نه کوي چې راشي له موږ سره د حکومت په جوړولوکې ونډه واخلي او خپل هېواد اباد کړې.
نه دا یې د حل لاره نه ده افغان حکومت باید هغوي ته په راتلونکې حکومت کې ونډه ورکړي او هغوي په دې باندې قانې کړي چې راشي له ده سره خپلې مټې را ونغاړي او په ګډه کاروکړي ترڅو افغان چارواکي وکولای شي دغې غم لړلې پېښې ته نور د پای ټکې کېدي.
دا خوټولو هېوادوالو ته څرګنده ده چې کرزي صیب داسې بیکاره کسان په خپله غیږه کې نېولي دې چې دهغوي لاسونه د ملت په وینو سره دې او نه هم د کار کسان دې چې د ده دحکومت او غریب ملت لپاره په درد وخوري او نه هم په دغو بدشکله څېرو سره په هېواد کې سوله راتلای شي حال دا چې له دغو بد شکله څېرو نه نور هم هېوادوال تښتي .
نوپکار ده چې افغان ولسمشر له دغه اخيري چانس نه چې یو ځل بیا خدای په لاس ورکړی دی ډېره ښه استفاده وکړي او دا خپل حکومت په خپله په پښو ودروي نه د نړیوالو په مټو.
دا زما په نظر بلکل سمه خبره ده چې نړیوال نن ورځ افغان حکومت ته دا چلنجونه ور کوي چې موږ دوه میاشتې وروسته له افغانستان نه وځو او نهه میاشتې وروسته وځو اصلا نړیوالوځواکونو هم په افغانستان کې ماتې خوړلې ده او میدان ورنه یوځل بیا جنګسالارنو ګټلی دی خوپکاره ده چې افغان حکومت په دا اتلسو میاشتو کې په خپلو پښوځان ودروي که چېرته موږخپل حکومت په خپلو پښو ونه دروو او یوه قوي اداره جوړه نکړو او کار د اهل کار کسانو ته ونه سپارو او له مخالفینو سره دخبروجوړجاړي ته ونه رسېږو نو زه فکرنه کوم چې بیا به په دغه پاکه خاوره کې د کرزي صیب اوهم یې د نژدې اوده ته د وفاداره وزیرانو شپې او ورځې تېرې شي نو افغانستان به یوځل بیا د اور په لمبو کې وسوزي او نړیوال به هم د تېښتې لاره د ځان لپاره لټوي او موجوده وزیران به هم په شرمونو وشرمیږي او مختورن به یوځل بیا له افغانستانه خپلې پښې سپکې کړي.