
دغه متن دافغانستان دجمهور رئیس دویاند له دفتر څخه خپور شوی چې دجمهور رئیس دمرکې هغه موضوع ګانې چې ځېنې برخو یې داسوشیتد پرس دخبریال په مقالو کې انعکاس موندلی دی په بشپړ اودقیق ډول دټولو په واک کې ورکړ شي.
پوښتنه: ایا د۲۰۱۱ کال ضرب الاجل او دجمهوررئیس اوباما دوینا له مخې په دغه کال کې دامریکا دپوځي ځواکونو دکمیدو پیلیدل ستاسو لپاره په راتلونکي کې دستونزو دراپیدا کیدو بیانونکی دی؟
ځواب: په ۲۰۱۱ کال کې دامریکا دهغو ځواکونو دکمښت په اړه تصمیم نیول چې نوي افغانستان ته راځي پخپله په دوی پورې اړه لري او هرمهال چې وغواړي کولای شي دا کار ترسره کړي. خو موږ باید دلته ددغو ځواکونو دشتون دموخو او مقصدونو په اړه خبرې وکړو.
جمهوررئیس اوباما پخپله پرونۍ وینا کې په سمه توګه او په صداقت سره څرګنده کړه چې دسپټامبر له ۱۱ نیټې وروسته امریکا دخپل ملي امنیت په خاطر په ملګرو ملتونو او دناټو په سازمان کې دخپلو ملګرو په ملاتړ افغانستان ته راغله. داکار هم دافغانستان او هم دامریکا په ګټه ؤ.موږ غوښتل چې خپل هېواد بیا لاس ته راوړو، خپل اولادونه ښوونځیو ته واستوو، هېوادمو دتروریزم او دطالبانو په شمول دهغو ټولو عناصرو له منګولو خلاص کړو چې زموږ په هېواد یې غلبه کړې وه.
ما تل هڅه کړې ده چې دلویدیځې نړۍ خلکو، دهغوی سیاسي چارواکو او لویدیځو رسنیو ته توضیح کړم چې په ۲۰۰۱ کال کې له یوې نیمې میاشتې څخه په کمه موده کې کوم فاکټور دطالبانو او القاعدې دماتې سبب شو؟ او کوم عوامل ددوی دبیا پیدایښت سبب شول؟
زه غواړم ددوو اساسي فاکټورونو په اړه خبرې وکړم:
لومړی داچې دافغانستان خلکو غوښتل چې خپلواک واوسي او دافغانستان خلکو احساس کولو چې پاتې نړۍ افغانستان ته راغلې ده چې دافغانستان له خلکو سره دمرستې له لارې له خپل ځان سره مرسته وکړي، چې دغه کار په سمه توګه ترسره شو.
له دې امله هغه مهال سمې سیاسي زمینې موجودې وې، موږ دافغانستان خلک له ځان سره لرل. په ۲۰۰۱ کال کې هغه مهال چې زه له ترینکوټ څخه کندهار ته راغلم، هغه ټولې ولسوالۍ چې دلارې په اوږدوکې پرتې وې یوه پربلې پسې تسلیمیدلې او دطالبانو له تیښتې وروسته په دغو ولسوالیوکې قومي مشرانو دچارو واګي په لاس کې نیولې. ترینکوټ هم په همدغه منوال دطالبانو له کنټرول څخه ووت، موږ هلته هیڅ حضور نه درلود. دترینکوټ مشرانو ددغې ولسوالۍ کنترول په خپل لاس کې واخیست او دافغانستان تور، سور او شین بیرغ یې دولایت دودانۍ پر سر ورپولو، او له دغې پیښې څخه ددرې ورځو له تیریدو وروسته یې موږ په غرونو کې پیدا کړو او ولایت ته یې راوستلو.
پوښتنه: ولې اوس طالبان بیرته راغلي دي؟
ځواب: دایوه ډیرمهمه پوښتنه ده. موږ دخپل کار په کوم ځای کې تیروتنه کړې ده؟له دې امله په ناټوکې دامریکاد ملاتړ کوونکو په ملاتړ دامریکا دنوې ستراتیژۍ دبریالیتوب لپاره باید هماغه سیاسي زمینې ولرو چې په لومړۍ ورځ زموږ دبریالیتوب سبب شوې.
پوښتنه: خو تاسو څه ډول غواړی دغه کار ترسره کړی، په داسې حال کې چې خلک دتیر په څېر لازم باور او اعتماد نه لري؟
ځواب: هغه اساسي نکته چې زه غواړم هغه څرګنده کړم همدغه ده چې خلک هغه مهال هم بې باوره وو خو موږ وکولای شول چې دهغوی باور ترلاسه کړو.
پوښتنه:خلک هغه مهال دطالبانو په وړاندې بې باوره وو او طالبانو هېواد پریښود. او اوس هغوی ستاسو دحکومت په وړاندې بې باوره دي.
ځواب: ترهغې پورې چې موږ دافغانستان دخلکو ساتنه ونه کړو زموږ بریالیتوب به په هیڅ صورت شونی نه وي. او دویم داچې خلکو ته قناعت ورکړو چې موږ به دهغوی ساتنه وکړو. او همداراز خلکو ته باید قناعت ورکړو هغه څه چې موږ یې ترسره کوو دتروریزم دماتې سبب به شي. دغه هدف ته درسیدو په خاطر سیمه یزې همکارۍ لازمې دي او دافغانستان او پاکستان ترمنځ دهمکارۍ او اعتماد دیو ې مناسبې زمینې او د لازمو اختصاصي منابعو، او دافغانستان او زموږ دملاتړو، زموږ دملاتړو او پاکستان ترمنځ له کاري اړیکې پرته به دغه کار امکان ونه لري.
پوښتنه:تاسو فکر نه کوی چې د۲۰۱۱ کال ضرب الاجل ددغه هدف پرخلاف عمل کوي او ستاسو ګاونډیان به په دې لټه کې شي چې وګوري ....
