څلور پښى ماشوم زېږېدلى!!!

 
ليکنه: نوراحمد عايل
.
د سوريې  هېواد په يوه زېږنتون کې د يوه ماشوم زېږېدلو ؛  نرسان او ډاکټران  ټول حيران کړل

د سکای نيوزله پېښو څخه راپورورکونکې ډلې د راپور پر بنسټ د سوريې د (حلب) په نامه د ماشومانو په روغتون کې دا ماشوم زېږېدلى، چې څلور پښې لري  ،ډاکټران يې د دوو اضافي پښو عملياتو ته ځان چمتو کوي .
 ډاکټران وايي چې په اصل کې دا دوه غبرگ لوني دي،  خو د  دويم جنين وده د جنيټکي اختلال له امله د لګن خاصرې د جوړېدو په مرحله کې درېدلې ده.
 دا ماشوم دم ګړۍ له ځانگړي څار لاندې دى ، اصلي اورگانونه يې په کم ناقص والي سره يو دي ، چې کېداى شي عمليات يې تر ډېره بريده بريالي نه شي ،دماشومانو د حېرانونکي زېږون پېښې  په داسې حال کې ډېرې شوې دي ،چې څلور مياشتې مخکې د زمري په شپږمه د فلپين په پلازمېنه مانيلا کې د (جوزه فابلا) په زېږنتون کې هم  يوې ښځې دوه سرى ماشوم زېږولى و او له هغه را وروسته  شاوخوا درې څلور ورځې مخکې هم د مصرهېواد کې دوه سرى هلک زېږېدلى و..