د روهي وېب ياڼې لسمه کليزه دې ټولو مينه والو ته مبارک او نېکمرغه وي

هيله لرو چې په دې مبارکيو سره تاسو نور هم خپلو کارونو ته ادامه ورکړئ. د روهي وېب پاڼې لومړۍ لسيزه د پيل لسيزه وه چې د زيارکښو ليکوالانو، ژباړونکو او اديبانو هڅې په کې د ستايلو وړ دي. د دوهمې لسيزې په پای کې هيله لرو چې ستاسې په زيار او زموږ په مرسته د پښتو ټول ليکل شوي او ژباړل شوي آثار په روهي آنلاين کتابتون کې پرليکه شي.
په هر ساعت، ورځ، مياشت، کال، لسيزه او سليزه کې د پښتو ژبې د برياليتوب په هيله