ځواب: ستاسو خبره کیدلای شي په دې اړه سمه وي خو ضرب الاجل کیدلی شي بدلون وکړي، خبره د۲۰۱۱ کال دجولای د۱۱ مې دضرب الاجل نه ده. مساله داده چې موږ څه ډول کار پیل کړو . موږ دکار دپای په اړه خبرې نه کوو اوفکر نه کوو چې وکولای شو په هغه اړه اوس خبرې وکړو. موږ باید دهغه څه په اړه چې هغه اوس پیلوو خبرې وکړو او زموږ دکاردسمې پیلېدنې لپاره موږ باید دوه مقدماتي اومهم کارونه ترسره کړو.
لومړی، دسیاسي مناسبو او لازمو زمینو برابرول او دوهم، دامریکا اونورې نړۍ په ملاتړ دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دهمکارۍ دمناسبو زمینو برابرول، چې دا به د ۲۰۱۱ زېږدېز کال دضرب الاجل د بریالي تحقق لپاره یو سم اوپرځای اقدام وي.
پوښتنه : څه ډول غواړی دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دباور دغه فضا را منځ ته کړی؟
ځواب: د بنسټ پالنې او ترهګرۍ پر خلاف دیو ګټور کمپاین په لاره اچول او دافغانستان په دوستۍ باندې دپاکستان باور او دهغې دوام او داچې افغانستان به هېڅکله دیو بل چا په لمسون دپاکستان په خلاف ونه کارول شی. افغانستان ته دې ډاډ ورکړل شی چې پاکستان به په هردلیل خپل هدف ته درسېدو په خاطر له تروریزم څخه ګټه نه پورته کوی. نوره نړۍ دې په دې لاره کې زموږ ملاتړ وکړی او ګاونډیان او دسیمې هېوادونه دې دغه هدف ته درسېدو په خاطر له موږ سره مرسته وکړي.
پوښتنه : تاسو په مشخص ډول دامریکا له متحده ایالاتو نه څه غواړی ، ځکه چې تاسو له دغه هېواد څخه غواړی چې له نورې نړۍ سره همکاری وکړي ، دامریکامتحده ایالات په مشخص ډول څه کولای شی چې ترسره یې کړي؟ امریکا څه ډول کولای شي چې پاکستان ډاډه کړي چې افغانستان ددغه هیواد لپاره ګواښ نه دی او یا ددې تضمین وکړي چې پاکستان به له ترهګری څخه ملاتړ ونه کړي؟
ځواب: دا کاردیوشمېر دیپلوماتیکو اقدامونو او ددواړو هیوادونو ترمنځ دباور درامنځته کولو دمیکانیزم دجوړیدو، دسولې دجرګې دبیا پیاوړتیا او په سیمه کې دباور دفضا درامنځته کولو له لارې په داسې ډول کیدلی شي چې دسیمې هیوادونه ځان خوندي وبولي لکه هند ، ایران ، سعودي عربستان، چین او روسیه چې په کې مهم دي. امریکا باید ددغو هیوادونو تفاهم او پلوی ترلاسه کړي او زموږ اوپاکستان دهمکارۍ دفضا دجوړلو لپاره له ټولو وسایلو نه کارواخلي ، ځکه چې داکار زموږ دبري لامل کیږي.
پوښتنه:کله چې زه په کندهار او یا بل ځای کې له خلکو سره خبرې کوم، هغوی په پاکستان باور نه لري، پاکستان څه کارکولای شي چې ترسره یې کړي چې افغانستان وکولای شي په دغه هېواد باور وکړي، لکه چې همدا اوس دغه هېواد په جنوبي وزیرستان کې په جګړه بوخت دی؟
ځواب: موږ او هغوی دواړه باید دیو بل دباور دجلبولو لپاره ډیر کارونه ترسره کړو. زموږ اړیکې دپخوا په پرتله ډیرې ښې دي او موږ باید دهمکارۍ دزیاتوالي او زموږ داړیکو دلاښه کیدو لپاره لازیاتې هڅې وکړو. او زه فکر کوم چې له دغو دواړو هېوادونو څخه یو هم باید په دې برخه کې له هیڅ ډول هڅې څخه ډډه ونه کړي.
پوښتنه:په ۲۰۰۹ کال کې له طالبانو سره دخبرو اترو په اړه زیات بحثونه موجود ؤ. آیا تاسو فکرکوی چې د۲۰۱۱ کال ضرب الاجل به دغه کار ستونزمن کړي او که به له هغه سره مرسته وکړي؟
ځواب: زه نه غواړم چې د ۲۰۱۱ کال په اړوند دیوه ضرب الاجل په توګه بحث وکړم، ځکه چې که موږ په دغه موضوع وغږیږو دنورو مسایلو په هکله به فرصت له لاسه ورکړو.
پوښتنه : ایا طالبان به له تاسو سره خبرو اترو ته حاضر شی په داسې حال کې چې امریکا به په ۲۰۱۱ کال کې افغانستان پریږدی؟
ځواب: زه فکر نه کوم چې دامریکې متحده ایالات به په ۲۰۱۱ کال کې له افغانستان څخه لاړشي.
پوښتنه : خو هغوی وایي چې باید دوتلو انتظار یی ولرو؟
ځواب : موږ باید له طالبانو سره دافغانستان داړتیا په توګه خبرې وکړو. له ترهګرۍ او افراطیت سره مبارزه به یواځې په جګړې سره بریالۍ نه شي . موږباید په بشپړه توګه متوجې واوسو، په تیره بیا امریکا اونړېواله ټولنه، چې ټول طالبان ترهګر اوافراطیون نه دي . موږ له هغو کسانو سره چې دالقاعدې اونورو ترهګرو شبکو برخه دي خبرې نه کوو. خو باید ټول ممکن زیار وایستل شي هغه کسان چې دډار،دکورونو دتلاشۍ،ګواښ یا د بل هردلیل له کبله چې له شورشیانو سره یو ځای شوي بیا خپلو کورونو ته راوګرځول شي اود هغوی ساتنه وشي.
هغوی باید ډاډه شي چې خوندي دي اوکورونه یې هم دافغان ځواکونو او یا هم د بهرنیو ځواکونو له لوري تربرید لاندې نه راځي . دغه کار به موږ دبري لوري ته بوځي.
