زمرد د مار سترګې ړندوي/ ۷ برخه

 
خدایه چنگیز وبښې ...
 
        ماما شامراد به ويل چې د كابل د محشر له ورځوڅخه يوه ما په خپلو سترګووليده ، ورځ نه وه ، قيامت وه ...  زما پر دغه پښتو متل باندې په هغه ورځ كلك باور پيداشو، چې مځكه هغه سوځې چې اور پرې بل وي ...
   په هغه شپه چې آمر ترنورو شپو آرام بريښيده ، زړه يې ډاډه و، په دې چې له يارانوسره يې د يوې تاريخې عامي وژنې خونې بندوبست كړى و. دهم هغې شپې په سپيده چاود كې له هرې خوا دغلو او لوټمارو پراخې ډلي پرافشارو ورماتې شوي، دشمالی دغه وحشي ډلي داسې په يوناڅاپي توګه پردغه کلي لكه سيلاب ورننوتې چې هيڅ شي ته يې نه كتل ، هرڅه به چې په مخه ورتلل هغه يې له منځه وړل ، لوټل يې اوانسانان یې په غيرانساني توګه دحیواناتو په شان  وژل ، دادپيړۍ هغه غميزه وه ، چې يوازې ديوشميرپردي پالو ماجراغوښتونكود ناوړو كړو له امله خلكو زغمله ، هرچا ددغه لوټ او وژنې لپاره خپل لاسوندونه درلودل ، چا به ويل چې زموږ دوستان ېې په كانتينروكې لوليه كړل ، دكورتو سزا سرې اوبه ، چا به ويل چې دغولنډفكرو اوپرنورتکیه وو چې يوه ورځ وسله ومونده ، نوبيايې دې ته ونه كتل ، چې سباهم شته ، دخلكو په سروكې ېې ميخونه ورټكوهل اوپه وحشيانه توګه يې په بې ګناهې سره دمرګ په سفروليږل . خو ماما شامراد بياويل چې ده هرڅه په سترګووليدل ، دظالمو اودپرديوداوږو دبازانو زور بايد له بې ګناه خلكو نه واى ختلى . په دغه ورځ هلته ماشومان ، ښځې ، سپين ږيري  واړه او زاړه داسې په ټوکو او مسخرو وژل كيدل لكه پسونه او چرګان ،هغو وسله والو چې آمريې قومانده په لاس كې درلوده ټولوته همدا دستوروركړل شوی و چې :
ـ  ما لش ازشما سرش ازما ...
ما ما شامراد په خپله د آمر له بدنامې كړۍ سره  سيمې ته راغلى و، هغه په دغه غوبل كې په خپله برخه درلود ه ، هغه به چې دكابل له جگړو وروسته خپلې كيسې كولي ، دسړې دسر ويښتان به  ورته زيږه  كيدل ، هغه ډيرې كيسې درلودې، هغه ډیرڅه هلته لیدلي وو او دی دهغې غیرانسانی غمیزې ژوندی شاهد و، چي یوه یې په کې داوه چې:
   كله چې آمرته خبرراغى چې ښحې اوماشومان دومره زيات دي چې نه ايساريږي ، اونه يې څوك منع كولاى شي ، زياتره داسې هم دي چې نارينه وو دِښځوكالي اغوستي او زموږ په وړاندې دمقاومت په تابياكې دي  موږ په دغه برخه كې څه وكړو ؟
آمرپرته له دې چې په دې باره كې فكروكړي  امر وكړ چې :
ـ هغه ښڅې چې د نارينه وو شك پرې كږي ، هغوى تيرباران كړئ ، هغوى مه پريږدئ چې وړاندې راشي ، دده دا امر و چې په يوڅوشيبو كې په ټولوكوڅو كې دومره ښځې پرځمكه را ولويدې چې حساب يې دچا له وسه نه وپوره... اوټولي كوڅې په وينولړلو چادري والا ميرمنوباندې  ډكې وي ...
بل ځلې بياورته وويل شول چې دښخوپه جاموكې نارينه له سيمې څخه په منډو دي ستاسې امرته سترګې په لاره يو ...
بيایې په وحشيانه قوماندې سره ورته وويل چې :
_ تيرباران ... تيرباران ... کنید ...  ده قصه ش نباشید بخاطرکه اگرمردها باشه از بین میرین واگه زن ها باشد  نسل شان ازینجا گم میشه ... این نسل کثیف ازیجه گم کننین ...
له دغه قيامته هيچا هم ځان جوړ يونه ووړ ، ډيرو خلكو خداى ته چغې وكړي چې له دغه بې سوال اوځوابه دوزخه يې وژغوري ، ډيرو  دا نارې سورې ورته وكړې چې خدایه ... ستا په قانون كې هم دوزخ دګنا وو له سوال اوځوابه وروسته دى ، خو دغه خدای ناترسه خوله سوال اوځوابه مخکې موږ هلته ورليږي ...
