دزده کوونکو په مسمومولو کې طالبان لاس نه لري ( جمېز روډ هاور )

څه وخت وړاندې دکابل ادارې ادعا وکړه چې په مکتبونو کې دزده کوونکو دمسمومولو د تور په اړه یې ځينې کسان نیولي چې په هغوی کې دمکتبونو ځينې زده کوونکي هم شته، او وورسته یې وویل چې زمونږ د څېړنو په پایله کې جوته شوه چې دغه پېښې دمجاهدینو لخوا دمکتبونو دزده کوونکو په مټ تر سره کېږي. ددغه اعلان په وړاندې دبشري حقوقو څانګې غبرګون وښود، او ویې ویل چې احتمال شته دا خبر سم نه وي، ځکه داسې شواهد نشته چې وښيي زده کوونکو دې دا کار کړی وي او یا دې طالبانو کړی وي، دروهي ویب پاڼې دخبر پر اساس: ( په افغانستان کې د ملګرو ملتو د بشري حقونو دڅانګې مشر (جېمز روډ هاور) وايي، چې دوی تر اوسه پورې داسې نښې نه دي موندلي چې د افغانستان په شمال کې د ښوونځيو زده کوونکې په رښتيا له زهرجنو توکو سره مسمومې شوې وي او نه هم تر اوسه په دغه کار کې د طالبانو د لاس درلودلو کوم ثبوت شته ). دا په داسې حال کې چې طالبانو لا وار دمخه په دغه رنګه پېښو کې خپله ښکېلتیا رد کړې وه، هغوی دا رنګه کړنې ددښمنانو خصوصا دکابل داستخباراتي کړیو کار بللی وو، او په دې اړه یې یو سند هم خپور کړ چې عطا محمد نور پکې خپلو کسانو ته دځينې مکتبونو دسوځولو خبره کړې وه، تر څو په شمال کې دطالبانو دنفوذ مخه ونیسي، خو دا سپېنه نه شوه چې آیا دغه سند حقیقي و که جعلي، او بالمقابل دکابل ادارې او خپله عطا محمد نورهم په دې اړه کوم غبرګون ونه ښود. دلته اوس هر احتمال شونی دی، مګر یوه خبره چې ټول پرې یوه خوله دي هغه دا ده چې دمکتبونو سوځول او دزده کوونکو مسمومول سم کار نه دی، خو دا چې څوک یې کوي؟ یو الله ښه خبر دی. څه وخت مخکې په سر پل کې دیو ښوونځي زده کوونکې مسمومې کړل شوې، دځينې خبرونو پر اساس کله چې ډاکټرانو دنوموړو زده کوونکو طبي معاینات وکړل معلومه شوه چې پر یوولسو نجونو باندې جنسي تیري هم شوي وو، له دې معلومېږي چې په دغه رنګه کارونو کې دسيمو دلنډغرو اربکيانو لاس لرل تر ډېره پورې ټينګ احتمال دی. دلته اوس دپام وړ خبره دا ده چې خپله دملګرو ملتونو دبشري حقوقو دڅانګې مشر جیمز روډ هاور دا خبره کوي چې په دغه رنګه پېښو کې دطالبانو دښکېلتیا په اړه ثبوت نشته، او دا هغه څه دي چې يو ځل بيا دطالبانو دخبرو پخلی کوي، چې دوی په دې کار کې لاس نه لري، خو بل طرف ته جیمز روډ هاور دا نه دي ویلي چې دا کار نو څوک کوي، ددې تر څنګ يې دا هم نه دي ویلي چې په دې کار کې دکابل اداره لاس نه لري، مګر دومره یې ویلي چې کېدای شي زده کوونکې دهيستري يا عصبي وېرې ښکار شوې وي. د ملګرو ملتونو دبشري حقوقو دڅانکې مشر وايي چې هغه اعترافونه چې دکابل ادارې له زده کوونکو ته تر لاسه کړي او دشواهدو په توګه يې وړاندې کوي کېدای شي په زور ترېنه اخیستل شوي وي، ځکه دوی اندېښنه لري چې دکابل اداره اوس هم دتحقیقاتو په جريان کې له تورنو کسانو نه داعترافاتو په اخیستنه کې له وهلو ټکولو نه کار اخلي، اګر چې دکابل ادارې دوزارت داخلې وياند او له دې مخکې يې دامنيت وياند وخت پر وخت د تحقیقاتو پر وخت په زور داعترافاتو له اخيستلو نه انکار کړی، مګر نښې نښانې ښيي چې دکابل په امنيتي ادارو کې له تورنو کسانو نه داعترافاتو داخيستلو لپاره په کافي اندازه زور زياتی شته. دا خبره ځکه کوم چې څه وخت مخکې زه خپله ديو څه وخت لپاره دامنيتي ارګانونو له خوا په توقيف کې وم، هغه څه چې ما په خپلو سترګو وليدل، او خپله پر ما تېر شول، کله هم په هېڅ صورت له هغه څه سره اړخ نه لګوي کوم چې دامنيت او وزارت داخلې وياندويان يې وايي، دجېمز روډ هارو اندېښنه بالکل پر ځای او سمه ده. زه يو څو شپې په رياست نود ( ۹۰ ) کې وم، او بیا وروسته ديو څو ورځو لپار رياست هفده ( ۱۷ ) ته يوړل شوم، او بيا الحمد لله له همغه ځايه زر را خلاص شوم، ځکه دوی زما په اړه ځينې شکونه درلودل، چې ډېر زر رفع شول، زه په پوره او ټينګ باور خپلو دسترګو ليدلي حالاتو ته په استناد سره ټولو ته وايم چې په رياست نود کې په سلو کې ۹۹ فيصده اعترافات دپيپ او شکنجو په وچ زور اخیستل کېږي، پر مخ، سر، خوله، سینه او دبدن په نورو ځایونو په لغتو، سوکانو او څاپيړو وهل دبختور په برخه وي، الله دې دهغو مظلومانو آواز واوري چې تر پیپونو لاندې ساه ورکوي، بې ادبې دې ډېره معافه وي، دوهلو او ټکولو تر څنګ بندي تر خصيتينو هم نيسي، داسې ټينګ چې سمدستي بندي ضعف ورسره وکوي، که څوک اعتراف وکوي خو ښه او تر ښه، که اعتراف ونه کوي نو بیا یې تر هغه وهي تر څو چې يو شی پرې ووايي، ولو که په درواغو وي هم. کله یې چې زه ریاست هفده ته يوړم، تقديرا په همغو لومړيو پنځو شپږو ورځو کې دسره صليب کسان راغلل، او له بنديانو سره يې وکتل، ټولو بنديانو دخپل بدن ټپونه ور وښودل، د چا پښې، دچا لاسونه، دچا مخونه، د چا سينې، دچا سترګې دچا سرونه، ټول يې سره ګوډ او مات کړي وو، ځکه خو دبشري حقوقو څانګه چې کومې اندېښنې لري هغه سل په سلو کې پر ځای او سمې دي، هغوی هلته هر څه له لنډه ګوري، دا چې هلته څه حال و، څه تېرېدل؟ اوږدې او خورا دردوونکې کيسې دي. اصل خبره دا وه چې دا لومړی ځل دی چې دبشری حقوقو دڅانګې مشر دزده کوونکو په مسمومولو کې دطالبانو لاس لرل نه مني، له دې وړاندې تېر کال دکابل ادارې دپوهنې وزير فاروق وردګ په لندن کې په يو کنفرانس کې ويلي وو چې طالبان دنجونو له تعليم سره مخالف نه دي، او ښوونځي دوی نه سوځوي.