پوښتنه : آیا تاسو به وتوانېږی چې دملاعمر له په پام کې نیولو پرته طالبان دخبرو اترو میز ته راوکاږي او یا له ملاعمرسره له خبرو کولو پرته به په دې لاره کې بریالی شی؟ ایا تاسو به حاضر شی چې ملاعمر سره خبرو ته کېنی؟
ځواب: هوکې ،ما پخواهم ویلي اوبیا هم وایم چې دافغانستان دجمهور رئیس په توګه به په افغانستان کې دسولې لپاره هر ډول زیار اوکوښښ ترسره کړم .خو دغه کار یواځې او له نړیوال ملاتړ نه پرته نه شو تر سره کولای، ځکه چې دنړیوالې ټولنې حضور په افغانستان کې نن زموږ دژوندانه یو حقیقت دی اوترهغه وخته چې موږ وکولای شو پر خپلو پښو ودرېږو دا به زموږ دژوند دحقیقت په توګه پاتې شی . له دې کبله زما دغوښتنې دلیل دادی چې دبیا جذبېدو او دسولې دټینګښت یو غښتلی بهیردې زموږ دنړېوالو ملاتړو په صادقانه ملاتړ سره پیل شی اودا بهیردې پخپله دافغانانو له لوري رهبري شي . په دې مانا چې پخپله افغانان دې تصمیم ونیسي چې له چاسره اوڅه ډول خبرې وکړي.
پوښتنه : نو تاسو دهغوی مخالفت ته له پاملرنې پرته له ملا عمر سره په هغه صورت کې چې خبرو ته حاضر شي اویاهم د یو منځګړي له لارې وکولای شي داکار ترسره کړي، خبرې وکړی او ولسمشر اوباما ته به ووایی چې دا یو افغاني تصمیم دی او هغه تصمیم چې تاسو به یی غوره کړی؟
ځواب: ترهغه ځایه چې دافغانستان په ګټو پورې اړه لري زه به دافغانستان دجمهور رئیس په توګه ټول هغه اقدامات چې ممکن وي افغانستان ته دسولې دراوستو لپاره ترسره کړم.
پوښتنه : حتی که چېرې امریکاییان ووایی چې تاسو باید دغه شخص سره خبروته حاضر نه شی؟
ځواب: ما دغه کار پخوا هم ترسره کړی دی خو پایله یی نه لرله داځکه چې نړیوال ملاتړ مې په دې اړه نه درلود.په همدې دلیل ددغه بهیر ملاتړ باید دنړیوالې ټولنې له خوا وشي خو لارښوونه اومشري یی دافغانانو په غاړه وي.
پوښتنه : نو د دې پرځای چې ووایې له ملاعمر سره خبرې نه قبلوي، بیا باید هغوی پرېږدي چې تاسو دافغانستان دجمهور رئیس په توګه تصمیم ونیسی چې له چاسره خبرې وکړی؟
ځواب: که چېری له ترهګری سره مبارزه دوام ولري او دښمن هم دیوه ترهګر په توګه ټولنې ته زیان رسوي او په افغانستان اونوره نړۍ کې بې ګناه خلک ووژني اوهغوی وپېژندل شي ، دافغانستان خلک به دزړه له کومی له هغه نه پلوي وکړي. خو که زموږ په زرګونو هېوادوال په ناڅرګند دلیل سره تر تعقیب اوزوریدو لاندې وي داکار باید بند شي.
پوښتنه :نو بنا پردې دسولې او پخلاینې په لاره کې ستاسې پخواني زیارونه هغوی ترخپلې اغیزې لاندې راوستي دي؟
ځواب: هو په سیستماتیک ډول دغه زیارونه تر اغیزې لاندې راغلي دي.
پوښتنه : دنړېوالې ټولنې له لوري؟
ځواب: هو دنړېوالې ټولنې له لوري ، دهغو خلکو کورونه چې افغانستان ته راستانه شوي و تر برید لاندې راغلي دي، خپله نیول شوي . موږ ددغې ډلې ډېرې بېلګې لرو چې جزییات یی دامنیت له شورا سره شته اوکه چېرې تاسو غوښتي وي موږ کولای شو هغه ستاسو په واک کې درکړو.
پوښتنه: هغه خلک چی را ستانه شوي وو او تیاری یی هم ښودلی وو، کورونه یی تربرید لاندې راغلل ددغه کار هدف څه وو؟
ځواب : نه پوهېږم ، باید له هغو کسانو پوښتنه وشي چې داکار یې ترسره کړی دی.
پوښتنه: تاسو دملکي وګړو دمرګ ژوبلې دموضوع په اړه له نړیوالې ټولنې سره ډیرې خبرې او ستونزې لرلې او په دې اړه مو تل څرګندې خبرې کړې دي. آیا تاسو دا اندیښنه نه لری چې د۳۰ زرو نورو عسکرو په راتګ سره به ملکي تلفات لازیات شي؟
ځواب: یو له هغو شرایطو څخه چې دعسکرو دزیاتوالي لپاره دجنرال مک کریستال لخواذکر شوی دی، دملکي خلکو ساتنه ده چې موږ په همدغه شرط دعسکرو زیاتوالي ومانه.
پوښتنه: آیا له دغو ځواکونو څخه به دپوځي موخو په ترسره کولو او د پوځي عملیاتو په ترسره کولوکې ګټه وانه خیستل شي؟
ځواب: هدف باید دافغانستان دخلکو ساتنه وي. په همدغه دلیل موږ دپوځي ځواکونو زیاتوالی ومانه.په ۲۰۱۱ کال کې دځواکونو دوتلو داصلي پوښتنې په توګه باید زه ووایم چې موږ افغانان باید له دغه ضرب الاجل څخه خوښ واوسو ځکه چې په نهایت کې باید موږ پخپلو پښو ودریږو، حتی په هغو محدودو منابعو چې زموږ په واک کې دي. که چیرې موږ افغانان ونه شو کولای له خپل هېواد څخه دکورني او بهرني یرغل پروړاندې دفاع وکړو، هیڅ یوه بهرنۍ هڅه به موږ ته مطلوبه نتیجه په سوغات رانه وړي. له دې امله موږ غواړو چې ځواکونه مو ډیر شي، ښوونه او روزنه وویني او ښه سمبال شي. په هماغه اندازه چې دغه کار په چټکۍ او ښه ډول ترسره شي په هماغه اندازه به دافغانستان او نورو په ګټه وي.