   ډيرو په شپو شپو خپل هغه ذات ته لاسونه په دعاشول ، چې له دغې بدمرغۍ يې وژغوري ، خو داسې ښكاريده چې هغه يې هم دغه فريادونه په هغه ګړۍ كې نه اوريدل ، خو بیایی هم باور و چې هغه ذات کله هم خپل بندګان له ځانه نه ناهیلي کوي بلکی دحال په ژبه یې دا ور الهام کوله :  
ـ چې زغم ، زغم  او بیاهم زغم ...  زه ستاسې خداى يم اوستاسي غچ له هغو ظالمو څخه چې تاسې يې په بې ګناهئ سره ووژلئ ، بې كوره يې كړئ او ستاسې هرڅه يې پر رڼا ورځ درڅخه يووړل اخيستونكى يم  ، زغم ، زغم او بیاهم زغم  ...زغم  زه او زما غږ دى او زما ترټولو ښكلي اوښه بندګان هغه دي چې صبراو زغم له لاسه نه ورکوي او زما داد اوعدالت ته سترګې په لاره وي ...



دناظرحسين دزوى دكوژدني نن دريمه ورځ كيده چې نګور يې په سرو لاسواوسپينو پايڅو ، لومړى بې عزته اوبيايې په خپل كوركې له خپل ارمان سره وژلي وه ، هغه پيغله چې نوې يې دخپل ژوند ، دخپل اميد اوخپل بخت په لور ګام اوچت كړى و  پرهغې یې دا ونه لوريده ،چې درى ورځي مخكې يې دلته په مينه خندلي وو، خپله ناظرحسين چې په دغوورځوكي د زوی دخوښۍ پرلامل دلته و، هغه يې په ډير بدشان لومړى وژلى و اوبيایې دكوردمنځ څاه ته ور اچولى...  ، څو ورځې خو يې حال چاته نه وڅرګند، خو وروسته ېې چې له څاه څخه بوى راپورته شو دده مړى يې هم له څاه راويوست او بې له ښه اوبده يې هم هلته دكورپه منځ كي هسى ترخاورو لاندې كړ...
دخليفه سبحان ميرمن چې دخپل زوى تومانچه يې ترچادرې لاندې نيولي وه اوغوښتل يې برچې ته يې يوسې ، دتكيه خانې په لويديزه څنډه كې ونيوه ، دغه  پيښه يې امرته په مخابره كې وويله ، چې څنګه يې كړو ...
هغه ځواب وركړ :
ـ داسې يې ووژنۍ چې نورو قلفک چپاټانو ته یې  چې  هلته حاضروي  تاریخی عبرت شي ...
هغه يې لومړى دبريښنا په ستنه په خپله شين بخونه زړه چادري باندې وتړله ،بيايې دهغوجګړه مارو په مخكې چې هلته ووداسې په اوږيز توغندي وويشتله چې له غوښو اوهډوكو يې حلوا جوړه شوه، يوه شپه اويوه ورځ یې ټوټې  پر هم هغه ستنه باندې نيم بندې ځوړندې وې ... ، پرته له انسانانو ټولو ، سپيو، مرغانو او پشيانو رحم پرې كاوه ، كله به يې چې هغه په دغه زار حالت وليده ، يوازې به یې په حيرانتيا ورته وكتل، اوچپه خوله به ترې تير شول...  خوكورورانوونكي اوغله داړه ماربه چې نژدې ورته راغلل ، ورته وبه يې كتل ، يوه اوبل ته به يې دخپلي  دغې نامردې اتلولئ چې ګواکۍ اصفهان یې فتح کړی مباركۍ وركړې  اوپه بې بروايئ به ترې تيرشول...
