دنړۍ تر ټولو کم ارزښته پولي واحدونه

ليکنه: نوراحمد عايل

 په دې ليکنه به ولولئ،چې په نړۍ کې تر ټولو  ټيټ ارزښت لرونکې پيسې په کومو هېوادونو پورې اړه لري او د  څو امريکايي ډالرو سره برابرې دي، له نېکه مرغه چې زموږ د هېواد پېسې پکې ندي راغلې ، او لکه نور اړخونه   (بډې اخيستل ، د ماشومانو مړينه ، بې وزلي او نور... )  ،چې د هر لړ په سر کې يې ځاى لرو  په دې لېست کې نه يوو ، خو بيا هم که چېرې د رباني خېلو او دوستم خېلو  دوره واى کېداى شي په دې لړ کې  هم  راغلي واى.،خو له ښه مرغه....
زيمبابوې هېواد چې په افريقا کې پروت دى د نړۍ تر ټولوټيټ ارزښته لوټ لري چې هر لس ميليون ډالري لوټ يې له څلورو امريکايي ډالرو سره معادل  دى

په ٢٠٠٨ زېږدي کال کې په زيمبابوې کې ستر اقتصادي بحران دا هېواد اړ کړ چې لس ميليون ډالري لوټ چاپ کړي، د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د خبر له مخې په زيمبابوې کې يوه بسته تشناب کاغذ ١٥٠ زره زيمبابوېوي ډالره قيمت لري ،چې ٦٩ امريکايي سنټه کېږي ، نو په دې ډول د زيمبابوې هېواد ٥٠٠ ډالري لوټ له تشناب کاغذ څخه هم ارزان دى.او په دې توگه په نړۍ کې تر ټولو ټيټ ارزښتى لوټ لري.


ويتنام تر ټولو جگ لوټ يې٥٠٠ زره ويتنامي ډونگه دى ،چې له ٣١،٣٧ امريکايي


ډالرو سره برابر دى.
د ١٩٨٠ لسيزې په پيل کېدو ؛ د امريکا د متحد ايالاتو بنديزونو ؛ د ويتنامي توکو کمه صادرېدا  او په کور دننه  يې د توکو ډېرېدل ؛ ويتنام مجبورکړ،له دې ناخوالو سره په سيالۍ کې  ستر،ستر لوټونه  چاپ کړې تر څو ددې ناخوالو مخه ونيسي ،خو دې حالاتو يې يوازې  پيسې بې اعتباره کړې  نوريې چندان ګټه ورته  ونه رسوله.
په دې ورستيو شلو کالونو کې کوم د پام وړ اقتصادي بحران هم نه دى پکې راغلې ، خو لا هم د نړۍ تر ټولو ټيټ ارزښته پيـسو درلودونکو هېوادونو په لړ کې دويم ځاى لري.
اندونيزيا تر ټولو لوړبيه لوټ يې ١٠٠ زره اندونيزيايي روپۍ دى،چې هرې ١٠٠ زره اندونيزيايي روپۍ له ١١،٠٥ امريکايي ډالرو سره معادل دي.



په ١٩٩٧د ختيزې اسيا اقتصادي بحران ددې لامل شو چې د اندونيزيا روپۍ ٨٠ سلنه راولوېږي او همدارنگه د سره گل انقلاب  او په دې ورستيو کالونوکې سياسي ناندريو ددې هېواد د روپۍ ارزښت راټيټ کړ او اوس په نړۍ کې ټيټ ارزښته روپۍ لرونکو هېوادونو په کتارکې درېيم ځا‌ى لري.

ايران تر ټولولوړ ارزښتى لوټ يې ٥٠ زره رياله دى چې له ٥ امريکايي ډالرو سره معادل ذى

زموږ د ګاونډي هېواد ايران تر ټولو  جگ لوټ   ٥٠ زره رياله دي ، اوس اوس يۍ دوه ميليون ريالي،يوميليون ريالي، ٥٠٠ زره ريالي لوټونه (نه تضمين شوي چيکونه) ددې هېواد مرکزي بانک چاپ کړل او د ايران د اسعارو د ادلون بدلون په بازارونو کې د چلښت وړ دي، ددې هېواد اقتصاد او د لوټ د ارزښت راکمېدنه د ١٣٥٧ لمريز کال دايران اخوندي اوښتون، د ايران_عراق جګړې ، او  د ملګرو ملتونو اونړيوالې ټولنې له خوا موجودو اقتصادي بنديزونو دې ځاى ته راورساوه

سايوټومه هېواد جګه روپۍ ٥٠ زريز لوټ دى ،چې له ٣،٤٧ امريکايي ډالرو ارزښت لري.



سايوتومه هېواد دافريقا په گيني خليج کې پروت دى ، له دوو ټاپو ګانو  سايوټوم، او پرنسيپه څخه جوړ شوى دى ، د پيسو د ټيټوالي او کم ارزښتۍ لامل يې د ځواکمن مرکزي حکومت نه شتون دى. ددې افريقايي هېواد اقتصاد تر ډېره بريده د کاکاوو په صادرولو ولاړ دى ، چې دهغو په بيه کې يې هم بې ثباتي موجوده ده.

 گيني هېواد لس زريزفرانک لوټ  له ٢،٣٣ امريکايي ډالرو سره معادل دى


ګيني هېواد په افريقا کې پروت دى د المونيمو، اوسپنې ، سرو زرو، الماسو، او يورانيمو سترې زېرمې لري ،خو لکه گران هېواد ستر اقتصادي او بانکي فساد پکې اوج ته رسېدلى، ورځ په ورځ يې د فرانک ارزښت مخ په زوړ روان دى او د نورو ګاونډيو هېوادونولکه سينگال هېواد پيسې پکې چلېږي ، دا هېواد  دپه کور دننه جګړو ، سياسي بحران ، اقتصادي او بانکي رشوتونو  له امله دې ځاى ته رارسېدلى دى.
پاى