په اوس مهال کې امریکا په میلیاردونو ډالره لګوي او له خپلو کورنو څخه لرې ځاني تلفات هم ورته اوړي، چې موږ دهغو په خاطر خواشیني یو. امریکا کولای شي دډیرو کمو منابعو په لګولو سره دافغانستان اردو او پولیس دشمېر، ښوونې او روزنې له پلوه چمتو او قوي کړي. ددغه کار په ترسره کولو سره به دافغانستان خلک له نړۍ سره خپلو ګډو آرمانونو ته درسیدو په لاره کې ملګري واوسي او هغوی هم کولای شي له دې لارې دخپلو خلکو ساتنه وکړي. په حقیقت کې دغه امر تر ډیره زموږ په ګټه دی.
پوښتنه:دپولیسو په نسبت له اداري فساد سره سره نیوکې وجود لري؟
ځواب:دغه نیوکې ډیرې غیر عادلانه دي. دنړۍ د ټولو هېوادونو په پولیسوکې په تېره بیا افغانستان کې څه نوې خبره نه ده. کله چې لویدیځې رسنۍ او سیاسي کړۍ موږ په اداري فساد باندې تورنوي، زه دافغانستان دیو اوسیدونکي په توګه دا احساسوم چې سپکاوی مو کیږي.
پوښتنه:ګوردن براون هم په دې اړه خبرې کړي دي. آیا تاسو له دغو تورونو څخه ستړي شوي نه یاست؟ فکر نه کوي چې په دغو تورونو سره مو سپکاوی کیږي؟
ځواب:دغه تورونه ټول مصنوعي او خیالي دي او زه هغه تحقیر کوونکي بولم. خو دغه تورونه پر ما او دافغانستان پرخلکو اغیز نه شي کولای. تیرو انتخاباتو دغه امر ثابت کړ.
پوښتنه:حتی په دغو انتخاباتوکې دتقلب تورونو ته په پاملرنې؟
ځواب: دغه تقلبونه دافغانانو لخوانه، بلکې دنورو کسانو لخوا ترسره شوي و چې زه به په هغو هم وغږیږم. اوس زه ډیرڅه دلویدیځو رسنیو اوسیاسي کړیو په اړه پوهیږم، له دې امله زیات تر اغیز لاندې نه راځم. زما په اړه په لویدیځو رسنیوکې ډیرې بې بنسټه خبرې لیکل شوي دي، په تیرمهال کې زه ددغو خبرو تر اغیز لاندې راتللم او فکر به مې کولو چې داخبرې سمې دي. خو اوس په بشپړه توګه په دې اړه پوهیږم، دغه کار ما تراغیز لاندې نه راولي، بلکې حیرانوي مې، خو دانګلیسي ژبې دلیکوال ادوارد لیف دورستیو خبرو په اندازه نه.
پوښتنه: ستاسو په آند ددغه کار په ترسره کولو سره لویدیځې رسنۍ او کړۍ کومې موخې تعقیبوي؟
ځواب:نه غواړم په دې اړه خبرې وکړم. موږ افغانان غواړو دخپل هېواد په بیارغونه کې بریالي شو او زموږ دملاتړو له خوا دترهګرۍ پرخلاف دمبارزې په کارکې دمنځ ته راغلي فرصت څخه اعظمه ګټه واخلو. موږ غواړو چې زموږ ملاتړي دامنیت احساس وکړي او دا احساس کړي چې په افغانستان کې یې پانګې اچونې دهېوادونو دامنیت لپاره مثبتې پایلې لرلې او موږ هم په لازمه اندازه له هغو څخه ګټه ترلاسه کړې ده.موږ خپلې ملي ګټې لرو چې له امنیت، ملي حاکمیت، استقلال او دافغانستان له سوکالۍ اویو دموکراتیک هېوادڅخه عبارت دي. دافغانستان خلک دموکرات خلک دي او دایې په وار وار ثابته کړې ده. له دې امله زه او دافغانستان خلک به نیوکوته له پاملرنې پرته دافغانستان لپاره دښې راتلونکې په خاطر خپلې دندې ته دوام ورکړو.
پوښتنه: تاسو له هغو ګواښونو چې له دغو تورونو سره جوخت مطرح کیږي، اندیښنه نه لری؟، ځکه چې ډیر ویل کیږي موږ نور سپین چک نه ورکوو، زیات ځواکونه نه استوو او یا خپل ځواکونه راباسو؟
ځواب: موږ هیڅکله هم سپین چک نه دی ترلاسه کړی او له نیکه مرغه هیڅکله مو له سپین چک سره عادت نه دی کړی. په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کال کې له یوې اوږدې مطالعې وروسته مې دمالیې وزارت له لارې غوښتنه وکړه چې ۲۵ میلیونه ډالره دې دسیاسي او مذهبي رهبرانو دساتنې او دهغو کسانو لپاره چې له تروریزم سره دمبارزې په کارکې له موږ سره همکار و او دکورنیو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی و، ورکړل شي، خو دغه پیسې زموږ په واک کې رانه کړل شوې او له دې سره جوخت موږ دنړیوال وجهي صندوق دکلکو قواعدو تر تاثیر لاندې و چې نه یې پریښودلو چې له خپلو پیسو څخه په دغه موخه استفاده وکړو. دهغه نتیجه داشوه چې موږ خپل په سلګونو قومي او مذهبي مشران، ډاکتران او انجنیران له لاسه ورکړل. له دې امله موږ په سپین چک عادت نه یو.
پوښتنه: کله به کابینه اعلان کړی؟
ځواب:یوه برخه به یې په راتلونکې اوونۍ کې اعلان شي.
پوښتنه: آیا تاسو فکر کوی چې لویدیځ به ستاسو دکابینې له کتنې وروسته ووایي چې داکابینه څرګندوي چې تاسو داداري فساد پرخلاف مبارزه کوی؟
ځواب: داکابینه به داسې کابینه وي چې دافغانستان خلک باید له هغې خوښ وي.