 
اودکابل دلویدیز دغه كلى نوربې دمې شوى ، دمرګ په خوب ويده و، هزاره  ډاړه مار مزاری اونور چې دمقابلي لپاره دكابل له لويديزه دلته راغلي وو  په ډيره ځيركۍ سره په داسې حال کې چې ټول یې  پرداړه مارو ټلوالو باندې ووژل  په چادریو کې ووتل ، خلكو به ويل چې كله دوى تښتيدل نودخپلو مړو پر جسدويې پښې ايښودې اوځانونه يې په داسې حال چې دوى په وينو كې تپيدل ترې وايستل ... او دا كلى لكه د کابل ښاردنورو برخو غوندې په څووارو اوڅودمو لوټ شو، په لومړي پيل كې لوى لوی ټلوال مجاهد قوماندانان پرې راوختل ، څه له خلكو په كوروكې پاتې وو، هغه ېې ترې شمالي ، پنجشیر اوپغمان ته ترې وليږدول . په دويم پړاوكې دويمه پوړۍ دشمالي اوپغمان سیافي سړي وژونکي  چې دوژنوپه كارزاركې ېې نوم ګټلى و، پرې راغلل اوڅه چې پاتې وو ، هغوى دوى غنيمت ؟ كړل.اوپه دريم پړاوكې له شمالي اوپغمانه عادي خلك پرې راوبوږنول ، داسې لكه چې غومبسې پرخپل دښمن باندې يرغل وركوي دوى هم  داسې تالان پيل كړ چې دكورونو تيږي اوخښتې يې هم ورته پري نه ښودي ، . دوى هم دكورونو مالونه اوشيان  دمړو پر سينو خپلو كورونوته وليږدول ، ملاباقې چې كله پنجشيرته ور رسيد ليونى شو، له ده به چې چا دهغه دليونتوب پوښتنه كوله، ده به ورته ويل ، په هغه شپه چې ده اوخپلوانويې ټوله شپه  دافشاروله كورونه مالونه راايستل ، اوټوله شپه په مړو ورختو اوو ګرزیدو ، پر موږ پسې دبې ګناه ماشومانو اوميرمنو ارواوو چيغې وهلي اوترهغو چې كلي ته رارسيدو ، هغه چغې له موږ سره ملګرې وي ...
ـ  دخداى دبندګانو دښمنو، ددغو وينو ليكې به يوه ورځ خامخا ستاسې دژوند تركوڅو پورې هم  لاره دروباسي اودهغع چې دوی یې پیداکړي غچ اخلي ... اخلي  اخلي  ...  
اودهزاره افشارو كلى نوربې دمې شوى و، نوردلته څه نه ووپاتې ، په هغه ورځ هم آسمان شين و، لمر هم هغه لمر و، هغه چې دلته  يې دخلكو دژوند بهيرليدلى و، آسمان هم و چې خلكوبه يې د اوړې په تودو اودژمي په سړو شپوكې له خپلو بچيانوسره د خيالي ستورو رڼه كاروانونه ترناوختو پورې څارل.
خوكلى په هغه حال نه و پاتې ، دلوټ اووژنوپه وروستۍ ورځ آمرپه خپله چورلكه كې د بې ګناه شهيدانو په دغه هديره باندې په وياړ سره الوتنه وكړه، اودسوبې په هغه ميلمستياكې يې برخه واخيسته چې په ښكلي پغمان كې دده اودده دقاتلو ږیره ورو يارانو په وياړ دملاسیاف له خوا چې دکابل ټول بری یې دده په مټو دځان کړی و جوړه شوې وه ، هغه ورځ دجمعې مباركه ورځ وه،  دوى دجمعې پر لمانځه باندې دخپلو دغه شان نورو نوو فتحو او بریو په هيله نورې هم اوږدي دعاوې وكړي ...
لادجګړې لسمه ورځ نه وه يوره ، چې دافشارو دغميزې دهيريدوپه خاطر  ددواړو لوریو دقاتلو مشرانو دبياپه خوله كولو په خاطر د ايران په سفارت كې يوه درنه ميلمتيا جوړه شوه، هلته دافشارو د غمیزې دواړو خواوو قاتلينويوه اوبل ته دجوړې اوپخولاينې کلکې غيږي سره وركړي ،اودايې سره ومنله چې ددغې سيمې خلك به بيرته خپلو کنډوالو كورونوته راځي ... دايوه تيروتنه وه چې بيابه ديوه لوري له خوا هم تكرار نه شي ...
سړي وژونكي وسله وال په يوه خارجې فشار سره جوړشول، خوعلي يار چې كله خپل كوراوخپلې كوڅې ته  له ډيروشپووروسته راغى ، نه پوهيده چې دده کورچیرې و ؟ ده دلته کورهم درلود اوكه يې درلود، هغه چيرې و ؟ اوڅنګه جوړو؟
ډيرديخوا اوهغه خوا وګرزيد ،خوخالي لاس په داسې حال كې چې  ژړل يې له كلي ووت ، په لار كې له كوم بل كليوال سره ملګرى شو، هغه چې له دغه قيامته دجنګ په ورځ ژوندى تښتيدلى و، خپله ټوله كيسه ورته وكړه اوويل يې چې پركابل باندې دظلم داسې څيه كله هم نه وه راغلي ،خوملګري يې زرپه خبره كې ور ولويد :
ـ  ولې چنګيزاوهلاكو ...
ـ  نه هغوى تردغوچنګيزيانو اوهلاكويانو باانصافه وو ....هو ، ...
  باانصافه هغوى دخداى وبښي ..