پوښتنه: آیا ستاسو کابینه باید داسې کابینه وي چې لویدیځ هم له هغې خوښ وي؟
ځواب: باید داسې کابینه وي چې دافغانستان خلک له هغې خوښ وي، دافغانستان خلکو ته خدمت وکړي، دهغوی دهیلو دترسره کولو لپاره مبارزه وکړي، پاک او هېواد پال کسان په کې وي .
پوښتنه: تاسو کوم ځانګړی اقدام کولای شی چې له اداري فساد سره دمبارزې لپاره یې ترسره کړی؟ آیا تاسو فکر کوی چې داداري فساد ستونزه همدومره ده لکه چې نړیواله ټولنه یې وایي او یا داچې نړیواله ټولنه په دې اړه مبالغه کوي؟
ځواب: په سیاسي دلیلونو او هغو دلایلو چې موږ پرې پوهیږو په دې برخه کې ډیره مبالغه شوې ده. دا زما ، حکومت او دافغانستان دخلکو دنده ده چې داداري فساد پرخلاف په هره کچه چې وي مبارزه وکړو. که په دې اړه نړیواله ټولنه خبرې وکړي او که ويې نه کړي، دازموږ مسؤلیت دی چې له اداري فساد سره مبارزه وکړو.
پوښتنه:تاسو وویل چې تاسو او یا افغانانو په انتخاباتوکې تقلب نه دی کړی او داکار نورو کسانو ترسره کړی دی. ستاسو په نظر کومو کسانو دا کار کړی دی؟
ځواب:دافغانستان انتخابات دمشخصو هدفونو لپاره تر پوښتنې لاندې راوستل شول ترڅو داسې حکومت رامنځته شي چې دهغه مشروعیت زیان منونکی او کمزوری وي. شرایطو او دامنیت نشتوالي ته په پاملرنې سره دافغانستان انتخابات په ممکن ښه ډول ترسره شول. دهېواد په ټول جنوب کې نا ارامي وه، دکابل ټولې جنوبي برخې تر برید لاندې راغلې. په بغلان، کندز، تګاب او غوربند باندې بریدونه وشول. خو له دې سره سره خلک درایې ورکولو صندوقونو ته لاړل. یو شمېر اروپایي څارونکو درایو له شمېرلو وړاندې د یو اعشاریه پنځومیلیونو رایو دبطلان غوښتنه وکړه او دغه رایې یې تقلبي وبللې. پوښتنه داده چې هغوی له کوم ځای څخه پوهیدل چې دا شمېر رایې تقلبي وې، کومو کسانو او کومو اطلاعاتي شبکو هغوی له دغې مسلې څخه خبر کړي و، آیا هغوی درایې ورکولو په سیمو کې حضور درلود، آیا هغوی دغه رایې شمارلې وې؟ دملګرو ملتونو دسازمان یو کارکوونکي پیتر ګلبریت له انتخاباتو یوه ورځ وروسته هغه تقلبي وبللې. هغه له کومه ځایه په دې اړه پوهیدلو؟ چا هغه ته دغه معلومات ورکړي و؟
پوښتنه:آیا تاسو واقعا فکر کوی چې دا کار به امریکا،یا لویدیځ او یا اروپا ترسره کړی وي؟
ځواب: زه نه غواړم ددغې موضوع په اړه خبرې وکړم. دغې موضوع افغانستان ته په کافي اندازه زیان واړولو، دیموکراسي یې تر اغیز لاندې راوسته او دافغانستان دخلکو رایو ته سپکاوی وشو.
دویم، هغوی وویل چې د۱،۵ میلیونو تقلبي رایو څخه نیږدې یو میلیون یې په کرزي پورې اړه لري. که دغه شمېر تقلبي رایې زما په ګټه وي دهغې معنی داده چې حتی په پکتیکا، غزني، زابل، کندهار، خوست او هلمند کې یوه رایه هم سالمه نه وه او حتی په دغو ولایتونوکې یو نارینه او یوه ښځه هم درایو ورکو لو صندوقونو ته نه دي تللي. معنی داده چې ټولې رایې تقلبي دي او دافغانستان ټول خلک تقلب کوونکي دي. آیا دا امکان لري چې حتی یو نر او ښځه دې په دغو ولایتونوکې درایې ورکولو صندوقونو ته نه وي تللي؟ معنی داده چې حتی یوه رایه هم سالمه نه وه، فقط لازمه ده دهغو په باره کې فکر وکړو، حتی یوه رایه هم سالمه نه وه، ایا یو داسې څه امکان لري؟
پوښتنه: کوم هدفونه ددغه کار ترشا پټ دي؟ زه ستاسو په منظور پوهیږم. هغوی غوښتل دخپل نظر وړ شخص قدرت ته ورسوي، آیا هغوی فکر کولو چې په دې کار سره به وکولای شي لا ډیر کنټرول ولري؟
ځواب: زه په دې اړه په څه نه پوهیږم، او نه غواړم تیرمهال ته لاړشم، خو ډاډه یم چې شرایطو ته په پاملرنې سره دافغانستان دخلکو رایې په بشپړه توګه سالمې وې. زه ډیر خواشینی یم چې دغو رایو ته سپکاوی وشو او داچې اوس هم دلویدیځ یو شمېر سیاسي کړۍ دغو رایو ته سپکاوی کوي او دافغانستان انتخابات تقلبي بولي ترڅو ما تر اغیز لاندې راولي او یا دافغانستان حکومت کمزوری کړي. خو دافغانستان خلک په ښه توګه دخپلو رایو په اړه پوهیږي او دا درک کوي چې رایې سالمې وې که نه؟، ځکه چې پخپله یې رایې ورکړې دي.
پوښتنه: آیا دګوردن براون، اوباما او هولبروک وروستۍ څرګندونې له هغوی سره کار ستونزمن کوي؟
ځواب: خیر، هیڅ احساسات په کار نه دي. دادافغانستان په ګټه دی چې موږ له ټولو هغو کسانو سره چې همکارۍ ته حاضر دي خپل ګډ هدف ته درسیدو لپاره همکاري وکړو. موږ یو ګډ هدف لرو چې هغه له تروریزم او افراطګرایۍ سره مبارزه او په نړۍ کې دامنیت ټینګښت دی. موږ کولای شو په افغانستان کې دثبات په ټینګښت سره او دهغه دحکومت په پیاوړتیا سره دغه هدف ته ورسیږو. له دې امله موږ له دې پرته چې احساساتي شو خپلو همکاریو ته به دوام ورکړو.
پوښتنه:تاسو دخپلو پولیسو او اردو ځواکمني پیژنی. هغه بنسټ ته په پاملرنې سره چې ایښودل شوی دی، آیا فکر کوی چې هغوی به په دې وتوانیږي چې دیو نیم کال په موده کې دکندهار یا هلمند کنټرول په لاس کې واخلي؟
ځواب: طالبانو روزنه نه وه لیدلې او دزبر ځواکونو ملاتړ یې هم نه درلود. یوازې پاکستان او یو شمېر عربي هېوادونو دهغوی ملاتړ کولو. هغوی بې پیلوټه الوتکې نه درلودې، سپوږمکۍ یې نه درلوده، ټانګونه یې نه لرل، الوتکې یې نه لرلې، ښوونې او روزنې ته یې اجازه نه ورکوله، منظم اقتصاد یې نه لرلو، دولت او حکومت یې نه لرلو خو له دې سره سره یې امنیت درلود. کوم څه ددې لامل شو چې دټولو منابعو سره سره مو ونه شو کړای خپلو خلکو ته امنیت ټینګ کړو؟.له دې امله زه فکر نه کوم چې امنیت دې یوازې دسترو منابعو له لارې ټینګ شي، دامنیت دټینګښت لپاره دافغانستان دخلکو مشارکت لازم دی. دغه مشارکت پخوا تر تاثیر لاندې راغلی و. دویم، امنیت باید دافغانستان او پاکستان دهمکارۍ له لارې تامین شي. له همکارۍ پرته به افغانستان ته امنیت رانه شي او پاکستان به هم دنا امنیو له زیانونو څخه په امان کې پاتې نه شي.
پوښتنه: تاسو وویل چې تاسو او پاکستان باید لازیاته هڅه وکړی . تاسو باید په دقیقه توګه کوم کار ترسره کړی؟
ځواب: دافغانستان ځواکونه باید زده کړه وکړي او سمبال شي. موږ دخپلو ځواکونو دروزنې او سمبالتیا په برخه کې مننه کوو. موږ باید له دغه فرصت څخه په ښه ډول استفاده وکړو ترڅو هغه پړاو ته ورسیږو چې پخپله د یوې پرمختللې اردو په توګه له افغانستان څخه دفاع وکړو، لکه چې دویدیویې کنفرانس په ترڅ کې دجمهوررئیس اوباما لخوا دا ژمنه وشوه.
پوښتنه: خو یو شمېر وایي چې دغه کاربه شاید شل کاله وخت ونیسي؟
ځواب:خیر، دا کارباید زیات وخت ونه نیسي. موږ باید بیړه وکړو. موږ باید دمنطقي زماني چوکاټ په اړه فکر وکړو او د اردو او ملي پولیسو روزنه باید دهیلو او ارزوګانو په اساس ترسره نه کړو. موږ باید دهغو فاکټورونو په اړه چې زموږ دځواکونو روزنه تر اغیز لاندې راولي عملي فکر وکړو او موږ باید یو لازم زمان ددغه کار لپاره په پام کې ونیسو او له دې سره جوخت دیو ملت په توګه په ممکن لنډ وخت کې هغه ترسره کړو ترڅو نور له دې زیات هغه مهال ته چې زموږ دامنیتي ځواکونو روزنې ته لازم دی، دنړۍ پر اوږو بار ونه اوسو.
پوښتنه: سناتور مک کین ویلي دي که چیرې په ۲۰۱۱ کال کې له افغانستان څخه ددفاع مسوولیت ددغه هېواد امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي دحامدکرزي حکومت به ناکام شي. که چیرې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، امکان لري نوموړی ووژل شي؟
ځواب: کچیرې دافغانستان خلکو دغه حکومت انتخاب کړی وي، که دافغانستان خلکو هغسې چې لازمه ده دغه حکومت ته رایه ورکړي وي، کچیرې دغه حکومت په رښتیا دخلکو لخوا ټاکل شوی وي او دافغانستان مشروع حکومت وي، کولای شي له دغه حکومت او هېواد څخه دفاع وکړي. کچیرې موږ یو لاس پوڅی حکومت یو، دبهرنیو ځواکونو په وتلو سره به سقوط وکړو.
زه دهغه څه پلوی یم چې دغه لاس پوڅی حکومت دې دبهرنیو ځواکونو په وتلو سره سقوط وکړي او زه به دهغو کسانو له جملې څخه واوسم چې ددغه لاس پوڅي حکومت پرخلاف په اقدام لاس پورې کړي. له دې امله کچیرې کرزي دواقعي انتخاباتو له لارې دافغانستان دخلکو رهبري په غاړه اخیستي وي نو دبهرنیو ځواکونو په وتلو سره باید ونه ډارشي، خو لاس پوڅي باید وډارشي ځکه چې دافغانستان خلک به له هغوی سره دلاس پوڅو په څېر چلند وکړي.
پوښتنه:آیا تاسو فکرکوی چې ستاسو په حکومت باندې دغه ښکاره نیوکي او دضرب الاجلونو ټاکل،( دغه کارباید په دغه ټاکلي مهال کې ترسره شي) ددې لامل کیږي چې ستاسو حکومت احساس کړي چې هغه ماشوم دی چې له ده سره ناسم چلند شوی دی؟
ځواب: موږ پوهیږو چې دغه نیوکۍ ولې کیږي. موږ دافغانستان لپاره پلان لرو او نړیواله ټولنه دخپل ځان دامنیت لپاره په افغانستان کې دثبات دټینګښت له لارې او په افغانستان کې دیو حکومت درامنځته کولو لپاره پلانونه لري. هغوی دخپلو مالیاتو ورکوونکو پیسې زموږ له هېواد سره مرسته کوي او موږ ددغو مرستو په خاطر له هغوی څخه مننه کوو. خو موږ غواړو دغه پیسې په سمه او ګټوره توګه په لازمو پروژو ولګول شي. دغه کار به یوازې هغه مهال ترسره شي چې افغانستان یو مشروع ، قوي، او دافغانستان دخلکو لپاره داحترام وړ یو حکومت ولري. دنړیوالې ټولنې لخوا له حکومت سره په موازي ډول دهرډول جوړښتونو رامنځته کول، دافغانستان دحکومت تر شعاع لاندې راوستلو لپاره هرډول هڅه، په والیانو وزیرانو او په نورو مقامونوکې دیو فرمان وړونکي شخص لرل چې دافغانستان په ګټه نه،بلکې دهغوی په ګټه کار وکړي دیوې فاجعې درامنځته کیدو سبب به شي. له دې امله مناسبه طریقه هماغه دافغانستان دحکومت پیاوړتیا ده چې وکولای شي دخلکو لا زیات احترام ترلاسه او هغه وساتي. دا یوازینۍ لاره ده چې کولای شي موږ ته دبري په لور لارښوونه وکړي.
پوښتنه: اما ویل کیږي چې امریکا یانو دیو شمېر هغو کسانو دنومونو فهرست تاسو ته درکړی دی چې ادعا کیږي پاک او صادق دي؟
ځواب:په هغه صورت کې چې داډول فهرست موږ ته وسپارل شي هرکلی به یې وکړو.
پوښتنه: آیا داډول فهرست تاسو ته درکړل شوی دی؟
ځواب: نه، هغوی داډول فهرست ماته نه دی راکړی. متفاوت وړاندیزونه شوي دي هغوی کولای شي داډول فهرست موږ ته وړاندې کړي، خو موږ به داسې افراد وټاکو چې دافغانستان په ګټه وي. یوازې هېواد پال او غوره کسان کولای شي افغانستان ته خدمت وکړي. یوازې هغه کسان چې له افغانستان سره مینه لري کولای شي دنړیوالې ټولنې ښه همکاران واوسي. یوازې هېوادپال افغانان کولای شي دامریکا لپاره ښه همکاران واوسي. یوازې مطیع او فرمان وړونکی شخص نه شي کولای دامریکا لپاره ښه همکار واوسی. داډول شخص به یوازې دلاس یوه وسیله وي او په دې به ونه توانیږي چې دنړیوالې ټولنې په ګټه کار وکړي ځکه چې دداډول کسانو لپاره په افغانستان کې دکار زمینه نشته.
پوښتنه:ستاسو منظور دادی چې تاسو نه غواړی دامریکایانو او یا بریتانویانو لپاره یو مطیع شخص واوسی؟
ځواب: زه به دافغانستان دخلکو لپاره یو مطیع شخص واوسم.
پوښتنه: او که چیرې دغه کار دهغه څه مخالف وي چې امریکایان، بریتانویان اوکاناډایان یې غواړي، ستاسو لپاره فرق نه کوي او تاسو به دواشنګټن او یا لندن لارښوونې ونه منی؟
ځواب: زه دافغانستان دخلکو لارښوونې منم.
پوښتنه: آیا تاسو دهمکارۍ له هغو طریقو څخه ستړي شوي یاست چې نړیواله ټولنه غواړي ستاسو دحکومت په دویمه دوره کې یې له تاسو سره وکړي؟
ځواب: همکاري باید تعریف شي، زما تعریف له همکارۍ څخه افغاني تعریف، هماغه ګډ هدف ته درسیدو لپاره صادقانه او مخلصانه همکاري ده. که چیرې په دې لاره کې له دواړو خواو څخه یو تیروتنه وکړي، بل لوری باید ددې حق ولري چې هغه بل له خپلې تیروتنې څخه خبر کړي ترڅو ټول په ټاکل شوي تګلوري باندې په سمه توګه حرکت وکړي. ما دغه طریقه تیر کال اختیار کړه خو په خواشینۍ سره زموږ یو شمیر همکارانو هغه خوښه نه کړه، خو زه به دغې طریقې ته بیا هم دوام ورکړم ځکه چې زموږ دبري لپاره دامهم شرط دی. زه هیله لرم چې زموږ همکاران هم دغه طریق اختیار کړي. خو هر هغه څه چې یو طرفه وي دهمکارۍ په معنی نه دي،بلکې په بشپړه توګه دهمکارۍ له روحیې سره مخالف دي. همکاري یو دوه اړخیز امر او دمتقابل احترام پر اساس په دواړو لوروپورې د اړوندوحقایقو درک او په ګډو اړیکو او هدفونوکې دهغو په پام کې نیول دي.
پوښتنه: آیا تاسو فکرکوی چې دلوړې په مراسمو کې مو په خپله ویناکې دراتلونکو پنځو کلونو لپاره کوم مشخص پلان وړاندې کړی دی؟ آیا تاسو په پام کې لری چې دافغانستان پولیس او اردو په راتلونکو پنځو کلونوکې داسې پیاوړې شي چې وکولای شي دامنیت دټینګښت چارې پخپله رهبري کړي؟ آیا تاسو اوس هم په دې باور یاست چې نړیوال ځواکونه باید په افغانستان کې واوسي؟
ځواب: دننیو پوځي عملیاتو په پیمانه او طریقه نه. هر څومره چې دنړیوالو ځواکونو مسوولیت کم شي په هماغه اندازه به دوی او دافغانستان خلکو ته ښه وي. داباید هغه تګ لوری وي چې موږ دافغانستان دامنیتي ځواکونو دروزنې او سمبالتیا لپاره په هغه باندې حرکت وکړو.
پوښتنه: امریکا او دهغه هېواد رسنۍ تل وایي چې دافغانستان حکومت باید داحترام وړ حکومت او دخلکو لپاره وي او یو فاسد حکومت ونه اوسي، خو دهغوی په وینا دا حکومت هغه حکومت نه دی چې دوی یې غواړي. ددغې مسلې په اړه ستاسو چلند څه دی؟ ځکه چې دا موضوع په وار وار تکرار شوې ده؟
ځواب: که چېرې دا خبرې سیاسي وي، باید چې هغو ته پاملرنه ونه شي. خو که چیرې دغه څرګندونې دواړو لورو ته دمنلو وړ حقایقو پر بنسټ شوې وي، ښکاره ده چې موږ مسوولیت لرو چې ددولت په کړنو، دخدمتونو په ترسره کولو او داداري فساد په وړاندې دمبارزې په کارکې ښه والی رامنځته کړو. موږ تل دافغانستان دخلکو لپاره مشروع غوښتنو ته هرکلی وایو.
پوښتنه: آیا له تاسو څخه دهغوی غوښتنه مشروع ده، په دې معنی چې آیا دوی تراوسه تاسو ته ویلي دي چې په کوم ځای کې اداري فساد موجود دی او کوم کسان په اداري فساد ککړ دي؟
ځواب: ددغو غوښتنو یو شمېر مشروع وې. خو لکه څنګه چې تاسو پوهیږی، دهغوی یو شمېر غوښتنې سیاسي دي، له دې امله موږ غواړو هغه څه چې سم دي هماغه ترسره کړو او په دغه کار بوخت یو.
پوښتنه: آیا فکر کوی چې له ریچارد هولبرک سره به ستاسو دکار دوام ممکن وي؟
ځواب: زه به دشخصي غوښتنو په اساس عمل ونه کړم،بلکې دا زموږ حکومتونه دي چې له یو بل سره به همکاري وکړي. حکومت او دستګاه شته چې دا کار ترسره کړي او زه دشخصي اړیکې له مخې له چا سره کار نه کوم. البته غواړم دوستي او شخصي اړیکه ولرم او دوستان هم لرم. زه له ښاغلي هولبرک او یا دنورو دولتونو له کوم بل مقام سره هیڅ ستونزه نه لرم. زه یو هدف ته درسیدو په خاطر کار کوم چې هغه هماغه دثبات لرونکي، قوي،سوکاله، دیموکرات، له ظلم او تروریزم څخه دخلاص افغانستان لرل دي. هر څوک چې وغواړی له موږ سره دغو هدفونو ته درسیدو په لاره کې همکاري وکړي موږ به له هغه سره همکاري وکړو خو هغه کسان چې ددغه هدف په لټه کې نه دی همکاري نه کوو.
پوښتنه: له نړیوالې ټولنې څه غواړی؟ له نړیوالې ټولنې څخه دافغانستان دجمهوررئیس غوښتنه څه ده؟
ځواب: زه له نړیوالې ټولنې څخه دیادو شویو موخو تحقق، دتروریزم پرخلاف دمبارزې بریالیتوب او په سیمه کې دسولې او ثبات ټینګښت غواړم.
داکار دثبات دټینګښت، دافغانستان دحکومت دپیاوړتیا، داقتصادي انکشاف دتحقق او په هېوادکې دقانون دحاکمیت دښه تطبیق له لارې ترسره کیدلی شي.
دغه کار هغه مهال امکان لري چې موږ دمتقابل احترام په فضاکې له یو بل سره همکاري وکړو. که چیرې زه دافغانستان دجمهوررئیس په توګه دغو هدفونو ته درسیدو او دخپلو دلایلو په اساس دملکي تلفاتو او یو شمېر نورو مسألو په وړاندې اعتراض کوم او په همدغه دلیل دلویدیځ دسیاسي کړیو لخوا او یا دلویدیځو رسنیو لخوا چې دهمدغو سیاسي کړیو نظرونه خپروي، ماته بې احترامي کیږي، زما لپاره هیڅ مهمه نه ده، زه یو مشخص تګ لوری لرم چې غواړم په هغه باندې حرکت وکړم، زه یو مقصد لرم غواړم هغه ته ورسیږم او باید چې هغه ته ورسیږم. دازماشعار دی.
پوښتنه: آیا تاسو فکر کوی چې دملکي تلفاتو په وړاندې ستاسو دغه اعتراض به ستاسو دبې احترامۍ سبب شوی وي؟
ځواب:نه ، شاید داهم یو له دلایلو وي او هم شاید نور فاکټورونه وي چې زه له هغو خبر نه یم. شاید زما دبې باورۍ لپاره ډیرې هڅې شوې وی چې زه له هغو څخه خبر نه یم، خو زما لپاره مهمه نه ده.
پوښتنه: آیا دخپل حکومت ددویمې دورې دشپږو میاشتو اویا دلومړي یوکال لپاره مشخص لومړیتوبونه لری؟
ځواب: هوکې ما خپل پروګرامونه دلوړې دمراسمو په وینا کې وړاندې کړل اودغه پروګرامونه به په تدریجي ډول عملي کړو.
پوښتنه: آیا ستاسو په نظر په کندهارکې ستاسو دورور دکاردوام به له اداري فساد سره دمبارزې په بهیر باندې منفي اغیز ولري؟
ځواب: ماپه تیرو پنځو کلونوکې په وار وار له لویدیځو مقامونو سره په دې اړه خبرې کړي دي، او حتی رسمي مکتوبونه مې ورته لیکلي دي، خو هغوی هرځل وایی چې هېڅ ډول اسناد په لاس کې نه لري . هېڅ څو ک هېڅ ډول شواهد دهغه پرخلاف نه لري . دهغوی یو شمېر وایی چې دغه موضوع په بشپړه توګه سیاسی او دهغو هیوادونو یا افرادو له خوا پروپاګند دی چې له موږ سره دهمکاری پلوي نه دی . زما دغې مسالې ته تل پام وو.
پوښتنه: نو تاسو نه غواړی چې هغه له دندې لرې کړی؟
ځواب: زه نه شم کولای داکار وکړم . زه دهغه واک نه لرم چې داسې یوکس چې دخلکو له خوا ټاکل شوی دی له دندې لرې کړم. له یوې خوا موږ په دې هېواد کې دقانو ن له حاکمیت نه خبرې کوو اوله بل لوري دیو هېواد جمهور رئیس دې ته مجبوروو چې دیوه مطلق العنان واکدار په توګه عمل وکړی. زه یو مطلق العنان فرمان ورکوونکی نه یم. زه یو جمهور رئیس یم چې دخلکو په رایه ټاکل شوی یم اوباید داساسي قانون له مخې عمل وکړم . دافغانستان اساسي قانون جمهور رئیس ته دا اجازه نه ورکوی چې خلک له کور، کلي ، ولسوالۍ ، ولایت یا له هېواده وشړي. له نېکه مرغه زه دغه ډول واک نه لرم.
پای.